WESA Academy Prospectus (Pashto)

Page 1

‫لرلید‬ Prospectus

2021





‫پیل کوم د الله (ج) په نامه چې ډېر بخښونکی او مهربان دی‬



‫اعلیحرضت غازي امان الله خان‬ ‫‪٬٬‬د خپــل اوالد پــه راتلونکــي زړه وســوځوئ او هغــوی ښــوونځي تــه واســتوئ چــې تاســو‪،‬‬ ‫ملــت او هېــواد تــه خدمــت وکــړي‪ .‬پوهېــږئ چــې همــدا ستاســو ماشــومان بــه یــو ه ورځ‬ ‫ســپین ږیــري يش او خپــل وطــن بــه اداره کــړي‪ .‬نــه یــوازې تاســو تــه بــه د خیــر دعــا وکــړي‪،‬‬ ‫بلکــې خپــل دا معنــوي پــار بــه چــې امــان اللــه عاجــز دی هــم پــه خپلــه دعــا او رضامنــدۍ‬ ‫خــوښ کــړي او بــاور لــرم چــې لــه تاســو او هــم لــه مــا څخــه بــه ستاســې اوالدونــه د دغــو‬ ‫ناچیــزه خدمتونــو لــه املــه زیــات خــوښ او مننــدوی وي”‬


‫تاریــخ جوتــه کــړې‪ ،‬چــې ښــوونه او روزنــه د ملتونــو برخلیــک بدلوونکــې ده‪ .‬لــه ســیاالنو رسه د ســیالۍ جوګــه هغــه‬ ‫ملتونــه دي‪ ،‬چــې د پوهــې او پوهنــې پــه ګاڼه ســبامل دي او له دې الرې یې خپل ميل وقار خوندي ســاتلی دی‪ .‬په‬ ‫ټوله کې افغانستان د ښوونیز نظام یوه روښانه او غښتلې سابقه لري او په وروستیو دوو لسیزو کې د معیاري‬ ‫خصويص ښوونځیو ډیروالی څرګندوي چې افغانان د خپل تېر په څېر د ښوونې او روزنې بهیر د پیاوړتیا هوډ لري‪.‬‬ ‫لــه نېکــه مرغــه ویســا اکاډمــي پــه ټــول افغانســتان کــې او پــه ځانګــړي ډول پــه ســویل لویدیــزه حــوزه کــې د نــوي‬ ‫نســل پــه ښــوونه او روزنــه کــې مخکــښ رول لــري او پــه پــوره ژمنتیــا یــې دغــه مــي او علمــي مســوولیت تــه اوږه‬ ‫ورکــړې ده‪.‬‬

‫‪©WESA Academy, All rights reserved, no portion of this publication may be reproduced or transmitted in‬‬ ‫‪any form or by any means, without the express written permission of Wesa Academy.‬‬ ‫‪Characters, pictures, places, messages, slogans, symbols, etc featured in this prospectus either are the‬‬ ‫‪product of the Wesa Academy.‬‬





‫اسانتیاوې‬ ‫د اکسفورډ او پوهنې وزارت نصابونه څنګ په څنګ‬

‫● په انګلیيس ژبه د اکسفورډ د پرمختليل نصاب تدریس‬ ‫● د پوهنې وزارت نصاب تدریس‬ ‫● د دواړو نصابونو موازي تطبیق‬

‫● د مورنۍ ژبې تر څنګ په انګلیيس ژبه د مضامینو زده کړه‬ ‫● لوړو اکاډمیکو زده کړو ته د زده کوونکو چمتو کول‬

‫د نوې ټکنالوجۍ په مټ ښوونه او روزنه‬

‫● لوی سکرینونه‪ ،‬پروجکټور او نور عرصي وسایل‬ ‫● د اډیو‪ ،‬ویډیو او انځورونو ښودلو اسانتیاوې‬ ‫● په انځوریزه او لوبیزه بڼه تدریس‬ ‫● د ماشومانو لپاره بېالبېل بوختوونکي او روزنیز کارټوين او انیمیشن ویډیوګانې‬

‫ساينيس البراتوار‬

‫● د بیالوژي‪ ،‬کېمیا‪ ،‬فزیک او نورو مضامینو د عميل تدریس وسایل او توکي‬ ‫● تیوري او عمل په یوه ترکیب بدلول او د زده کوونکو تلپاتې زده کړه‬ ‫● مشاهدې‪ ،‬تجربې او څېړنې‬

‫د مجرب ډاکټر له خوا د روغتيا څارنه او پالنه‬

‫● له جسمي‪ ،‬رواين‪ ،‬اجتامعي او معنوي پلوه د زده کوونکو روغتیا او خوندیتوب‬ ‫● د زده کوونکو د میډیکل ریکارډ‪/‬روغتیايي تاریخچې ثبتول‬ ‫● وخت په وخت د زده کوونکو د روغتیا څارنه او پالنه‬ ‫● زده کوونکو ته د روغتیا ساتنې اړوند پوهاوی ورکول‬ ‫● د اړتیا پر مهال الزمې بېړنۍ مرستې‬

‫د ماشومانو لپاره په لوبيزو توکو سمبال د وړکتون او چمتوايل ټولګي‬

‫● د ځان‪ ،‬چاپېریال‪ ،‬خپلویو او ښوونځي پېژندل‬

‫● د قلم نیول او کارول‪ ،‬لومړنۍ دیني زده کړې‪ ،‬له حروفو او اعدادو رسه اشنايي‬ ‫● ترانې‪ ،‬کیسې زده کول او ویل‪ ،‬متثیل او نور فزیکي فعالیتونه‬ ‫● اخالقي او روزنیز بدلون او ګڼ نور فعالیتونه‬

‫کمپیوټر لیب‬ ‫● پرمختليل کمپیوټرونه‬ ‫● د مسلکي ښوونکو له خوا د کمپیوټر پروګرامونو زده کړه‬ ‫● د کمپیوټر ټکنالوجي په مرسته د ښوونې او روزنې د کیفیت او معیار لوړ ساتل‬ ‫● د زده کوونکو د زده کړې ځواک پياوړی کول‬ ‫● په علمي فعالیتونو کې د ډله ییزې همکارۍ روحیه پیاوړې کول‬


‫آسانتیاوې‬ ‫د ماشوم ادبياتو کتابونه‬

‫● د ښوونې او روزنې تر څنګ د ماشوم ادبیاتو د ودې او پراختیا هڅې‬ ‫● د هېواد په کچه ماشومانو ته د غوره کتابونه چاپول‬ ‫● د ماشوم ادبیاتو کتابونو له الرې ماشومان ساملې بوختیا او مطالعې ته هڅول‬ ‫● ماشومانو ته روحیه او انګېزه ورکول‬

‫کتابتون‬

‫● د اکاډمي د یوه مهم بنسټ په توګه د تعلیمي برنامو پیاوړتیا‬ ‫● د زده کوونکو د پوهې د کچې پراختیا‬ ‫● په زده کوونکو کې د مطالعې فرهنګ عامول‬ ‫● د کتاب لوستلو‪ ،‬مقالو او خاطرو لیکلو‪ ،‬څېړنو او ریرسچ سیالۍ‬

‫ناکامورا د لوبو ميدان‬

‫● د زده کوونکو بدين روزنه‬

‫د فرهنګي وړتياوو لوړولو په موخه د هرن خونه‬ ‫● د زده کوونکو فرهنګي وړتیاوې لوړول‬ ‫● د بېالبېلو هرنونو په وسیله زده کړه‬ ‫● د زده کوونکو کړه وړه اصالح کول او د زده کړې اړوند ستونزې حلول‬ ‫● په زده کوونکو کې تخلیقي ځواک پياوړل کول‬

‫بريا مياشتنۍ ديوايل مجله‬

‫● د زده کوونکو له خوا لیکنې‪ ،‬شعرونه‪ ،‬رسمونه او نور مطالب چمتو کول او خپرول‬ ‫● د زده کوونکو د استعدادونو روزل او ځلول‬ ‫● په زده کوونکو کې د لیکوالۍ هرن وده او پراختیا‬ ‫● د زده کوونکو د ذهنیتونو روښانه کول او مطالعې ته هڅول‬ ‫● د زده کوونکو شخصیت جوړونه او هغوی ته د غوره ژوند الرې چارې ښودل‬

‫ټرانسپورټ‬

‫● د زده کوونکو د رسولو او را رسولو لپاره د ټرانسپورټ ځانګړى انتظام‬

‫● د بېالبېلو لوبو اسانتیاوې او ټورمننټونه‬

‫● مسلکي چلوونکي‬

‫● د ورزش له الرې د زده کوونکو د روغتیا‪ ،‬شخصیتي‪ ،‬اخالقي او ټولنیزو اړخونو وده‬

‫● کورنیو ته په آرامه او هوسا زړه ددوې د ماشومانو تګ راتګ‬


‫د بنسټ اېښودونکي پیغام‬ ‫له ډېرې تاندې ځوانۍ مې دا هیله وه‪ ،‬چې د ګران وطن بچيان په معیاري ښوونځیو کې زده کړې وکړي‪ .‬په هغسې ستنډرډ او معیار برابر ښوونځي چې په نړۍ کې د رسوې له مخې په لوړو‬ ‫درجو کې شمېرل کېږي‪.‬‬ ‫دا هدف لوړ او پاک دی‪ ،‬رسېدل ورته سخت دي خو ناشوين نه دي‪ .‬دغسې یوه پاک هدف ته رسېدل د کلک هوډ او سخت کار تر څنګ ډک الس ته اړتيا لري‪ .‬که څه هم زموږ الس خايل‬ ‫و خو هوډ مو وسپنیز و او ډېر کار مو وکړ‪ ،‬ځکه نو دغه کار لږ وخت واخیست‪ ،‬چې باالخره مو همدې موخې ته د رسېدو لپاره په ‪ ۲۰۱۱‬کال کې د ویسا اکاډمي بنسټ کېښود‪ .‬د وطن په‬ ‫سختو رشایطو کې ښوونځي جوړول او بيا هغه د معیار لوړې پوړۍ ته رسول خورا نه ستړې کېدونکو هڅو او زيار ته اړتيا لري‪.‬‬ ‫موږ په هېواد کې د نافذه قوانينو له مخې ګام پر ګام مخکې الړو‪ ،‬وړکتون‪ ،‬لومړنی ښوونځی‪ ،‬منځنی او اوس لېسه‪ .‬منزل ته د رسېدو په دې مزل کې د ویسا اکاډمي هدف خپل هر زده‬ ‫کوونکي ته په معیاري ډول د زده کړو برابرول دي‪ .‬د شکر ځای دی چې په دې لړ کې مو قدمونه استوار دي او مخ پر وړاندې روان یوو‪.‬‬ ‫ویسا اکاډمي به په پوره معنی د تعليم او تربيې یو بنسټ وي‪ .‬په دې لړ کې له نوښتونو کار اخيل‪ ،‬د نړۍ د تعليم او تربيې له اصولو ګټه اخيل او هغه د خپلې ټولنې لپاره له وخت او‬ ‫چاپېریال رسه سم چمتو کوي‪ .‬د دې لړۍ لومړی ګام مو د افغانستان لپاره د اکسفورډ نصاب و‪ .‬وياړو چې د افغانستان لپاره مو د اکسفورډ نصاب چې د نړۍ يو له پرمختللو او معياري‬ ‫نصابونو څخه دی ډيزاين‪ ،‬ايډيټ او چاپ کړ چې له نېکه مرغه د افغانستان د پوهنې وزارت لخوا هم تایيد شو‪.‬‬ ‫ويسا اکاډمي د غوره تعليمي او تربيتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو او کارونو ته ادامه ورکوي او وخت پر وخت به خپلې الس ته راوړنې او پرمختګونه له ګرانو هېوادوالو رسه‬ ‫رشیکوي‪.‬‬ ‫اړينه ده چې د پرمختګ په دې لړۍ کې له زده کوونکو‪ ،‬د دوی له کورنيو‪ ،‬ښوونکو او د هېواد په ګوټ ګوټ او له هېواده بهر د ويسا اکادمي د خیرغوښتونکو څخه نړۍ مننه کوم‪.‬‬ ‫همدارنګه په هېواد او له هېواده بهر د هغو افغان عاملانو‪ ،‬روشنفکرانو‪ ،‬د معارف د برخې کارپوهانو‪ ،‬ليکواالنو او شاعرانو هم ځانګړې مننه کوم چې له اکاډمي رسه په يو نه يو ډول‬ ‫همکار پاتې شوي او خپلې مشورې او تجربې يې رارسه رشيکې کړي دي‪.‬‬

‫غوث الدین فروتن‬ ‫بنسټ اېښودونکی‬


‫د مدير پیغام‬ ‫ویاړم چې د یوه معیاري ښوونځي د سمبالولو چارې راسپارل شوي دي‪ .‬خوشاله کېږم چې د مرفه افغانستان لپاره کار کوم او زیار باسم‪.‬‬ ‫موږ په ویسا اکاډمي کې د وخت له غوښتنو رسه سم په ښوونه او روزنه ګډ کار کوو‪ .‬په ښوونه او روزنه کې د هغو مېتودونو او تګالرو په لټه کې يو او کاروو يې‪ ،‬چې د نړۍ د‬ ‫پيداګوژۍ د اصولو له مخې يې غوره نتیجه ورکړې ده‪ .‬ویسا اکاډمي باور لري چې بدين روزنې په ښوونه او روزنه کې خورا ښه نتیجه ورکړې ده‪ ،‬د همدې لپاره مو د ناکامورا لوبغالی جوړ‬ ‫کړ چې د بدين روزنې ښوونکي په ښه توګه وکړای يش تدریس او مترین وکړي‪.‬‬ ‫ویسا اکاډمي د تدریس (ښوونې او روزنې) د ښو نتایجو لپاره له والدینو رسه په منظم ډول کار کوي‪ .‬د دې لپاره يې د ورځنیو او اوونيو اړيکو تر څنګ د والدینو کمېټه جوړه کړې‪ ،‬چې‬ ‫وکړای يش خپل نظرونه له ادارې او ښوونکو رسه رشیک کړي‪ .‬ویسا اکادمي ښه کتابتون لري او د ال بډاينې لپاره به يې نور کوښښ وکړم‪ .‬کتابتون له زده کوونکو رسه د څېړنو او تحقیق‬ ‫په برخه کې مرسته کوي او معلومات يې غني کوي‪ .‬د کتابتون ال سرتولو او غني کولو لپاره به هېڅکله د ستړيا احساس و نه کړم‪ .‬زه هغه وخت د ارام احساس کوم چې د کتابتون په‬ ‫بډاينه کې مې لږ پرمختګ هم کړی وي‪ .‬د ويسا اکاډمي مجهز البراتوار زده کوونکو ته د نظري او عميل زده کړو تر څنګ د مشاهدو او ګڼو تجربو د تررسه کولو زمينه برابره کړې ده‪ .‬د‬ ‫ټيکنالوژي او مېډیا خونه يې هم د یادونې وړ ده‪ ،‬چې په کمپیوټرونو سمبال ده‪ .‬دغه خونه له زده کوونکو رسه مرسته کوي‪ ،‬چې د ټېکنالوژۍ د زده کړې پر مهال مشق او مترين وکړي‪.‬‬ ‫زه به د ویسا اکاډمي له مرشتابه رسه په ګډه کار وکړم‪ ،‬چې څنګه وکړای شو دغه برخه نوره هم شتمنه وکړو‪.‬‬ ‫ویسا اکاډمي غوره ښوونکي ګوماريل او د تدریس د ال ښه وايل لپاره ښوونکو ته وخت پر وخت سیمینارونه او ورکشاپونه جوړوي‪ .‬ویسا اکاډمي د ټولنیزو رسنیو له الرې بېالبېل‬ ‫پيغامونه خپروي او له والدینو‪ ،‬کورنيو او د ټولنې له ټولو وګړو رسه په اړيکه کې ده‪ .‬ویسااکاډمي وخت پر وخت د زده کوونکو تر منځ بېالبېلې سيالۍ جوړوي‪ ،‬چې د زده کړو تر څنګ‬ ‫رسګرمي او بوختيا هم ده‪ .‬ويسا اکاډمي له وړکتونه بيا تر لېسې پورې ګام پر ګام له زده کوونکو رسه د روښانه راتلونکي په لوري مزل کوي‪ .‬په دې لړ کې د لېسې زده کوونکو لپاره چې له‬ ‫لېسې فارغېدونکي دي او د زده کړو بل پړاو ته داخلېږي‪ ،‬وخت پر وخت بېالبېلې تقويتي ازموينې برابروي‪ ،‬چې د کانکور ازموينو ته چمتو يش‪ .‬موږ زده کوونکو ته غوره تدرييس او ارام‬ ‫چاپېريال برابر کړی دی‪ .‬له زده کوونکو رسه د بېالبېلو سيمينارونو او ورکشاپونو له الرې کار کوو تر څو د پوهنتون درسونو ته په ښه توګه اماده يش او د نړيوالو سکالرشيپونو په تر‬ ‫السه کولو کې وررسه مرسته کړي‪.‬‬ ‫د ويسا اکاډمي له بنسټ اېښودونکي هم مننه کوم چې د مالتړ تر څنګ تل الرښوونه کوي او ډېره عالقه لري چې زده کوونکو ته د معياري زده کړو په برخه کې نور سهولتونه هم رامنځ ته‬ ‫او د اکاډمي ټولې چاري په مسلکي او معياري ډول تر رسه يش‪ .‬له شک پرته که د ده الرښوونې‪ ،‬مالتړ او هڅونه نه وای نو نن به ویسا اکاډمي پر اوسني دريځ نه وای‪ .‬پر ځای بومل‪ ،‬چې‬ ‫د زده کوونکو‪ ،‬د دوی له کورنیو‪ ،‬ښوونکو او په ټوله کې د ویسا اکاډمي له کارکوونکو مننه وکړم‪ ،‬چې په ګډه له ما رسه د دغه درانه کار مسوولیت مني او چارې پر مخ وړي‪.‬‬

‫خیر الله نېکمل‬ ‫مدیر‬



‫معیاري زده کړې‬

‫له لوړ کیفیت رسه‬



‫شالید او تاریخ‬



‫شالید او تاریخ‬

‫ښــوونه او روزنــه د يــوه ملــت د پايښــت بنســټ دى‪ .‬معيــاري خصــويص ښــوونځي د افغــان ښــوونيز بهــر د يوويشــتمې پېــړۍ‪ ،‬د لومــړۍ لســيزې نــوې زېږېدلــې برخــه ده چــې د افغــاين‬ ‫ښــوونې او روزنــې پــه غوړېــدا او پراختيــا کــې يــې نــه هېرېدونکــې ونــډه اخيســتې ده‪ .‬ويســا اکاډمــي د نــوي نســل پــه ســامله روزنــه کــې مخکــښ رول لوبــوي او لــه دې الرې د ســولې‪،‬‬

‫ثبــات‪ ،‬مــي يــووايل‪ ،‬پرمختــګ او فرهنــګ پــه پراختیــا کــې پــوره ونــډه اخــي‪.‬‬ ‫اټــكل دا كېــده چــې پــه ســوېل لويديــزه حــوزه كــې بــه د تعليــم او تربيــې پــر وړانــدې پرتــې ســتونزې هــوارې يش او د دې ســيمې ټــول اوســېدونکي بــه د عدالــت او مســاوات لــه مخــې‬ ‫معيــاري زده كــړو تــه الرسىس ولــري خــو لــه بــده مرغــه پــه دې برخــه كــې اټــكل ســم و نــه خــوت‪ .‬كــه څــه هــم د افغانســتان اســامي جمهوريــت پــه دې لــړ كــې پرلــه پســې هڅــې كــوي خــو‬ ‫هــر څــه بايــد يــوازې حكومــت تــه پــرې نــه ښــودل يش‪ .‬خلــك‪ ،‬ســوداګر‪ ،‬شــتمن او بــډاى خلــك لــه ځوانانــو او نــورو رسه پــه ګــډه پــه دې بهــر كــې ښــه كار كــوالی يش‪ ،‬كلــه چــې دوى يــو‬ ‫بــل تــه الســونه وركــړي؛ بيــا نــو هلتــه د پرمختيــا پــر لــوري ځغاســته چټكتيــا مومــي او ټولنــه د ســوكالۍ او سمســورتيا هــدف تــه رســېداى يش‪.‬‬



‫ولې ويسا اکاډمي؟‬



‫ولې ويسا اکاډمي؟‬ ‫د ښوونې او روزنې په برخه کې پورته يادو شويو ستونزو ته د حل الرو د موندنې او د دې واليت ماشومانو ته د معياري زده کړو د برابرولو په موخه په (‪ )۲۰۱۱‬کال کې د ویسا‬ ‫اکاډمي بنسټ کېښودل شو‪ .‬د ويسا اکاډمي بنسټیزه موخه د يوه ارمان له مخې د نوي عرص له غوښتنو رسه سم زموږ د نوي نسل باسواده کول دي‪.‬‬ ‫اکاډمي ساینيس البراتور‪ ،‬کمپیوټر لیب او کتابتون لري چې د مطالعې‪ ،‬مشاهدې او تجربو اړوند ټولې اسانتياوې په کې په پام کې نیول شوي دي‪.‬‬ ‫په اکاډمي کې عامه نظافت (‪ )Hygiene‬ته ډېره پاملرنه کېږي او د زده کوونکو د روغتیا پالنې په موخه کلینک او روغتیال پال لري‪.‬‬ ‫اکاډمي د زده کوونکو د ال ښې ودې په موخه وخت په وخت بېالبېلې غونډې‪ ،‬مناظرې او ذهني سيالۍ جوړوي چې د زده کوونکو والدين هم ورته راغوښتل کېږي څو هغوی د‬ ‫خپلو اوالدونو استعدادونه په خپلو سرتګو مشاهده او د ادارې پر وړتياوو او فعاليتونو باوري يش‪.‬‬ ‫د ښوونې او روزنې تر څنګ د ماشومانو د سپورټ برخې ته ډېره پاملرنه کېږي‪ ،‬د دې کار لپاره اکاډمي د ناکامورا په نوم د لوبو میدان جوړ کړی دی‪.‬‬



‫یو ښوونځی د یوه وزارت په پرتله د خلکو‬ ‫په ژوند کې سرت او د ویاړه ډک اغېز لري‪.‬‬



‫موخې او ځانګړنې‬ ‫●‬

‫د زده کوونکيو ټولنيز اخالق جوړول‬

‫●‬

‫د زده کوونکيو لپاره د زده کړې ښه چاپېريال‬

‫●‬

‫د ښوونې او روزنې په نړيوالو علمي او پرمختللو مېتودونو د ښوونکو روزل‬

‫●‬

‫په ټوله نړۍ کې د ګران افغانستان نوم روښانه کول او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې درول‬

‫●‬

‫په پايله کې ټولنې ته د خدمت په موخه په اسالمي‪ ،‬ميل او علمي روحيه روزل شوي اشخاص وړاندې کول‬

‫●‬

‫ماشومانو ته د نوي عرص له غوښتنو رسه سم په اسالمي او عرصي معيارونو (‪ )High Standard Quality Education‬برابرې زده کړې ورکول‬



‫د مجربو ښوونکیو لخوا‬ ‫ښوونه او رورنه‬



‫جوړښت او بڼه‬ ‫اکاډمي په پيل کې ابتدائيه (‪ )Primary‬وه‪ ،‬وروسته منځنۍ (‪ )Middle‬او د (‪ )۹‬کلونو په تېرېدو رسه یې د عايل لېسې (‪ )High School‬بڼه خپله کړه‪.‬‬ ‫ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ميل نصاب تر څنګ د اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي‪.‬‬ ‫ویسا اکاډمي د زده کوونکو د معياري زده کړو په موخه مسلکي ښوونکي په دندو ګوماريل دي‪.‬‬ ‫ویسا اکاډمي د کمپيوټر او ساينيس مضامينو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده‪.‬‬ ‫اکاډمي ساینيس البراتور‪ ،‬کمپیوټر لیب او کتابتون لري چې د مطالعې‪ ،‬مشاهدې او تجربو اړوند ټولې اسانتياوې په کې په پام کې نیول شوي دي‪.‬‬





‫فيس او ټرانسپورټ‬

‫له زده کوونکيو د ټولګيو په تناسب مناسبه اندازه مياشتنى فيس اخيستل کېږي‪.‬‬ ‫ځانګړو ماشومانو (‪ ،)Special Children‬ناوسه او یتیمو زده کوونکو ته د فيس او ټرانسپورټ په برخه کې خاص مراعت په پام کې نيول شوى دى‪.‬‬

‫اکاډمي د زده کوونکیو د رسولو او را رسولو لپاره د ټرانسپورټ ځانګړى انتظام لري‪.‬‬



‫ښوونځی دې وي ودان‬

‫ښوونځی د علم کور‬

‫ځای د علم او عرفان‬

‫ښوونځي کې د ژوند شور‬

‫مونږه کړې ده تابیا‬ ‫چې مو جوړ يش دین دنیا‬

‫شاګردان دي بلبالن‬ ‫هر کتاب وایي روان‬ ‫ښوونځی د ګلو باغ‬ ‫هر استاد مو دی څراغ‬

‫علم الر د پیغمرب‬ ‫فرض په ښځه او په نر‬

‫خود به یو خوشحال خندان‬ ‫ښوونځي ته یو روان‬



‫ساینس او ټکنالوجي‬

‫ساینس او ټکنالوجي د ټولنې د پرمختګ بنسټیز فکټور دی‪ ،‬په هغو هېوادونو کې چې دې برخې ته پام شوی‪ ،‬تل د اوږد مهاله او نه درېدونکي پرمختګ شاهدان دي‪.‬‬ ‫زموږ د هېواد د بنسټيزې ودې او پرمختیا په موخه د ساینس رواجول او د ټولنیز ارزښت په بڼه منل مهمه چاره ده‪.‬‬ ‫دې مهمې اړتیا ته په کتو ویسا اکاډمي د ساینس او ټکنالوجي پر بنسټیزې زده کړې ډېر مترکز کړی دی او په دې برخه کې یې زده کوونکو ته د ساینيس البراتوار او کمپیوټر لیب‬ ‫اسانتیاوې برابرې کړي دي‪.‬‬

‫د ساینس او ټکنالوجي ټولګي په عرصي تخنیکي وسایلو سمبال دي چې زده کوونکي په کې د مطالعې‪ ،‬مشاهدې او تجربې پر بنسټ نظري او عميل زده کړې کوي‪.‬‬


‫د نن ورځې ساینس‬

‫د سبا ورځې ټکنالوجي ده‬




‫روغتیا‬

‫د ویسا اکاډمي اداره د زده کوونکو روغتیا ته پاملرنه او د هغوی خوندیتوب خپل مسوولیت ګڼي او په همدې موخه یې په اکاډمي کې د کلینک او ډاکټر اسانتیا برابره کړې ده‪.‬‬ ‫د ویسا اکاډمي ډاکټر د زده کوونکو د روغتیا پالنې تر څنګ هغوی ته د روغتیا او نظافت ساتلو اړوند پوهاوی هم ورکوي‪.‬‬ ‫د ویسا اکاډمي د زده کوونکو د روغتیا پالنې څانګې د زده کوونکو «میډیکل ریکارډ» ثبت کړی چې له مخې یې د زده کوونکو روغتیايي ستونزې تشخیصوي او د حل لپاره یې اقدام‬ ‫کوي‪ ،‬که ستونزه جدي وي نو د هواري په موخه د زده کوونکي له کورنۍ رسه اړیکه نیول کېږي‪.‬‬ ‫د ویسا اکاډمي اداره غواړي په خپل دغه بې ساري ګام رسه د زده کوونکو د ښې او معیاري زده کړې په موخه د هغوی روغتیا پالنې ته هم پام وکړي‪.‬‬



‫موږ په ویسا اکاډمي کې تل هڅه کوو چې زده کوونکو ته‬ ‫له هرې ممکنې الرې د زده کړو اسانتیا برابره کړو‪.‬‬



‫کتابتون‬

‫ویسا اکاډمي مجهز کتابتون لري څو په زده کوونکو کې د مطالعې دود ژوندی کړي‪.‬‬ ‫په کتابتون کې دیني‪ ،‬علمي‪ ،‬ساینيس‪ ،‬تعلیمي‪ ،‬معلومايت‪ ،‬اديب‪ ،‬فرهنګي او تاریخي کتابونه شته چې زده کوونکي په بېالبېلو وختونو کې ورڅخه د خپلې علمي سویې لوړولو او ال‬ ‫ډېرو معلوماتو تر السه کولو په موخه ګټه اخيل‪.‬‬





‫لوبې‬ ‫لوبې ماشومانو ته په ټولنیز ژوند کې ډسپلین او اخالقي اصول ور زده کوي‪.‬‬ ‫لوبې ماشومانو ته له خپلو همزولو رسه د ښو او ساملو اړیکو ساتل ور زده کوي‪.‬‬ ‫لوبې او تفریح د ماشومانو د حواسو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او د هغوی د زده کړې وړتیاوې لوړوي‪.‬‬ ‫لوبې د ماشومانو د پنځه ګونو حواسو په پیاوړتیا کې مرسته کوي‪ ،‬څومره چې دا حسونه پیاوړي کېږي هومره د ماشومانو د پوهاوي او زده کړې وړتیاوې ډېرېږي‪.‬‬ ‫په همدې بنسټ د ویسا اکاډمي ادارې «ناکامورا د لوبو میدان» جوړ کړی څو زده کوونکي د سپورټ په ساعتونو کې بېالبېلې لوبې وکړي او غوره زده کړې ته چمتو يش‪.‬‬



‫لوبې د درس او خوراک هومره‬ ‫مهمې دي‪ .‬ویسا اکاډمي د لوبو‬ ‫ځانګړی پارک لري‪.‬‬


‫مشاهدې او تجربې‬


‫البراتوار‬ ‫ویسا اکاډمي د ساینيس مضامینو د ښې زده کړې لپاره مجهز البراتوار لري‪.‬‬ ‫زده کوونکي د ساینيس مضامینو په دريس ساعتونو کې البراتوار ته ځي او هلته بېالبېلې تجربې کوي‪.‬‬ ‫په نظري او عميل بڼه تدریس له زده کوونکو رسه مرسته کوي چې د نورو تر څنګ د ساینيس مضامینو په زده کړه کې ډېر پرمختګ وکړي‪.‬‬ ‫د ويسا اکاډمي ساينيس البراتوار د کېميا‪ ،‬فزيک‪ ،‬بيالوژي او ګڼو نورو ساينيس تجربو د تر رسه کولو لپاره سهولتونه برابر کړي دي او زده کوونکي کوالی يش د يادو مضامينو‬ ‫اړوند بېالبېلې تجربې تر رسه کړي‪.‬‬





‫باکیفیته زده کړې‬ ‫ويسا اکاډمي په کندهار کې لومړنۍ ښوونيزه اداره ده چې ماشومانو ته د ميل نصاب تر څنګ اکسفورډ نړیوال نصاب تدريسوي‪.‬‬ ‫ویسا اکاډمي د زده کوونکو د معياري زده کړو په موخه مسلکي ښوونکي په دندو ګوماريل دي‪ ،‬د کمپيوټر او ساينيس مضامينو زده کړو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده‪.‬‬ ‫اکاډمي ساینيس البراتور‪ ،‬کمپیوټر لیب او کتابتون لري چې د مطالعې‪ ،‬مشاهدې او تجربو اړوند ټولې اسانتياوې په کې په پام کې نیول شوي دي‪.‬‬










©WESA Academy, All rights reserved, no portion of this publication may be reproduced or transmitted in any form or by any means, without the express written permission of WESA Academy.Characters, pictures, places, messages, slogans, symbols, etc featured in this prospectus either are the product of the WESA Academy.


Issuu converts static files into: digital portfolios, online yearbooks, online catalogs, digital photo albums and more. Sign up and create your flipbook.