د کرونکي مثال متی ۲۳-۱:۱۳ ۱.په هماغه ورځ عیسی له کوره ووت او د سمندر په غاړه کښېناست ۲.او ډېر خلک ورته راټول شول ،تر دې چې هغه په کشتۍ کې سپور شو او کښېناست او ټوله ګڼه په غاړه ولړه وه ۳.او هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې ډېر څۀ ووئیل ” ،وګورئ ،يو کروندے د کرلو دپاره لړو ۴.او کله چې هغه وکرلو ،نو ځینې تخمونه د لرې په غاړه ولوېدل او ِرغان راغلل او هغه يې وخوړل ۵.څۀ په کاڼیزو زِکو ولوېدل ،چرته چې ډېره خاوره نۀ وه ،او هغه سمدستى راټوکېدل ،ځکه چې د خاورې ژوروالے يې نۀ وو ۶.کله چې لمر راښکاره شو ،نو هغه وسوځېدل او ځکه چې ريښې يې نه درلودې ،وچ شول ۷.او ځینې يې د اغزو په ِینځ کې ولوېدل ،او اغزي راټوکېدل او هغه يې بند کړل ۸.خو نور په ښې ځمکې کې ولوېدل او ِېوه يې ورکړه ،ځینو سل چنده ،ځینو شپیته چنده او ځینو دېرش چنده ۹.څوک چې غوږونه لري ،هغه دې واوري بیا شاګردان راغلل او ورته يې وويل :ولې ته د هغوی سره په ِثالونو کې خبرې کوې؟ ۱۰ هغه ځواب ورکړ او ورته يې وويل :ځکه چې تاسو ته د آسمان د سلطنت د رازونو د پوهیدو لپاره ورکړل شوی ،خو هغوی ۱۱ .ته نه دی ورکړل شوی ۱۲ځکه چې هر څوک چې لري ،هغه ته به ورکړل شي او هغه به ډېر شي :خو هر څوک چې نه لري ،له هغه څخه به هغه څه .هم واخیستل شي چې هغه لري له همدې اِله زه هغوی ته په ِثالونو کې خبرې کوم ،ځکه چې هغوی ګوري خو نه ويني ،او اوري خو نه اوري او نه ۱۳ .پوهیږي ۱۴او په هغوی کې د اشعیا نبوت پوره شو ،چې وايي :تاسو به په اورېدو سره واورئ ،خو پوه به نه شئ ،او په لیدلو سره به .ووينئ ،خو پوه به نه شئ ۱۵ځکه چې د دې خلکو زړونه سخت شوي دي ،غوږونه يې بې غږه شوي دي او سترګې يې پټې شوې دي ،ترڅو چې هیڅکله .هم په خپلو سترګو ونه ګوري ،غوږونه يې واوري ،په زړه کې يې درک کړي او راوګرځي ،او زه يې روغ کړم ۱۶.خو ستاسو سترګې بختورې دي ځکه چې ويني :او ستاسو غوږونه بختور دي ځکه چې اوري ۱۷،ځکه چې زه تاسو ته رښتیا وايم چې ډېرو پیغمبرانو او نېکانو غوښتل چې هغه څه وويني چې تاسو يې ګورئ ،خو ونه لیدل .او هغه څه واوري چې تاسو يې اورئ ،خو ونه اوريدل ۱۸.نو د کرونکي ِثال واورئ ۱۹کله چې څوک د بادشاهۍ کلم واوري او پرې پوه نشي ،نو هغه بدکار راځي او هغه څه چې په زړه کې کرل شوي وي هغه .ترې اخلي .دا هغه څوک دی چې د لرې په غاړه تخم کرلی دی
1