Page 1


‫پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د‬

‫‪2‬‬

‫پښتو‬ ‫د پسماندګۍ وجوهات او د پرمختګ لر‬ ‫)د مورنيو ژبو د نړېوالې ورځې په مناسبت په ‪21‬‬ ‫فبروري ‪ 2012‬په نشترهال کښې د ويل شويو مقالو مجموعه(‬

‫ټولوونکے‪:‬‬

‫ايــاز مندوخېل‬ ‫خپرونکے‪:‬‬ ‫شفيق ګيګياڼې‬

‫‪2‬‬


‫پـــوهه‬

‫پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د‬

‫فاونډېشن‬ ‫‪www.poha.pk‬‬

‫‪3‬‬


‫ټول حقونه پوهه فاونډېشن سره محفوظ دي‬

‫د کتاب نوم‪:‬‬

‫پښتو‪ ،‬د پسماندګۍ وجوهات او د ترقۍ لر‬

‫راټولوونکے‪:‬‬

‫اياز مندوخېل‬

‫خپروونکے‪:‬‬

‫شفيق ګګياڼې ‪9216118-0333‬‬

‫بيه‪:‬‬

‫‪ ٨٠‬روپۍ‬

‫د ميلوېدو درک‪:‬‬ ‫‪www.poha.pk‬‬


‫فهرست‬ ‫ليکوال‬

‫مخ‬

‫لنډې خبرې )اياز مندوخېل(‬

‫‪1‬‬

‫اياز مندوخېل‬

‫‪٥‬‬

‫همېش خليل‬

‫‪٢٠‬‬

‫ډاکټر راج ولي شاه خټک‬

‫‪٣١‬‬

‫ډاکټر فضل رحيم مروت‬

‫‪٣٦‬‬

‫حبيب ا رفيع‬

‫‪٥١‬‬

‫مختيار يوسفزے‬

‫‪٦٠‬‬

‫رحمت شاه ساېل‬

‫‪٦٧‬‬

‫سعدا جان برق‬

‫‪٧٦‬‬

‫اکبر سيال‬

‫‪٧٩‬‬

‫ميا افتخار حسين‬

‫‪٨٤‬‬


‫لــنډې خبرې‬ ‫د مورنيو ژبو د نړېوالې ورځې په موقع سږ کال په ‪ ٢١‬فبرورۍ‬ ‫‪٢٠١٢‬ع د پوهه فاونډېشن او کلچر ډايرېکټريټ خيبر پښتونخوا‬ ‫له طرفه په نشترهال پېښور کښې يوه درنه غونډه وشوه‪ .‬په‬ ‫دغه غونډه کښې د پاکستان او افغانستان نه پښتو پوهانو او‬ ‫ليکوالنو ګډون وکړ‪ .‬په دغه غونډه کښې په دغه څلورو‬ ‫موضوعاتو ويناوې وشوې‪:‬‬ ‫‪ _١‬لغت پوهه‬ ‫‪ _٢‬ليک دود‬ ‫‪ _٣‬د پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د ودې سرکاري او‬ ‫اولسي هڅې‬ ‫‪ _٤‬د پښتو ښوونې سرکاري او اولسي هڅې )نن او پرون(‬ ‫په دغه غونډه کښې د خيبر پښتونخوا د ثقافت د څانګې مشر‬ ‫ميا افتخار حسين هم کوربه وو او هم مشر مېلمه وو‪ .‬دا غونډه او‬ ‫ددې د فيصلو چاپ کول د ګران مشر ميا افتخار حسين په ذاتي‬ ‫کوششونو سره ممکن شوه‪ .‬ددې غونډې ددې موضوعاتو يعنې‬ ‫لغت پوهه او ليک دود باندې له ويناوو پس د ورکشاپ په شکل‬ ‫کښې غونډه وشوه‪ .‬د پښتو د سوچه لغاتو د خوندي کولو او‬


‫کارولو خبرې وشوې او د نويو‪ ،‬پرديو لفظونو په بې ځايه استعمال‬ ‫خبرې وشوې‪.‬‬ ‫ګډون والو د پښتنې سيمو خپلو سوچه پښتو تورو د‬ ‫راټولولو ژمنه وکړه‪ .‬د ليک دود په مسئله هم خبرې وشوې‪ .‬ما د‬ ‫نستعليق او رومن رسم الخط د راېج کولو په ضرورت او اهميت‬ ‫خبره وکړه او د موجوده د باړه ګلۍ د فيصلو د نيمګړتياوو او د‬ ‫بدلولو د تجويز ذکر مې وکړو‪ .‬د ورکشاپ په ګډون کوونکو کښې‬ ‫ځينې کسانو راسره اتفاق ونۀ کړو او د ليک دود په مسئله يوې‬ ‫فيصلې ته ونۀ رسېدو او د باړه ګلۍ فيصلې جاري ساتل او منل‬ ‫غوره وګڼل شول‪.‬‬ ‫د غونډې په سر کښې ما د پوهه فاونډېشن تعارف او مقصد‬ ‫بيان کړو او ددغې غونډې د موضوعاتو ترتيب او د وينا کوونکيو کار‬ ‫ښوولو لنډ تفصيل بيان کړو‪.‬‬ ‫په دغه غونډه کښې له ما پس همېش خليل صاحب‪ ،‬راج‬ ‫ولي شاه خټک صاحب‪ ،‬فضل رحيم مروت صاحب‪ ،‬يار محمد‬ ‫مغموم صاحب‪ ،‬حبيب ا رفيع صاحب‪ ،‬مختار يوسفزي صاحب‪،‬‬ ‫رحمت شاه سايل صاحب‪ ،‬سعدا جان برق‪ ،‬علي اکبر سيال او په‬ ‫اخره کښې مشر مېلمه ميا افتخار حسين صاحب د پښتو د‬ ‫پسماندګۍ په وجوهاتو او د ترقۍ په سرکاري او اولسي هڅو‬ ‫ويناوې وکړې‪ .‬په دغه غونډه کښې اورېدونکو هم پوره برخه‬ ‫واخيسته او خپل تجويزونه يې هم ورکړل‪ .‬د غونډې ګډون کوونکو‬


‫او پوهانو د خيبر پښتونخوا د حکومت په صوبه کښې د اول نه‬ ‫واخلې تر دوولسمه پورې پښټو لزمي مضمون ګرځولو د فيصلې‬ ‫دروند هرکلے ووايو‪ .‬پوهانو او ګډون کوونکو د پښتو د پسماندګۍ‬ ‫لويه وجه د خپلو او پرديو حکومتونو له پښټو سره د مېرنۍ مور‬ ‫سلوک باله او د ترقۍ ښه لره يې د پښتو تعليمي او دفتري ژبۀ‬ ‫ګرځول وګڼل‪.‬‬ ‫ما په خپله وينا کښې دا ژمنه کړې وه چې ددې غونډې ويناوې‬ ‫او فيصلې به تشې د خولې خبرې نۀ وي‪ ،‬دا ويناوې او فيصلې به‬ ‫چاپ کېږي او د عملي کولو او خپرولو هڅې به يې کېږي‪ .‬د وعدې‬ ‫سره سم پوهه فاونډېشن د کلچر ډايريکټريټ خيبر پښتونخوا دا‬ ‫ويناوې او فيصلې په کتابي شکل کښې ستاسو مخ ته ږدي‪ .‬هيله‬ ‫لرو چې هر پښتون به د خپل وس مطابق د خپلې مورنۍ ژبې د‬ ‫ترقۍ دپاره کار وکړي‪.‬‬

‫اياز مندوخېل‬


‫اياز مندوخېل‪:‬‬ ‫په سټېج ناستو مېلمنو او دوستانو!‬ ‫تاسو ټولو ته ښۀ راغلے وايم‪.‬‬ ‫زۀ بۀ تاسو ته د خپل تنظيم په باره کښې لږ حال درکړم‬ ‫چې دا څنګه جرګه ده ؟ څوک په کښې دي ؟ څۀ مقصد يې دے ؟‬ ‫څۀ کول غواړي؟‪.‬‬ ‫زۀ چې کله نوښار ته راغلم نو تقريبا داسې يو مياشت پس ما‬ ‫دلته خپلو کسانو ته د نوښار چې کوم ليکوالن وو ۔ سعدا جان‬ ‫برق صاحب ۔ يار محمد مغموم صاحب او ډاکټر راج ولي شاه‬ ‫خټک صاحب او نور چې کوم د نوښار خاص کر ليکوالن وو۔‬ ‫هغو سره زمونږ په کور کښې مو جرګه وکړه ‪ ،‬مشوره مو وکړه‬ ‫او هلته مو په څلورو پينځو خبرو باندې فيصله وکړه چې زمونږ په‬ ‫پښتو ‪ ،‬تاريخ ‪ ،‬ليکدود ‪ ،‬ثقافت او په آثار قديمه يا نورو سوشل‬ ‫مسايلو باندې داسې يوه څېړنه پکار ده داسې تنظيم پکار دے ‪،‬‬ ‫داسې يوه ټولنه يو انجمن پکار دے چې په هغۀ کښې له مونږ‬ ‫سره ټول ليکوالن که د افغانستان دي که د پاکستان دي چې‬ ‫زمونږ کم از کم يو داسې فورم وي چې په هغه کښې مونږ له يو‬


‫بل سره خپلې رايې او خپل علم او پوهه شريکه کړو‪ .‬تاسو ته‬ ‫معلومه ده بدقسمتي دا ده چې زمونږ پښتو او تاريخ که تاسو‬ ‫وګورئ ۔نو هغه تقريبا تقريبا له خرافاتو‪ ،‬له غېر مستندو واقعاتو‬ ‫ډک دے‪ .‬تراوسه مونږ داواضح نه کړه چې زمونږ د پښتوتاريخ ځۀ‬ ‫دے ۔ ددې څلور کروړ يا پېنځه کروړه پښتانۀ مصدقه او صحيح‬ ‫تاريخ کوم يو دے‪ .‬تراوسه پورې هغه خبرې پکښې کيږي ‪ ،‬چې‬ ‫عبدالرشيد وي بيا يې اسلم راوړے بيا يې درې زامن وو‪ ،‬ددۀ بچيان‬ ‫وو او هغه هم نۀ حواله وي‪ ،‬نۀ يې ريکارډوي ۔‬ ‫دغسې د ژبې په باره کښې کار روان دے په سرکار سطح کار‬ ‫په کښې شوے دے‪ .‬په کوټه کښې پښتو اکېډمي جوړه ده‪ ،‬دلته‬ ‫پښتو اکېډمي پښتو جوړه ده ۔ په افغانستان کښې پښتو ټولنه‬ ‫جوړه ده ۔ هغو په مختلف دورونو کښې خپل خپل کار کړے دے‪ .‬چا‬ ‫په لغاتو کار کړے دے ‪ ،‬چا په ګرامر کار کړے دے ‪ ،‬چا په ژبه کار کړے‬ ‫دے ‪ ،‬چا په تاريخ کار کړے دے ۔ خو په پرائيويټ سطح باندې يعني‬ ‫غېر سرکاري سطح باندې داسې يو اداره چې هغه په نوي اصولو‬ ‫باندې د صحيح تحقيق مطابق پښتو او پښتنو ته چې کوم‬ ‫ورپېښ مسائل دي په هغو باندې صحيح ‪ ،‬سائنټيفيک او متفقه‬ ‫کار وشي‪ .‬په افغانستان کښې مختلفې ټولنې جوړې دي ۔ تاسو‬ ‫ته به اکثرو ته معلومې وي چې په هغه کښې ډېر ښۀ کار روان‬ ‫دے ۔ يو يو کس د پوره پوره اکېډيمۍ کار کړے دے ۔ په انفرادي‬ ‫سطح باندې په کندهار کښې کار کيږي ۔ هم په کابل کښې شوے‬


‫دے‪ ،‬هم به په کوټه کښې شوے وي ۔ هم دلته په خيبر پښتونخوا‬ ‫کښې په انفرادي ډول خلکو کارونه کړي دي خو داسې يو پرائيويټ‬ ‫اداره چې په هغه کښې ليکوالن په يو ځاے وي اوصحيح تحقيق‬ ‫کوي نۀ شته ۔‬ ‫نو ددې ضرورت دپاره مونږ دوے سره مشوره وکړه او په‬ ‫نوښار کښې ټولو په ګډه دا فيصله وکړه چې داسې يو تنظيم‬ ‫په کار دے ‪ ،‬داسې يوه جرګه پکار ده چې په هغه کښې چې‬ ‫زمونږ دا کوم مسائل چې ما تاسو ته بيان کړه چې په دې ټولو‬ ‫باندې کار وشي ۔ نو هغه کښې مونږ کوشش دا کوو چې هغه‬ ‫غېر متنازعه خلک په کښې وي او غېر متنازعه کار مونږ وکړو ۔‬ ‫چې دا ټاپه پر مونږ نۀ وي چې دا فلنے ګروپ دے يا دا د فلني‬ ‫ګروپ دے يا دا د فلني مسلک دے ۔ زمونږ يو مسلک نۀ شته ۔‬ ‫زمونږ يو پير نۀ شته ‪ ،‬ادبي پير ۔ زمونږ هر هغه پښتون ممبر دے که‬ ‫پښتون نۀ وي انګرېز هم وي خو چې په پښتو کښې څوک کار‬ ‫کوي ‪ ،‬په پښتو باندې کار کوي ‪ ،‬هغه زمونږ ورور دے‪ ،‬هغه زمونږ‬ ‫ممبر دے ‪ ،‬هغه زمونږ شريک دے‪ .‬چونکه زمونږ کار روان دے پرون‬ ‫زمونږ اول پروګرام وو د خوشحال بابا د مړينې په حقله په نوښار‬ ‫کښې‪ .‬هغه به تاسو څۀ کسانو کتلے وي‪ .‬نن پروګرام چې کوم دے‬ ‫په دې کښې مونږ تاسو ته تکليف درکړے دے ۔ ډېر کسان مو‬ ‫راغوښتي دي ۔ کوشش به دا کوو چې کم از کم زمونږ دا مقالې‬ ‫لوستل يا تجاويز ورکول هغه هوايي خبره نۀ شي ۔ چې زۀ راشم‬


‫خبرې وکړم ۔ بل راشي خبرې وکړي‪ .‬نو مونږ جرګې وال په ګډه دا‬ ‫مشوره وکړه له ډېره سوچه بعد چې کم از کم څلور موضوعات‬ ‫داسې دي چي په هغو باندې کار په کار دے‬ ‫د ژبې په حواله مونږ څلور موضوعات وليکل او هغه مو له‬ ‫ټولو خلکو سره شريک کړۀ ۔ ومو لېږل ۔ په هغه کښې اول‬ ‫زمونږ چې کوم دے هغه لغت پوهه )‪ (Lexcology‬ده ۔ په دغه‬ ‫کښې په پښتو کښې کار شوے دے ۔ هغه موضوع مو خلکو ته‬ ‫ورکړې وه او چې کوم ماهرين دي يا په افغانستان کښې يا په‬ ‫بلوچستان کښې يا دلته په خيبر پښتونخوا کښې ‪ ،‬استادان او‬ ‫پوهان به رځي او خبرې به کوي‪ .‬دهغه دپاره مونږ داسې کړي دي‬ ‫چې ورکشاپونه مو جوړ کړي دي ۔ د ورکشاپ طرز مو خوښ کړے‬ ‫دے ۔ په نوره دنيا کښې خو کيږي د شروع نه ورکشاپونه کيږي ۔ خو‬ ‫زمونږ په پښتنو کښې دا لږ نوے رجحان دے‪ .‬په افغانستان کښې‬ ‫به شوي وي خو دلته کم شوي دي ۔‬ ‫ورکشاپ په دې هم ښۀ دے ۔ چې په هغه کښې که څوک په‬ ‫ليکدود باندې يا په لغاتو باندې بحث کوي يا تنقيد کوي ياخپله‬ ‫مشوره ‪،‬خپله رايې له چا سره شاملوي ۔ نو د هغه دپاره د ټولو نه‬ ‫ښه طريقه دا ده چې هغه ماهرين کسان که لس دي که شل دي‬ ‫هغه يو بل سره کښېني او خپله رايې يو بل سره شريکه کړي‪.‬‬ ‫دويم زمونږ موضوع ليکدود دے ۔ ليکدود د پښتو رسم الخط‬ ‫هغه له ډېره وخته پښتو کښې روان دے او کار په کښې شوے‬


‫دے‪ .‬د هغۀ دپاره مختلف تجاويز ورکړي دي ۔ چاپه کښې د رومن‬ ‫تجويز هم ور کړے دے ۔ د نسخ په حمايت او مخالفت کښې خبرې‬ ‫شوي دي ۔ نو مونږ دا ويل چې د ليکدود په مسئله باندې کار شوے‬ ‫دے‪ .‬په ‪ ١٩٥٢‬کښې يوه جرګه شوې ده ۔ کار په کښې شوے دے ۔‬ ‫فيصلې پکښې شوي دي خو بيا دغه عملي نۀ شوې‪ .‬داسې بيا په‬ ‫باړه ګلۍ کښې چې کومه فيصله شوې ده ۔ هغه به بيا په تفصيل‬ ‫باندې ماهرين تاسو ته خبرې کوي‪ .‬په هغه کښې تقريبا ‪ ١٣٥‬کسانو‬ ‫د ټولې پښتونخوا نه د افغانستان نه ‪،‬د بلوچستان نه او د خيبر‬ ‫پښتوخوا نه شرکت کړے وو ۔ هغو په باړه ګلۍ کښې درې ورځې‬ ‫سيمينار وکړو او خپلې فيصلې يې وکړې‪ .‬تقريبا تقريبا د ليکدود په‬ ‫حواله يې ډېره زياته اتفاق رايې جوړه کړه‪ .‬اختلف په کښې وو ۔‬ ‫خو بيا هم کم از کم يو په مخ ګام وو‪ .‬هغه د باړه ګلۍ د فيصلې‬ ‫چې کوم ليکدود وو هغه بد قسمتي دا ده چې چا هم عملي نۀ کړ‬ ‫و‪ ،‬چې هر څوک پرائيويټ رساله راوباسي نو هغه يې په خپل‬ ‫ليکدود کښې ليکي ۔ بلکې په سرکاري سطح باندې هم تقريبا‬ ‫صحيح د هغه سرپرستي ونۀ شوه‪ .‬مونږ دا ضرورت محسوس کړ‬ ‫چې کم از کم د ليکدود يوه داسې مسئله ده ۔ چې په هغه کښې‬ ‫مونږ کوشش دا وکړو چې اتفاق رايې راشي ۔ که کوم اختلفي‬ ‫مسائل پاتې شي او نۀ دا د ليکدود مسئله په يو نشست يا په يوه‬ ‫ورځ باندې يا په يو ورکشاپ باندې حل کيږي دا يو مستقل عمل دے ۔‬ ‫روان عمل دے دا به يا کال واخلي يا به دوه واخلي يا به لس‬


‫واخلي او ټولې دنيا داسې کړي دي‪ .‬عربيانو هم کړي دي ۔‬ ‫فارسيانو هم کړي دا انګرېزانو هم کړي دي ۔ چې کومه‬ ‫انګرېزي پخوا دوے ليکله په اتلس سوه کښې هغه دوے نن نۀ‬ ‫ليکي يا کومه انګرېزي چې اوس ليکي ۔ هغه به دوے پنځوس کاله‬ ‫بعد نۀ ليکي‪.‬‬ ‫د اصلحاتو او د ريفارم او د ښېګړې د ايمپرومنټ ځاے په‬ ‫کښې وي‪ .‬اول لغت پوهه او دووم ليکدود ۔ دلته چې کوم کسان‬ ‫مونږ سره راشي په هغه بۀ مونږ بېل ورکشاپ کوو او په ورکشاپ‬ ‫کښې به هلته چې کومې زړې فيصلې شوي دي ۔ کوم زوړ کار‬ ‫شوے دے ۔ يا کوم تجاويز وي نو چونکه د لغت او د ليکدود بحث‬ ‫چې کوم دے هغه په سټېج باندې دلته نۀ کيږي ۔ چې سړے چاته‬ ‫"يې" چې دا اوله "يې" ده دا دويمه "يې" ده نو هغه په مايک او‬ ‫سټېج باندې ګران دے ۔ نو د هغه دپاره دوه ورکشاپه دي ۔ يو د‬ ‫لغت چې آصف صميم به يې مشري کوي او نور ملګري به ورسره‬ ‫وي او يو د پښتو ليکدود‪ .‬هغه کښې به کسان مونږ ورسره ټول‬ ‫يو خو راج ولي شاه صاحب به يې مشري کوي او ليکي به يې‪.‬‬ ‫کتابونه خلکو ته مونږ ورکړي دي ۔ خبره ما کړې ده انفرادي چې‬ ‫کوم ماهرين دي ددغو دوو موضوعاتو د ليکدود او د لغت پوهې نو‬ ‫هر سړے خو نۀ په لغت پوهيږي او نۀ هغه سړے په ليکدود‬ ‫پوهيږي ۔ چې کوم کسان دي يالس دي يا شل دي‪ .‬هغه به بېل‬


‫ورکشاپ کوي او تقريبا د هغو دپاره مونږ خپل ټاېم ورکړے دے‬ ‫‪،‬ګهنټه دوې‪.‬‬ ‫دريمه موضوع چې کومه ده هغه د پښتو د پسماندګۍ‬ ‫وجوهات او د د ودې سرکاري او اولسي هڅې ۔ چې د پښتو د‬ ‫پسماندګۍ څۀ وجوهات دي‪ .‬دا به له خلکو سره مونږ شريک کوو‬ ‫چې د هر چا په ذهن کښې د پښتو د پسماندګۍ څۀ وجې دي ۔‬ ‫څوک به يې مذهب وجه ګڼي چې د پښتو خلف فتوې دي چې دا‬ ‫د دوزخ ژبه ده يا فارسي با نو به ايرانيانو به ويل پښتو "ګوز خر‬ ‫است" نو نن خو هغه دور نۀ دے ۔ چې پخوا که د پښتو مخالفت‬ ‫شوے د هغې حوصله شکني شوې وي نۀ به يې وي کړې نۀ به‬ ‫انګرېزانو کړے وي ۔ نۀ به پاکستان حکومت کښې شوې وي نۀ به‬ ‫په افغانستان کښې دومره چې څومره په کار ده شوے ۔ نو د‬ ‫پسماندګۍ چې کوم وجوهات دي که هغه مذهبي دي که هغه‬ ‫سرکاري دي ۔ که هغه د کاروبار دي چې پښتو د کاروبار ژبه نۀ‬ ‫ده ۔ پښتو د ملزمت ژبه نۀ ده ۔ پښتو د کميونيکېشن د رابطې‬ ‫ژبه نۀ ده ۔ نو هغه وجوهات مختلف دي‪ .‬ددې ماهرين به په دې‬ ‫باندې خبرې کوي چې د پښتو د ودې دپاره سرکاري او اولسي‬ ‫هڅې شوي دي ۔ نو هغه کښې هم مونږ موضوع سرکولېټ کړې‬ ‫ده چې کوم خلک به دلته راځي تاسو ته به خبرې کوي ۔ په تفصيل‬ ‫به درته وايي چې هغه کښې سرکاري سطح باندې کوم کار شوے‬ ‫دے‪ .‬که بيا انګرېزانو کار کړے دے ۔ که روسانو کړے دے ۔ که په‬


‫افغانستان کښې سرکاري کار شوے دے ۔ يا دلته پښتو اکېډمۍ‬ ‫کوټه ۔ پښتو اکېډمۍ پېښور يا نورې ادارې نو هغه به هم‬ ‫تاسو ته لکه په تفصيل باندې وايي چې څۀ کار شوے دے او څۀ روان‬ ‫دي‪ .‬موجوده څۀ پوزېشن دے د سرکاري او اولسي کار ۔ د پښتو‬ ‫يو ډېر لوے تعداد د کتابونو او د خدمت چې کوم شوے دے هغه د‬ ‫مذهبي کتابونو په شکل کښې دے او هغه د پير روښان د خير‬ ‫البيان نه نيولې بيا د اخون دروېزه مخزن او د رحمت بيان او فوايد‬ ‫شريعت او دا نور ټول کتابونه چې په هغو کښې پخوا پښتو وه ۔‬ ‫چې نن زمونږ په کتابونو کښې د پښتو څۀ پوزېشن دے‪ .‬آيا نن‬ ‫کتابونه په اردو کښې ډېر دي ۔ مذهبي کتابونه په پاکستان کښې‬ ‫او په افغانستان کښې په فارسي کښې ډېر دي او په پښتو‬ ‫کښې څومره مذهبي کار کيږي‪ .‬ترجمې څومره په کښې کيږي او‬ ‫د تحقيق کار څومره پکښې کيږي نو کار څومره په کښې شوے دے‬ ‫يا په کښې کيږي‪ .‬دلته مونږ سره کسان ناست دي ۔ په خپل وار به‬ ‫خبره درته وکړي ۔ په غير سرکاري سطح باندې ډېر لوے شوے دے‪.‬‬ ‫ځينو کسانو ډېر لوے کار کړے دے ۔ کتابونه يې چاپ کړي دي ۔ ريسرچ‬ ‫يې کړے دے ۔ پيسې يې لګولي دي ۔ سفر يې کړے دے ۔ شپې يې‬ ‫تېرې کړي دي ۔ انډيا ته هم تللي دي ۔ روس ته هم تللي دي ۔‬ ‫برتانيې ته هم تللي دي ۔ کوشش يې کړے دے ۔ نۀ چا پيسه ورکړې‬ ‫ده نۀ چا سپورټ ورکړے دے ۔ د پښتو تقريبا تقريباپه ګرامر کښې‬ ‫هم غير سرکاري سطح باندې د سرکاري په مقابله کښې ډېر کار‬


‫شوے دے‪ .‬دا موضوع مونږ همېش خليل صاحب له ورکړې ده‪.‬‬ ‫همېش خليل صاحب به په دې باندې خبرې کوي ۔ د خپل وخت‬ ‫مطابق ددۀ په خيال د پښتو د پسماندګۍ څۀ وجوهات دي او د‬ ‫ترقۍ دپاره کوم ګامونه اخيستل په کار دي‪ .‬دے مشر کس دے ۔‬ ‫تاسو يې ټول پېژنئ ۔ خو د يوۀ سړي سوچ د ترقۍ په باره کښې‬ ‫يو سوچ وي ۔ د هغه د پسماندګۍ په باره کښې به يو سوچ وي‪.‬‬ ‫زمونږ مقصد دا وو چې دا کوم راغلي خلک دي ۔ هغو ته دا موقع‬ ‫ميلو شي چې دا د ‪ Tv‬او د ‪ CD‬غوندې پروګرام نۀ وي چې زۀ يو‬ ‫ګهنټه خبرې وکړم ‪،‬تاسو ما واورئ او بيا لړ شئ‪ .‬هغه داسې وي‬ ‫لکه د ‪ TV‬پروګرام‪ .‬د راغلو خلکو مقصد دا نۀ دے چې خالي تش‬ ‫مونږ واوري ۔ هغو ته به مونږ هر يوۀ ته به خپله خپله موقع ورکوو‪.‬‬ ‫که يو وي که دوه وي‪ ،‬که لس وي‪ ،‬که شل وي ۔ هر سړے به خپل‬ ‫تجويز ورکوي ‪ ،‬اختلف به کوي ‪ ،‬خپله رايې به ورکوي ۔ نو هغه‬ ‫کسان چې هر څوک خبرې کول غواړي کوي به يې ۔ د پښتو د‬ ‫پسماندګۍ او ودې د سرکاري او اولسي هڅو په باره کښې د‬ ‫هر چا په ذهن کښې د پسماندګۍ يوه وجه وي ۔ د هر چا په‬ ‫ذهن کښې د ترقۍ دپاره يو لره وي ۔ نو په هغه کښې به وار په‬ ‫وار موقع درکوو ۔ هغه تجاويز به مونږ ټول ليکو او انشاء ا بيا‬ ‫چې کله مونږ د دې سيمينار او ددې ورځې روداد چاپ کوو ۔ په‬ ‫هغه کښې به دا تجاويز که د هر چا تجويز وي ‪ ،‬که هغه يو چاته‬ ‫ښۀ لګي که نۀ لګي خو چې يو سړے راغلے دے ‪ ،‬مونږ سره‬


‫ناست دے ‪ ،‬پښتون ليکوال دے ۔ د هغه په ذهن کښې يوه خبره‬ ‫ده ‪ ،‬هغه خبره به دے کوي‪ ،‬کېدے شي هغه سره ډېر خلک‬ ‫اختلف کوي ډېر به اختلف ورسره نۀ کوي‪.‬‬ ‫زمونږ څلورمه موضوع ده‪ ،‬د پښتو ښوونې سرکاري او‬ ‫اولسي هڅې نن او پرون ۔۔ مونږ فضل رحيم مروت صاحب ته دا‬ ‫موضوع ورکړې ده‪ .‬دے د ټيکسټ بک بورډ خيبر پښتونخوا‬ ‫چيرمېن دے ۔ تاسو يې ټول پېژنئ ۔ ښۀ ليکوال دے ۔ ښۀ‬ ‫تحقيق کوي ۔ او د تحقيق په اصولو پوره تحقيق کوي‪ .‬نو هغه‬ ‫چونکې تر ټولو زيات متعلقه کس دے ۔هغه به تاسو ته وايي چې‬ ‫د پښتونخوا د حکومت په حواله باندې چې څۀ فيصلې شوي دي او‬ ‫د هغو د عملي کېدل په کومه مرحله کښې دي ۔ کتابونه چاپ دي‬ ‫نۀ دي چاي ۔ نوټيفيکېشن به تاسو سره دے خبره وکړي‪ .‬د‬ ‫پرائيويټ سکولونو ‪ ،‬د سرکاري سکولونو ‪ ،‬د استادانو د ټرېننګ‬ ‫دپاره يا له هغه علوه چې نور د دوے کوم د مستقبل پلنونه دي ‪،‬‬ ‫منصوبې دي ‪ ،‬په هغه به دے ښۀ په تفصيل خبرې وکړي‪ .‬هر چاته‬ ‫حق دے چې هغه له دۀ څخه تپوس وکړي د تفصيل دپاره‪ .‬ډاکټر‬ ‫صاحب به دلته موجود وي او چې د چا په ذهن کښې څۀ سوال‬ ‫راځي ‪ ،‬هغه به خپله خبره ورسره کوي‪ .‬په هغه کښې مونږ‬ ‫کوشش دا کړے دے چې د پښتو د ښودنې ‪ Background‬يې‬ ‫راواخلي چې کومه پخوا پښتو ښودل کېده يا په مذهبي شکل‬ ‫کښې لکه د بايزيد روښان خير البيان يو د اخون دروېزه مخزن‬


‫او دا نور کتابونه ما تاسو ته ياد کړۀ‪.‬د ا نګرېزانو په راتللو چې کوم‬ ‫دوے کار کړے وو هغه که ميجر راورټي دے که بيلو دے ۔ که بل دے ‪،‬‬ ‫که بل دے ۔ هغوے ګرامرونه هم ليکلي دي ۔ بول چال يې هم ليکلے‬ ‫دے ۔ د خپل مقصد دپاره به يې فوجيانو ته ګرامرونه ليکل ۔ نو ډېر‬ ‫لوے کار شوے دے‪ .‬د هغه مختصره خاکه به بيان کړي ۔ چې د پښتو‬ ‫ټيچنګ څومره کار شوے دے ۔ چا کړے دے او چيرې يې کړے دے؟‪.‬‬ ‫هغه کښې به د بلوچستان حال وي چې د پښټو‬ ‫ټيچنګ)ښوونې( څۀ پروګرام دے ۔‬ ‫له افغانستان څخه له مونږ سره مېلمانۀ راغلي دي ۔ ناست‬ ‫دي ‪ ،‬چونکې د افغانستان مونږ ته دومره پته نۀ ده ۔ چې هلته‬ ‫سرکاري ټيچنګ په کوم کوم لېول کښې کيږي؟‪ .‬تر پينځملسمه‬ ‫کيږي ‪ ،‬تر شپاړلسمه کيږي ۔ په طب کښې کيږي ‪ ،‬په ساينس او‬ ‫نورو موضوعاتو کښې کيږي‪ .‬د افغانستان مېلمانۀ راسره دي‬ ‫هغه به په خپل وار خبرې کوي او تفصيل به ورکوي چې په‬ ‫افغانستان کښې د پښتو ښوونې سرکاري او غير سرکاري څۀ‬ ‫حال دے‪ .‬په پرايوېټ سکولونو کښې ‪ ،‬په پرائيويټ ادارو کښې ‪،‬‬ ‫په سرکاري سکولونو کښې ‪ ،‬په کالجونو کښې څۀ پوزيشن يې‬ ‫دے ‪.‬‬ ‫موقع به مونږ ټولو کسانو ته ورکوو ۔ ما هم دا خبرې کولې‬ ‫چې تاسو ته مختصر د خپلې جرګې مقصد بيان کړم ۔ زمونږ دووم‬ ‫پروګرام دغه د يوويشتمې فبرورۍ د مورنيو ژبود نړېوالې ورځې‬


‫په نامه دے ۔په کار دا ده چې مونږ يې په داسې طريقه باندې وکړو‬ ‫چې د راغليو خلکو نه مونږ فاېده واخلو ۔ نۀ هر ټايم )وخت(دا‬ ‫خلک راتلے شي او نۀ دومره موقع ملويږي چې په هغه کښې‬ ‫مونږ سره د کوټې ‪ ،‬د افغانستان او ددې پښتونخوا ټول خلک‬ ‫موجود وي او يو بل سره خپله رايه ‪ ،‬خپل معلومات شريک کړو‪.‬‬ ‫انشاء ا ښه موقع ده ۔ ټول خلک راغلي دي ۔ موجود دي چې‬ ‫پروګرام کله شروع شي او زمونږ ماهرين تاسو ته په دې څلورو‬ ‫موضوعاتو خبرې وکړي ۔ لغت پوهه ۔ ليکدود ۔ د پښتو د‬ ‫پسماندګۍ وجوهات او د ودې سرکاري او اولسي هڅې او د‬ ‫پښتو ښوونې نن پرون نو په هغه باندې به دوے تاسو ته خبرې‬ ‫کوي او مقصد زمونږ دا دے چې د راغليو خلکو نه مونږ زياته فاېده‬ ‫واخلو‪ .‬د هغو رايه ‪ ،‬د هغو نظر په کښې واخلو‪ .‬د هر سړي د‬ ‫ليکدود په باره کښې هم يو تجويز په ذهن کښې وي ۔ د هر‬ ‫سړي د پښتو د ترقۍ دپاره يو لره ‪ ،‬يو سوچ ‪ ،‬يو تجويز ‪ ،‬يو حل‬ ‫ددۀ په ذهن کښې وي ۔‬ ‫زۀ تاسوټولو ته يو ځل بيا ښۀ راغلے وايم ۔ تاسو تکليف وکړ ۔‬ ‫راغلئ او انشاء ا کوشش به دا کوو چې دې نه مونږ پوره پوره‬ ‫فايده واخلو او تاسو پوره پوره شرکت مونږ سره په کښې وکړئ‪.‬‬ ‫مونږ ټول ليکوالن او عالمان خلک راغوښتي دي نو هيله کوم‬ ‫چې ډېر پرامنه پروګرام وشي که هلته په ورکشاپ کښې وي په‬ ‫ځاے د شور ‪،‬د تنقيدونو ‪ ،‬د نارو‪ ،‬د يو د بل اعتراض او يا دغه دي‬


‫اکثره ما دا اورېدلي دي چې زمونږ ليکوالن چې کله خبره کوي‬ ‫نو هغه وايي مونږ دوے ‪ ،‬مونږ دوے ۔ په ادب کښې مونږ دوے نۀ‬ ‫شته‪ .‬زمونږ يوه پښتو ژبه ده ۔ انګرېزان چرته هم دا خبرې نۀ‬ ‫کوي ۔ پرون زمونږ يوۀ ملګري خبره وکړه چې فلني په افغانۍ‬ ‫پښتو کښې خبرې وکړې ۔ نو دا خبره څوک نۀ کوي ۔ انګرېزان‬ ‫دا نۀ وايي چې زۀ اوس تاسو ته په اميريکن انګلش کښې خبرې‬ ‫کوم ۔ يا زۀ تاسو ته اوس په برټش انګلش کښې خبرې کوم‪.‬‬ ‫انګرېزي انګرېزي ده ۔ پښتو پښتو ده‪ .‬کوټه ‪ ،‬افغانستان او‬ ‫پېښور په کښې نۀ شته‪ .‬فرق په هر چا کښې وي ۔ څوک پښتو‬ ‫څنګه وايي ‪ ،‬څوک يې څنګه وايي ۔ هغه د ماحول پيداوار دے‪ .‬د‬ ‫افغانستان پښتانۀ چې کومه پښتو وايي په هغۀ کښې د فارسي‬ ‫او عربي لفظونه زيات وي ۔ د هغو ګاونډيان فارسي بان دي ۔‬ ‫خامخا به هغه وايي‪ .‬که زمونږ ددې پښتونخوا خلک پښتو وايي ‪،‬‬ ‫اردواو انګرېزي په کښې زياته وايي ۔ نو هغه څۀ ډېره بده‬ ‫خبره نۀ ده‪ .‬په کار ده چې سړے پردي لفظونه ونۀ وايي او کوشش‬ ‫وکړي چې پښتو سوچه وايي ‪ ،‬پاکه پښتو ووايي خو چې تۀ له يو‬ ‫چا سره سل کاله ګاونډي يې او ستا سحر ماښام له هغو سره‬ ‫تګ راتګ وي نو ستا به خامخا په ژبه باندې هغه اثر کيږي ۔ نو‬ ‫کوشش به دا کوو چې تنقيدونه يا اعتراض چې زما پښتو صحيح‬ ‫ده ستا پښتو غلط ده ۔ دې له مونږ راغلي يو چې دې ته يوه لره‬ ‫راوباسو او په ښۀ پرامنه ماحول کښې‪ ،‬په سړه سينه يو بل‬


‫واورو‪ .‬هر سړے تجويز ورکوي ‪ ،‬ورکوي دې‪ .‬دلته اختلفات شته ‪،‬‬ ‫دلته مسلکونه شته ۔ دلته ګروپونه شته ۔ دلته پيران شته ۔ خو مونږ‬ ‫له دې ټولو شيانو نه آزاد يو ۔ کوشش به دا کوو چې پر امنه ‪ ،‬په‬ ‫ښه طريقه ‪ ،‬په سړه سينه په آرام دا پروګرام وکړو‪.‬‬ ‫زۀ ستاسو نور وخت نۀ اخلم ۔ دا لږ تفصيل مې په دې درکړو‬ ‫چې زمونږ د جرګې مقصد او ددې نن غونډې تفصيل چې په کوم‬ ‫وار به کوم کوم کار وي ۔ تاسو ته يو ځل بيا ښۀ راغلے وايم‪.‬ډېره‬ ‫مهرباني‪.‬‬


‫همېش خليل‪:‬‬ ‫په پښتو کښې په اکثره موضوعاتو کار شوې دے ۔‬

‫مونږ‬

‫ته پکار ده چې کوم موضوعات دي او په هغوے باندې کار نۀ دے‬ ‫شوے او هغې ته زيات اهميت ورکړو او اوليت ورکړو ۔ مثل په لغت‬ ‫باندې تر ډېره حده کار شوے دے او که نور هم پرې وشي بده‬ ‫خبره به نۀ وي‪ .‬خو څنګه وشي ‪ ،‬په کومه طريقه وشي د دې لره‬ ‫په کار ده ۔ د فيللوجي دا يو اصول هم دے چې هر نهه ميله پس‬ ‫الفاظ بدليږي او هغه ځاے کښې نوي نوي الفاظ راځي ۔ نو زما‬ ‫خيال دے هغې دپاره سوچ پکار دے‪ .‬ددې علقو دا ټکي چې کوم‬ ‫دي دغه مونږ نه ورک نۀ شي او دا هم راغونډ کړو ۔ دا زمونږ په‬ ‫ډکشنرو کښې نۀ شته‪ .‬ما کتلي دي هغه چې هغه هم په هغۀ‬ ‫کښې شامل کړي او دغه ټکي يوه ښه مستنده ډکشنري جوړه‬ ‫شي‪ .‬دا ښه خبره ده او بايد چې په دې باندې مونږ سوچ وکړو ۔‬ ‫داسې حالت پيدا کړو دغه رنګې داسې کسان مونږه پيدا کړو چې‬ ‫هغه د لغت په مکمل کېدو کښې ‪ ،‬د لغت په تکميل کښې مونږ‬ ‫سره لس وکړي‪.‬‬ ‫بله خبره هغوے د ليکدود متعلق کړې وه ۔ د ليکدود متعلق دا‬ ‫خبره ده چې شوي دي په دې باندې هم سيمينارونه شوي دي خو‬ ‫په باړه ګلۍ کښې چې کوم سيمينار شوے وو هغه د اطمېنان وړ‬ ‫وو ۔ د نوي رسم الخط يا د نوي ليکدود دپاره کوم ټکي دي په‬


‫هغې هم ځان پوهول په کار دي د ليکدود متعلق بيا داسې ځينې‬ ‫خلک دي چې زما خيال دے چې داسې دوه درې کسان دي چې‬ ‫نومونه يې نۀ اخلم او هغوے د خپل فهم مطابق په دې کښې رد‬ ‫و بدل کړے دے ۔ زمونږ يو مشر وو سياسي سړے هم دے او ښۀ لوے‬ ‫شخصيت دے ۔ عبدالصمد خان اچکزے هغه يو کتاب ليکلے دے د‬ ‫خپل د ژوند حالت يې ليکلي دي ۔هغه داسې ليکدود دے او داسې‬ ‫يې ګانې او داسې ټې ګانې او داسې الفاظ چې يقين وکړئ که‬ ‫ما هم هغه لوستے شو‪ .‬زما خيال دے دا ليکدود چې کوم دے ۔ زۀ‬ ‫خپله د باړه ګلۍ ليکدود او هغه کومې فيصلې دي زۀ هغه ټولې‬ ‫منم ۔ هغه ټولې صحيح دي او هغه کښې دا هم وو چې فرض‬ ‫کړه د افغانستان کښې چې به کوم ليکدود وو او ددې فيصلو نه‬ ‫مخکې دلته به کوم ليکدود وو په هغې کښې به ډېر فرق وو ۔‬ ‫حقيقت دا دے چې ما خپله د افغانستان هغه ليکدود کښې به چې‬ ‫څۀ ليکل شوي وو زۀ پرې نۀ پوهېدم ليکن اوس د هغې د برکته‬ ‫د باړه ګلۍ د برکته دا کار شوے دے چې کم از کم دلته تعليم يافته‬ ‫طبقه چې کومه ده هغه خو ښه ده هغه ليک يې خپل کړے دے ۔‬ ‫ليکن لندې طبقه چې کومه ده هغې ته ونۀ رسېدو ۔ بعضې خلک‬ ‫دا اعتراضات کوي وايي دا پښتو نه يې راته څۀ جوړ کړل ۔ دې‬ ‫باندې ډېر سوچ پکار دے ۔ ډېره حساسه مسئله ده ۔ بله خبره د‬ ‫پښتو د پسماندګۍ وجوهات او دد ودې سرکاري او غېر‬ ‫سرکاري يعنې ددې دپاره هڅې څۀ پکار دي‪.‬‬


‫چې فرنګيان څۀ وخت راغلل دلته او هغوے دا وغوښتل چې ياره‬ ‫دلته دا انګرېزي وي ۔ مونږ دا خوره کړو‪ .‬دا خلک يې زده کړي ‪ ،‬نو‬ ‫هغوے دا وويل چې راځئ انګرېزي زده کړئ او چې انګرېزي‬ ‫زده کړئ نو راځئ ‪،‬زۀ به تاسو ته ملزمت درکوم ۔ يعني کم از کم‬ ‫لسم پاس کړه او راشه بابو شه ۔ د کومې ژبې د ترقۍ دپاره چې په‬ ‫هغې کښې روټۍ کښې نۀ ږدې هغه ژبه ترقي نۀ شي کولے ۔‬ ‫نو انګرېزۍ کښې ړومبۍ هغوے دا فيصله وکړه چې راځئ لسم‬ ‫پاس کړئ او راځئ ملزمت مانه اخلئ‪.‬‬ ‫نو دا دے چې ددې دپاره اول خو دا خبره ده چې دا په سکولونو‬ ‫کښې راېج شي ۔ دې کښې پښتو ژبه کم از کم يعني لزمي‬ ‫شي تر يو حده تر کمه حده هغه ستاسو فيصله ده ۔ تاسو دا فيصله‬ ‫وکړئ ليکن ضرورت دے ۔ چې په سکولونو کښې راېجه شي‪.‬‬ ‫سکولونو کښې چې راېجه شي او بيا زمونږ هغه جنرېشن‬ ‫راوځي او هغه ټول په پښتو باندې پوهېږي ۔ نو بيا په کار دا ده‬ ‫چې هغې ته ملزمتونه ورکړي لکه څنګه انګرېزۍ دپاره کيږي او‬ ‫قانون يې جوړ شو ۔ هغوے ته نوکري ورکړي ۔ چې کالجونو ته‬ ‫ورسېږي ‪ ،‬يونيورسټيو ته ورسېږي ‪ ،‬هلته هم خلکو ته د خپل‬ ‫تعليمي قابليت مطابق خپل ملزمتونه ورکړي‪ .‬ښه نو چې دا څۀ‬ ‫وخت وشي بيا دا سرکاري ژبه شي يعني دا هم ضروري ده چې‬ ‫په سکولونو کښې د تعليمي ضرورت نه پس بيا دا ضروري ده چې‬ ‫دوے ته ملزمتونه ورکړي اوس يعني سرکاري ژبه شي چې‬


‫سرکاري ژبه شي دغه ددې دويم سټيپ)قدم( دے ۔ چې دا به په‬ ‫دې وجه ترقي وکړي اود پسماندګۍ وجه يې هم دا ده‪.‬‬ ‫دوے دا هم وايي ياره د پسماندګۍ څۀ وجه ده؟ د‬ ‫پسماندګۍ وجه يې دا ده چې مونږ ته عام طور ويلے کيږي چې‬ ‫ياره دا پردۍ ژبې چې کومې دي کنه دا پردۍ ژبې زده کړئ ۔ دا‬ ‫انګرېزي زده کړئ ‪ ،‬پښټو کښې څۀ دي ۔ انګرېزي کښې‬ ‫ملزمتونه شته ۔ نورې خبرې داسې دي چې هغه د فاېدې خبرې‬ ‫دي ‪،‬که تجارت دے که هر څۀ ۔ ما يو ځاے کښې لوستي وو چې دا د‬ ‫چين دا لوے شخصيت موزې تنګ په فرانس کښې سبق ويلے وو ۔‬ ‫په فرانسيسۍ باندې يې ښۀ عبور وو خو کوم فرانسيسي رائيټر‬ ‫يا نامه نګار چې به له هغه سره انټرويو کوله نو هغه به په‬ ‫فرانسيسۍ کښې نۀ هغه به په چينۍ ورسره کوله هغه به ويل‬ ‫چې چيني زما خپله ژبه ده ۔ ړومبے حق ددې دے‪.‬‬ ‫يو خبره دا ده چې مونږه خپله پښتو له خپله لسه غورزولې‬ ‫ده او ددغه غورزولو په وجه باندې پښتو ژبې ترقي نۀ ده کړې‪.‬‬ ‫زمونږه ځينې داسې بادشاهانو هم ورته توجه نۀ ده کړې ۔ فارسي‬ ‫يې دفتري ژبه کړې وه ۔ احمد شاه بابا دې خداے وبخښي ‪ ،‬ښۀ‬ ‫شاعر وو د پښتو ليکن فرمانونه او هر څۀ به يې په فارسۍ‬ ‫کښې ليکل‪ .‬د غسې که د هغه ځاے نه دا خبره راشروع شو ے وے‬ ‫زما خيال دے پښتو به نن دومره خواره نۀ وه لکه دا چې تاسو يې‬ ‫محسوسوئ‪.‬‬


‫زۀ آفرين وايم هغه خلکو ته سلم کوم دا عوامي اديبان ۔ چې دي‬ ‫يقين وکړئ چې دا عوامي اديبانو د پخوا راهيسې ليکل شروع کړي‬ ‫او تراوسه يې ليکي‪ .‬د پښتو د ژوندۍ پاتې کېدلو هم دغه خلک‬ ‫دي يعنې دوے تراوسه پورې ژوندۍ پاتې کړې نو خبره دا ده چې دا‬ ‫دې سرکاري ژبه شي ۔ دا دې تعليمي ژبه شي ۔ دې کښې دې‬ ‫ملزمتونه ورکړي ۔ ته ګوره چې دا پښتو ترقي کوي که يې نۀ‬ ‫کوي‪.‬‬ ‫بله خبره دا وه د پسماندګۍ وجه دا ده چې هغې ته زمونږ‬ ‫حکومتونو توجه نۀ ده کړې ‪ .‬حقيقت دا دے نۀ يې ده کړې‪ .‬بله خبره‬ ‫دا ده په پښتو ژبې باندې اثرات ۔ دا اثر چې کوم دے دا د يوې ژبې‬ ‫په بله ژبه باندې خامخا کيږي او بيا هغه ژبې چې فرض کړه اوس‬ ‫انګرېزي ده ۔ تاسو يقين وکړئ چې په پښتو يې دومره اثر شوے‬ ‫ته ده سړک نه تېرېږې نو وايې روډ کراس کړه داسې نۀ وايې‬ ‫چې "د سړک نه پورې وځه" د فارسۍ ډېر اثرات باندې شته ځکه‬ ‫چې پخوا که پښتانۀ بادشاهان وو که هر څوک به وو ۔ هغوے به‬ ‫راتلۀ او فارسي به يې ويله‪ .‬پښتو به نۀ وه ۔ نو چې پښتو نۀ وه‬ ‫نو اوس څۀ ووايم چې دا د چا قصور شو؟ يا خو دا ده چې زمونږ‬ ‫په مشرانو کښې يعني هغوے ته دا شايد پته نۀ وه چې د ژبې‬ ‫اهميت څۀ دے؟‬ ‫زۀ وايم چې تۀ خو په ژبه باندې پښتون يې ۔۔ ماسټر کريم‬ ‫دې خداے وبخښي هغه يو کتاب ليکلے وو"جولۍ ګلونه" په هغۀ‬


‫کښې يې يوه مقاله ليکلې ده ۔ هغه دا وايي چې د اباسين ددې‬ ‫اټک په دواړو غاړو باندې پښتانۀ اوسيږي ۔ خپله ژبه يې پرېيښې‬ ‫ده ۔ څوک ورته پښتانۀ نۀ وايي نو خبره دا ده چې ژبه زمونږ‬ ‫پېژندګلي ده‪.‬‬ ‫په کار دا ده چې مونږ ددې نورو ژبو چې هغوے نن سبا په‬ ‫ډېره ترقۍ کښې دي ‪ ،‬دا وګورو چې دا ولې دوے ترقي وکړه؟‬ ‫ولې دوے دې ځاے ته راورسېدې ۔ نو خبره دا ده چې ښه ده اوس‬ ‫بېداري راپېدا شوې ده ‪ ،‬ځوانانو او حکومت کښې هم بيداري‬ ‫راغلې ده ۔ احساس راغلے دے‪ .‬دا دے کار پرې باندې کيږي ۔ په‬ ‫سکولونو کښې د لزمي کولو دپاره کار روان دے ۔ کوششونه‬ ‫جوړېږي ۔ خو خداے دې وکړي چې دا وشي‪ .‬صحيح ده زمونږه دا‬ ‫موجوده حکومت هم ځينې ډېر ښۀ ښۀ کارونه وکړل او که دا‬ ‫وشي نو زما خيال دے دا د ټولو نه زيات اهم کار دے د ژبې دپاره‪.‬‬ ‫که دا يې په سکولونو کښې راېجه کړه ۔ دا يې تعليمي ژبه کړه او‬ ‫کېدے شي بيا بل دور کښې هغه سرکاري ژبه شي ۔ چې سرکاري‬ ‫ژبه دې کړه او دا دې تعليمي ژبه کړه نو يو خو به زما خيال دے‬ ‫سرکاري سکولونو نه پرائيويټ سکولونه بل ډېر شوي دي هغلته‬ ‫کښې يعني که په سرکاري سکولونو کښې دې نو پکار دا ده چې‬ ‫دا خيال وساتلے شي چې په پرائيويټ سکولونو کښې دې هم دا‬ ‫پښتو وي ځکه هلته هم پښتانۀ لګيا دي ۔ ماشومان سبق وائي ‪،‬‬ ‫يو خو به دا وي چې هغې سره به ستا استادان ولګي ۔ هغوے ته‬


‫به روزګار په لس ورشي او بل به دا کار وشي چې هغه هلکان ‪،‬‬ ‫د اوچتو کورنيو خلک په اوچتو اوچتو سکولونو کښې سبق وايي نو‬ ‫هغه به هم محروم پاتې نۀ شي د پښتو د زده کړې نه‪ .‬خو باقي‬ ‫زۀ يو څو نور تجويزونه لرم ۔ تاسو اوس وګورئ ژبې څنګه‬ ‫ورکيږي ۔ ژبې داسې ورکيږي چې هغه د قوم د غفلت په وجه په‬ ‫هغې کښې نوي نوي ټکي راځي ۔ نو يو يو ټکے ختمېږي‪.‬‬ ‫صحيح ده چې موده زياته اخلي ليکن هغه ژبه ورکه شي‪ .‬داسې‬ ‫ډېرې ژبې دي تاسو به لوستي وي ‪ ،‬کتلي به مو وي ۔ معلومه به‬ ‫وي درته چې دا ژبې لړې ختمې شوې نو ما دا ويل چې زۀ يو‬ ‫ټکے وايم "پختورګے" يقين وکړئ زمونږ ډېر پښتانۀ نۀ‬ ‫پوهېږي ۔ پختورګے يې خراب دے هغه وايي ګردې ۔ ښه‬ ‫بياداسې خبره هم وشي چې فلنے ما سره ميلو شو ۔ ددې پښتو‬ ‫به څۀ وي؟ ددې پښتو دا وي‪ :‬فلني ما سره وليدۀ‪ .‬زۀ د فلني‬ ‫سره ميلو شوم ۔ ميلو په کښې راننوتے دے ۔ هلکه فلني سره مې‬ ‫وکتل ۔ ماته د فلني نه دومره کتابونه ميلو شول‪ .‬ماته د فلني نه‬ ‫دومره کتابونه په لس راغلۀ‪ .‬دې خبرو ته سوچ نۀ کوي او نوي نوي‬ ‫ټکي راځي په کښې‪ .‬خپل د پښتو ټکي ورکيږي‪ .‬ددې اخري‬ ‫نتيجه دا ده چې ژبه ورکه شي او چې ژبه ورکه شي قوم ورک‬ ‫شي ‪ ،‬ختم شي نو دې خبرو ته خيال په کار دے‪.‬‬ ‫بل د پښتو بنياد چې کوم دے ۔ هغه اولسي ادب دے ۔ نو زمونږ‬ ‫اولسي ادب باندې کار بالکل نۀ دے شوے‪ .‬زمونږ اولسي موسيقي‬


‫لړه بالکل ختميږي ۔ په فلمونو ‪ ،‬د اردو د فلمونو اثرات راځي ۔ نو‬ ‫اولسي ادب ته توجه په کار ده‪ .‬زمونږ بګتۍ دي ‪ ،‬زمونږه چاربيتې‬ ‫دي ۔ هغې باندې کار په کار دے‪ .‬د هغوے قوم ته ښودل پکار دي ۔‬ ‫دا بنياد دے‪ .‬کوي دې نور دې کوي‪ ،‬مونږ دا نۀ وايو ورسره ورسره‬ ‫خو خبره دا ده چې زمونږ بنيادي ادب چې کوم دے دې باندې کار نۀ‬ ‫دے شوے‪ .‬مثل ي ً يو صنف دے لوبې ۔ چې مونږ واړه وو ۔ چرته کښې‬ ‫ښادي به وه نو هغه کښې به دا کمال وو‪ .‬زۀ تاسو ته يو نظاه‬ ‫غوندې ښيم‪ :‬هغې کښې به داسې چل وو چې دوه جينکۍ به‬ ‫وې يوې به د هلک جامې واچولې ‪ ،‬پټکے به يې په سر کړو ‪،‬‬ ‫واسکټ به يې واچولوو يو به د جينۍ واچولې ۔ بيا هغوے به خپلو‬ ‫کښې چې کومه مکالمه ويله ۔ يو بل ته به يې جواب ورکولو ۔ يو بل‬ ‫سره به ګډېدلې ۔ هغه لوبې اوس بالکل ختمې شوي ۔ يعني‬ ‫‪) Practically‬عملي(هم نۀ کيږي او ليکل يې هم نۀ کيږي‪.‬‬ ‫بيا داسې ځينې ټکي دي چې فرض کړه هغه فروټ چې‬ ‫زمونږه وخت کښې وو نو هغه نۀ شته ۔ ليکن دا په وروستيو‬ ‫کښې چې بيا دا کينو مينو ‪ ،‬کيل ميل راغله ۔ ټهيک دے دا خپل‬ ‫کړئ ۔ دې له ټکي مه جوړوئ ۔ چې خامخا تاسو ټول جوړوئ‪.‬‬ ‫زمونږ يو ملګرے وو هغه به هر څۀ له ټکے جوړوو ۔ نو ما ورته ويل‬ ‫چې بچي بل راوړي دي ‪،‬نومونه پرې تۀ ږدې ۔ خو تۀ نر شه يو زوے‬ ‫راوړه نوم پرې کښېږده کنه‪ .‬نو ځينې خلک دا ډېر شوق کوي‬ ‫چې دا بلب دے روڼک يا انجن دے بړاسين او داسې نومونه ورله‬


‫ږدي ۔ زما مطلب دا دے چې دا کوم نوي ټکي راغلي دي هغه‬ ‫وخت کښې نۀ وو او چا ايجاد کړي دي دا خپل کړئ ۔ په دې باندې‬ ‫ژبه وسعت مومي‪.‬‬ ‫دغه رنګ اوس انګور دے انګور ته کور هم ويل کيږي ۔ يا‬ ‫فرض کړه مندته څۀ ته وايي؟ خورماڼۍ ته وايي ۔ مونږ خورماڼۍ‬ ‫وايو خو مندته نۀ وايو۔ دا ټکي داسې ورو ورو ورکيږي‪ .‬دا کوشش‬ ‫په کار دے چې دا خپل مړۀ ټکي راژوندي کړو ۔ زۀ بار بار دا خبره‬ ‫کوم همېشه دا وايم ۔ چې ډېر داسې ټکي دي چې هغه د‬ ‫پښتو نۀ دي ۔ فرض کړه حلوا ده ۔ دا د پښتو ټکے نۀ دے ۔ بنو‬ ‫کښې شته دے "ورېشه" پښټو ټکے دے دا خپل کړئ ‪ .‬کامل‬ ‫صاحب دې خداے وبخښي هغه به په مجلس کښې يوه خبره‬ ‫وکړه او داسې به ئې نۀ ويل چې دا زده کړه ۔ خو چې کوم پوه‬ ‫خلک وو هغه به ‪ Pick up‬کړه‪ .‬اوس دا ګوره زۀ وايم ‪ Pick up‬۔‬ ‫ما دپاره هم د شرم خبره ده‪ .‬اوس څۀ وکړو په دې ګاډي کښې‬ ‫ناست يو ۔‬ ‫يوه ورځ يې خبره کوله چې يو دوه وزير راسره ناست وو نو‬ ‫خپلو کښې يې خبرې کولې‪ .‬يو بل ته يې ويل چې بېګا په درينګا‬ ‫پوه شوې ۔ وايي ما هغوے نه تپوس وکړو هسې خو زۀ پوه شوم‬ ‫چې درينګا څۀ ته وايي؟ زلزلې ته وايي کنه‪ .‬اوس مونږه زلزله‬ ‫وايو‪ .‬داسې ډېر ټکي دي چې که تاسو پرې باندې سوچ وکړئ‬ ‫چې دا راوباسئ او دا په استعمال کښې راولئ چې دا دې خلکو‬


‫ته پته ولګي نو داسې دا ژبۀ به ددې مرګ نه بچ شي‪.‬‬ ‫درې کوم ټکي چې کومرګ نه بچ شي ۔ زمونږ پښتو‬ ‫موسيقي چې کمه ده هغه راژوندۍ کول پکار دي‪ .‬بل دا اولسي‬ ‫ادب باندې کار په کار دے ۔ بل زمونږ دا رومانس دے ۔ آدم خان‬ ‫درخانۍ شو يا شهۍ دلے شو‪ ،‬دا زمونږ رومانس تېر شوي دي‪ .‬په‬ ‫هره ژبه کښې دا تېر شوي ۔ هغوے دا چاپ کوي‪ .‬هغوے دا‬ ‫لولي ۔ نودغه رنګ رومانس چې کوم دے اګرچې په دې افغانستان‬ ‫کښې يو کتاب ليکلے شوے وو "ملي هينداره" خو د هغۀ هغه‬ ‫اصلي شکل په ځاے نۀ دے پاتې ۔ بل چې کوم دے هغه مکمل نۀ‬ ‫دے ۔ نو دا رومانس چې کوم دے دغه هم راژوندي کول په کار دي‪.‬‬ ‫په دې باندې هم کار کول په کار دي ۔ دا داسې خبرې دي چي د‬ ‫پښتنو دغه لغت نويسۍ ‪،‬د پښتو ژبې د ترقۍ ‪،‬د ليکدود خبرې‬ ‫باندې د هغه پسماندګۍ لرې کېداے شي‪ .‬دا رومانس چاته‬ ‫ورکړئ‪ ،‬په دې باندې دې څوک کار وکړي ‪ ،‬څوک دې په دې‬ ‫موسيقۍ کار وکړي ۔ څوک دې په دې اولسي ادب باندې کار وکړي‪.‬‬ ‫دا ټولې داسې خبرې دي چې دا بنيادي څيزونه دي ۔ باقي‬ ‫لويه خبره چې د ټولو نه ده هغه دا ده چې دا ژبه دې تعلمي‬ ‫کړي بيا دې په مزه مزه دا سرکاري کړي او دې کښې دې ملزمتونه‬ ‫ورکړي ۔ نو خلک به هم په روزګار باندې راشي او پښتو ژبه به‬ ‫هم ترقي وکړي‪.‬‬ ‫بس دغه يو څو څبرې وې چې ما تاسو ته وکړې‪.‬‬


‫راج ولي شاه خټک‪:‬‬ ‫د صدارت مجلس په نشتونو ناستو ټولو قدرمنو!‬ ‫محترم همېش خليل صاحب ډېر په وضاحت سره د پښتو‬ ‫ژبې د ودې په لرو چارو د هغې د پرمختګ دپاره ښۀ تجويزونه‬ ‫ورکړل او ملګرو هم ۔ تر ټولو وړاندې خو پرون هم ما ويلي وو‬ ‫چې د ښاغلي اياز مندوخېل چې ‪ DCO‬دے د نوښار د ضلعې او‬ ‫د ډېر محترم ميا افتخار حسين چې زمونږ د کلچجر وزير دے د‬ ‫هغوے ددې جذبې ‪ ،‬د هغوے د دې پښتونولۍ او پښتو ډېره‬ ‫ستاينه په کار ده چې يو ډېر اهم وخت کښې د پښتو ژبې په‬ ‫حواله د شعور د بېدارولو دا پروګرام کړے دے‪ .‬پرون هم ما وويل‬ ‫چې دا يو تحريک دے ۔ دا به مخ په وړاندې ځي او دا ستاينه ضروري‬ ‫ده زمونږ او ستاسو ټولو دپاره‪.‬‬ ‫پس له هغې به زۀ دا خبره وکړم د همېش خليل صاحب په‬ ‫حمايت کښې چې هغوے وويل چې ترڅو پورې يوه ژبه د معاش‬ ‫سره تړلې شوې نۀ وي هغه د خلکو د معاش ضرورت شوې نۀ‬ ‫وي تر هغې پورې هغه ژبه پرمخ نۀ شي تللے‪ .‬هغوے د نوکرو خبره‬ ‫وکړه ۔ د انګرېز د دور چې خلکو انګرېزي ددې دپاره زده کوله‬ ‫چې هغوے ته به ملزمت ترلسه شي )ميلو به زۀ نۀ وايم ګنې‬ ‫قلندر صاحب وايي ميلو د پښتو ټکے دے د مليا نه وتے دے ۔ نو نور‬


‫خو نۀ ‪ ،‬خير دے که مونږ ميلو وايو( ددې دپاره ادارې جوړې شي ۔‬ ‫ددې خورولو دپاره ‪،‬دا د خلکو د ضرورت کولو دپاره ضروري خبره‬ ‫ده ورو ورو په ارتقايي توګه باندې دفترونو ته راشي ۔ زمونږ ټول‬ ‫نظام تاسو ګورئ چې هغه دفترونه په انګرېزۍ کښې دي ۔ يا‬ ‫بيا د انګرېزۍ د ډرافټونو نه علوه بيا نوره اردو ده ۔ نو تر دفتر‬ ‫پورې که دا ژبه مونږ رسوو ۔ او دا ژبه تر يونيورسټيو پورې مونږه‬ ‫رسوو ۔ مونږ د ميډيکل ځينې مسئلې وړاندې کړې او هغه ډېره‬ ‫اهمه مسئله ده بلکې زۀ خو به ميا صاحب ته دا خبره وکړم چې‬ ‫زمونږ ډاکټران يا په هسپتالونو کښې اکثر ډېر غلط تشخصيونه‬ ‫کيږي ۔ ‪ Digonosies‬ټول غلط دي‪ .‬د تيراه نه يو مريض راشي‬ ‫لکه څنګه چې همېش صاحب وويل چې زما په پښتورګي‬ ‫کښې درد دے او هغه ډ اکټر پښتورګے پېژني نۀ ۔ دغسې‬ ‫اندامونه د وجود مختلف چې دي نو زمونږ دا موجوده ډاکټرانو ته‬ ‫د هغوے پښتو نومونه نۀ ورځي او چې د پښتو نومونه نۀ ورځي‬ ‫نو هغه د تيراه يا د وزيرستان د لرو علقو نه راغلي مريض ته د‬ ‫انګرېزي او اردو نومونه نۀ ورځي ۔ نو دا ګېپ دے ۔ د ټولو نه‬ ‫وړاندې خو زۀ دا وايم چې ډاکټرانو ته دا کورس ورکول په کار دے‪.‬‬ ‫بيا ما دا خبره وکړه چې په سکولونو کښې ټهيک)سمه( ده‬ ‫پښتو بۀ مونږ زده کړو دا ضروري ده او دا وړومبے قدم دے خو دا‬ ‫د پښتو د پرمختګ خبره په دې کښې لږه ګرانه په دې ده چې‬ ‫پښتو ترڅو پورې سرکار ته ‪ ،‬دفتر ته ‪ ،‬عدالت ته نۀ وي رسېدلې‬


‫نو دا خنډونه به وي ۔ ځکه چې د انګرېزي په شانې ژبې د هغې‬ ‫لره نيولې وي ‪ ،‬د انګرېزۍ په شانې ژبې نه به دا قدم څنګه‬ ‫اړوي؟يا د اردو د ژبې نه چې ترقي يافته شوې ده ۔ نو زما دا‬ ‫مقصد دے دا اوږده خبره ده ۔ زۀ يې نور نۀ کوم خو د ميا صاحب او‬ ‫تاسو ټولو فکر ته دا خبره وړاندې کوم چې مونږ سره ادارې که نه‬ ‫شته ‪،‬ادارې جوړول په کار دي چې دفتري اصلحات ‪ ،‬ملګري ډېر‬ ‫ناست دي هغوے کولے شي په دې باندې کار وکړي يا شايد حکومت‬ ‫دا خبره ور حواله کړي چې اول خو دفتري اصلحات په کار دي چې‬ ‫هغه په پښتو کښې د هغې لغتونه جوړ شي ۔ د دفتري‬ ‫اصطلحاتو ډکشنرۍ په کار دي ۔ چې کم از کم په دې صوبه کښې‬ ‫چې کوم حکومت دے زمونږ ددې صوبې چې کوم دفتر دے نو هغه‬ ‫دفتري اصطلحات چې يا په انګرېزۍ کښې دي يا په اردو کښې‬ ‫دي د هغې پښتو اصطلحات جوړ کړي چې پښتانۀ پرې پوهيږي ۔‬ ‫دا يوه ضروري خبره ده ۔ زۀ ميا صاحب ته دا ووايم چې هغه که‬ ‫دتعليم يا معارف وزارت ته ووايي چې کم از کم په سکولونو کښې‬ ‫تاسو پښتو لزمي کړئ ۔ نو د هغه سکول د دفتر رابطه دې د‬ ‫محکمه تعليم سره دا خط و کتابت دې تر خپله مينځه کار دې په‬ ‫پښتو کښې شي نو يو قدم خبره به و شي چې د تعليم محکمه‬ ‫او د سکول ترمينځه چې کوم دفتري کار دے دا بۀ په پښتو کښې‬ ‫شي ۔ دا بۀ يو وړومبے قدم وي تر هائيکورټ پورې بۀ تر منشيانو‬ ‫پورې بۀ‪.‬‬


‫دويمه خبره دا ده د دنيا نوي علمونه دي هر سړے غواړي چې‬ ‫دا نوے علم زده کړي او په هغې باندې ځان پوه کړي‪ .‬که‬ ‫اقتصاديات دي ‪ ،‬اکنامکس دے که هغه نفسيات دي ) سائيکالوجي(‬ ‫ده ۔ که هغه فزکس دے که هغه کميسټري ده يعني څومره چې‬ ‫د دنيا نوي علمونه دي نو د نويو علمونو زده کړه په انګرېزۍ‬ ‫کښې خلک کوي ۔ خو هغسې نۀ شي کولے۔ لکه څنګه چې په اردو‬ ‫کښې يې خلک کوي هغسې يې پښتانۀ نۀ شي کولے ۔‬ ‫نو دا يو کار به پروت وي که نن نۀ وي که سبا نۀ وي که لس‬ ‫کاله نۀ وي‪ ....‬نو وخت به راشي يو شوے کار به وي ۔ ځکه چې‬ ‫ډېر په تېزۍ سره د پښتو لغتونه له مينځه ځي ۔ همېش صاحب‬ ‫يوه خبره وکړه چې د اولسي ادب پالنه ډېره ضروري ده ۔خو د‬ ‫اولسي ادب ملګرو ته شاعرانو اديبانو ته دا حق مه ورکوه چې‬ ‫هغوے په ‪ CD‬وايي چې "زلفې دې لهراو جينۍ او ميرے پاس او‬ ‫جينۍ" د دغه څۀ بندوبست په کار دے‪.‬‬ ‫نو خبرې ډېر ې دي د اصطلحاتو د ډکشنرۍ د تيارولو کار د‬ ‫ادارو ذمه داري ده او زما خيال دے چې د ادارو سرپرستي زمونږ دا‬ ‫خپل حکومت ډېر په ښه طريقه کوي نوې نوې ادارې په وجود‬ ‫کښې راځي او جوړېږي‪.‬‬


‫ډاکټر فضل رحيم مروت‬ ‫چيرمېن‪ ،‬ټېکسټ بک بورډ‪ ،‬خيبر پښتونخوا‬

‫د پښتو ښوونې سرکاري او اولسي هڅې‬

‫نن او پرون‬ ‫محترم ميا صاحب‪ ،‬په سټېج ناستو مشرانو چې هغه کښې‬ ‫زمونږه د بره پښتونخوا يعنې د افغانستان نه راغلي مېلمانۀ هم‬ ‫شامل دي او زما استادان هم دي ورکښې او مشران هم دي‪ .‬د‬ ‫کانفرنس جوړونکو‪ ،‬بهر نه راغلو مېلمنو خوېندو او وروڼو! زۀ له‬ ‫ټولو نه اول هغه وروڼو ته سلم پېش کوم‪ ،‬چې کومو د آزادۍ‬ ‫دپاره زمونږ ددې سيمې د آزادۍ دپاره د ځان‪ ،‬مال او قلم قرباني‬ ‫ورکړې ده او بيا زۀ د مشرقي پاکستان چې کوم اوس بنګله دېش‬ ‫دے‪ ،‬هغه شهيدانو ته سلم کوم چې کوم په ‪ ١٩٥٢‬کال کښې چې‬ ‫دا کومه نن ورځ لمانځو‪ ،‬ددې دپاره خپله وينه تويه کړې ده او په‬ ‫خپله وينه يې نړېواله ورځ ليکلې ده‪ .‬زۀ هغې ته هم سلم کوم‪.‬‬ ‫زما ووروڼو‪ ،‬خوېندو خوشحال بابا وايي چې‪:‬‬ ‫درسـت پښتون له کندهاره تر اټکه‬ ‫سره يو د ننګ په کار پټ او آشکار‬ ‫د لوے افغانستان څلور ادبي او علمي مرکزونه وو‪ ،‬بلکې دي‪:‬‬ ‫کابل او کندهار‪ ،‬پېښور او کوئټه‪ .‬دا زۀ د لوے افغانستان خبره‬


‫کوم‪ ،‬خو اوس موجوده کابل او کندهار په افغانستان کښې دي‪،‬‬ ‫چې بېل هېواد دے او پېښور او کوټه اوس په پاکستان کښې‬ ‫شامل دي‪ .‬ددې نه مخکې چې موجوده حکومت د مورنۍ ژبې په‬ ‫حقله کومې هڅې کړي دي‪ ،‬کوششونه يې کړي دي‪ ،‬د هغې يو لنډ‬ ‫تاريخ يا جاج واخلمه او تاسو ته پېش کړمه‪ ،‬زۀ به دې نه مخکې‬ ‫ضروري ګڼمه چې دا وکړمه چې يو تاريخي جاج هم واخلو چې دا‬ ‫قيصه څنګه راورسېده تراوسه پورې چې دا اوس موجوده‬ ‫حکومت کومې هڅې وکړې‪ ،‬کوشش يې وکړو ددې په باره کښې‪.‬‬ ‫دې کښې به زۀ اول هغه کسان راواخلم چې انفرادي‬ ‫کوششونه‪/‬شخصي کوششونه چا چا کړي دي‪ .‬هغه کښې مير‬ ‫احمد شاه رضواني صاحب وو‪ ،‬هغه ډېر کوشش کړے دے‪ .‬زۀ پۀ‬ ‫ډيټيل )تفصيل( کښې نۀ وايم‪ ،‬هسې نومونه يې اخلمه‪ .‬تاسو‬ ‫ټول عالمان او اديبان ناست يئ‪ ،‬تاسو ته پته ده که څوک هلکان‬ ‫وي يا محصلن دي‪ ،‬يا طالب علمان دي‪ ،‬هغه به په دې باره کښې‬ ‫بيا تحقيق وکړي‪ .‬يو مولوي احمد وو‪ ،‬يو مفتي احمد جان دے‪،‬‬ ‫حاجي ميرزا علي خان فقير آف ايپي هغه په قبائيلي سيمه کښې‬ ‫دا څيزونو باندې ډېر زور اچولے دے‪ .‬بل زمونږه د تهکال نصرا‬ ‫خان نصر صاحب به په سائيکل ګرځېدلو‪ ،‬کتابونه يې ليکلي او‬ ‫سکولونه يې جوړ کړي دي‪ .‬يو ډاکټر اورنګ شاه د مانکي وو‪ .‬دا په‬ ‫امريکه کښې وو‪ ،‬ده امريکه کښې په ‪ ١٩٨٢‬کال کښې پښتون‬ ‫رسالې ته ډېرې چندې رالېږلې او دې نه علوه دۀ يو تنظيم جوړ‬


‫کړے وو "خير خواهان افغان" دا دۀ يو تنظيم جوړ کړے وو‪ ،‬چې لر‬ ‫او بر افغانانو سره کومک وکړي‪.‬‬ ‫ددې نه علوه په افغانستان کښې چې کومو خلکو انفرادي‬ ‫کوشش کړے دے‪ ،‬هسې خو ډېرو خلکو کوشش کړے دے خو زۀ به‬ ‫يو دوه درې نومونه واخلمه‪ :‬يو عبدالمجيد زابلے صاحب دے‪ ،‬بل وزير‬ ‫محمد ګل خان صاحب دے‪ ،‬ماته دلته استاد هم ناست دے‪ ،‬حبيب‬ ‫ا رفيع صاحب‪ .‬هغه ماسره پي ايچ ډي کښې ډېر کومک کړے‬ ‫دے‪ .‬حبيب ا رفيع يو سړے نۀ دے‪ ،‬شخصيت نۀ دے‪ ،‬دا يو مکتب دے‪.‬‬ ‫بل زلمے هيوادمل صاحب دے‪ ،‬بل هغه مستشرقين اورنټليسټان‬ ‫دي‪ ،‬چې هغو د پښتو د ودې دپاره کوم کار کړے دے‪ ،‬هغه کښې‬ ‫برنارډ ډارن دے‪ .‬سټيوارټ الفنسټن دے‪ .‬اليګزنډر برنز دے‪.‬‬ ‫راورټي دے‪ ،‬بيلو دے‪ ،‬ګېريسن دے‪ ،‬دغه شانته اولف کېرو‪ ،‬په‬ ‫روسيانو کښې اسلنوف دے‪ ،‬درپانکوف دے‪ ،‬ګيرس دے‪ ،‬عثمانوف‬ ‫دے او بل چې کوم جارج مارګنسټرائن دے‪.‬‬ ‫ددې نه علوه په هند کښې د رامپور نوابان چې کوم وو د‬ ‫هغو په باره کښې راورټي ليکلي دي‪ ،‬چې هغوے تر اتلس سوه‬ ‫شپېته پورې په پښتو ژبه خبرې کولې‪ .‬بيا دراورټي دوے دي‪ ،‬دوے‬ ‫کار کړے دے‪ .‬بل حافظ رحمت خان تاسو ته پته ده‪ .‬يوه بله نوې‬ ‫خبره به تاسو ته وکړه په کورمه ايجنسۍ کښې د ‪ ١٩٢٢‬نه واخله‬ ‫‪ ١٩٢٧‬پورې تر پرائمري سبق په پښتو کښې وو‪ .‬زمونږه کورمه‬ ‫ايجنسۍ کښې د ‪) ١٩٢٢‬انيس سو بائيس نه واخله که څوک نۀ پرې‬


‫پوهېږي‪ ،‬انيس سو ستائيس ( پورې پرائمري سبق په پښتو کښې‬ ‫وو‪ ،‬خو هلته پوليټيکل اېجنټ چې کوم انګرېز وو‪ ،‬هغه ډېر‬ ‫شوق لرلو هغه داشے په پښتو کښې کړے وو او بل انګرېزي‬ ‫کښې يې يو اخبار هم ايسته کورم ټايمز به يې ورته وايۀ‪ .‬دا‬ ‫منګل صاحب ناست دے‪ ،‬کېدے شي دۀ ته معلومات وي‪.‬‬ ‫اوس به راشو مونږه سياسي تحريکونو ته او پښتو ته‪.‬‬ ‫سياسي تحريکونو زما په نزد باندې پښتو ته وده ورکړې ده او‬ ‫پښتو هغې ته ملتړ ورکړے دے‪ .‬تاسو د پښتنو تاريخ راواخلئ‪ ،‬اول‬ ‫به مونږ راواخلو د پير روښان تحريک‪ .‬د پير روښان تحريک او د‬ ‫هغۀ په ضد لکه اخون دروېزه بابا او پير بابا شو‪ .‬له هغه نه پس‬ ‫خوشحال بابا او د هغۀ خاندان شو‪ .‬باچا خان شو او د هغۀ‬ ‫ملګري شول‪ .‬د ويښ زلميانو نهضت په افغانستان کښې د پښتو‬ ‫دپاره ډېر کار وکړ‪ .‬بل کاکا صنوبر حسين او مولنا عبدالرحيم‬ ‫پوپلزي تحريک وو‪ .‬هغه ډېر کار کړے دے‪ .‬بل عبدالصمد خان شهيد‬ ‫ډېر کار کړے دے‪ .‬بل د پښتونستان تحريک او د هغۀ په ضد باندې‬ ‫چې کومې هڅې شوي دي‪ ،‬بيا د افغانستان انقلب دا اوس چې‬ ‫کوم تېر شو‪ .‬انقلب‪ ،‬مزاحمت ورته وايې که جهاد ورته وايې‪ ،‬که‬ ‫جنګ ورته وايې‪ .‬دې کښې چې پښتو کومه وده وکړه‪ ،‬تاسو اديبان‬ ‫ټول ناست يئ‪ ،‬زمونږ سيمې ته نقصان رسېدلے دے خو پښتو ژبې‬ ‫وده کړې ده‪ ،‬ولې چې کتابونه‪ ،‬ورځپاڼې‪ ،‬ټي وي ګان‪،‬‬ ‫ريډيوګانې راغلې‪ .‬ډېر زيات کار شوے دے‪.‬‬


‫دې نه علوه هغه ادارې او کتاب خرڅوونکي چې د پښتو د‬ ‫ت سرحد‬ ‫پرمختګ دپاره کار کړے دے‪ ،‬هغه کښې يوه اداره اشاع ِ‬ ‫وو‪ ،‬يونيورسټي بک ايجنسي اوس هم شته دے‪ .‬دانش خپرندويه‬ ‫ټولنه‪ ،‬ساپي د پښتو څېړنو مرکز وو‪ ،‬افغان کتاب خانه وه‪ ،‬تاريخ‬ ‫کتاب خانه ده‪ .‬ګودر کتاب خانه وه‪ ،‬صحاف بک ډپو‪ ،‬وفا دلته رائټر‬ ‫آف فري افغانستان وو‪ ،‬امين صاحب خداے بخښلي وال دې‬ ‫کښې ډېر کار شوے دے‪ .‬يو سپېدې مجله وه د پسرلي صاحب دوے‬ ‫وال هغې ډېر کار کړے دے‪ .‬بل پښتو ادبي بورډ پېښور شو‪ ،‬بل‬ ‫پښتو کتاب ګهر دا په يوۀ وخت کښې ډېر مشهور تېر شوي دي‪.‬‬ ‫دې نه علوه د افغانستان ټول پوهنتونونه او تعليمي ادارې‬ ‫خاص کر ننګرهار پوهنتون‪ ،‬کندهار پوهنتون‪ ،‬کابل پوهنتون او د‬ ‫علومو اکېډمۍ‪ .‬پېښور پوهنتون کوټې وال وو‪ .‬پښټو اکېډمي‬ ‫پېښور‪ ،‬پښتو اکېډمي کوټه او پښتو ډيپارټمنټ‪ .‬دې نه علوه‬ ‫د ادبي ټولنواو انجمنونو خبره هم ضروري ده‪ .‬په خيبر پښتونخوا‬ ‫کښې زما خيال دے تقريبا درې سوه انجمنونه او ادبي ټولنې او‬ ‫مرکې شته او جنوبي پښتونخوا کښې هم يو درې درځنه شته‪ .‬په‬ ‫افغانستان کښې تقريبا سلو شاوخوا ټولنې دي‪ .‬اوس به مونږ‬ ‫راشو چې حکومتي سطح باندې د پښتو د ودې دپاره کوم‬ ‫کوششونه شوي وو‪.‬‬ ‫زما وروڼو او خوېندو‪ ،‬اول اول امير شېر علي خان وو‪ ،‬دلته‬ ‫رفيع صاحب ناست دے‪ ،‬زه به وضاحت نۀ کوم‪ .‬د امير شېر علي‬


‫خان ورور اعظم خان هم کوشش وکړو‪ ،‬ولې چې هغې سره‬ ‫ملګرے سيد جمال الدين افغاني صاحب وو او هغه هم په خپله په‬ ‫پښتو باندې ډېر زور اچولو‪ ،‬خو د دوے حکومت ډېرې مودې پورې‬ ‫رانغو‪ .‬تقريبا يو کال حکومت يې وو‪ .‬هغه نه پس بيا امير شېر علي‬ ‫راغلو او امير شېر علي خان سره ددۀ ناروغه وه او بيا ددې نه‬ ‫سيد جمال الدين افغاني صاحب وطن پرېښود‪ ،‬خو په هغه وخت‬ ‫باندې دا شيونه چې کوم دي دا جنګي ټکي جوړ کړل شول‪ .‬کابل‬ ‫مجله هم شروع شوه او ځينې جنګي ټکي پښتو ته راواوړېدل‪،‬‬ ‫لکه جنرال شو‪ ،‬ډګروال شو او داسې نور‪....‬‬ ‫ن افغان په‬ ‫دې نه پس امير حبيب ا خان په وخت باندې جوانا ِ‬ ‫نوم سره يو نهضت شروع کيږي‪ ،‬امير حبيب ا خان‪ ،‬بيا امير امان‬ ‫ا خان وو چې په کښې ددې سيمې خلک هم وو او د هغې‬ ‫ت آئين پر وري دپاره کار‬ ‫ت مشروطي ِ‬ ‫سيمې خلک هم وو‪ .‬بيا نهض ِ‬ ‫کيږي‪ ،‬چې ائين دې راشي‪ ،‬اساسي قانون دې راشي‪ .‬بيا د امان ا‬ ‫خان آئين راغلو په ‪ ١٩٢٢‬کښې‪ .‬هغه هم دا اوس د رفيع صاحب‬ ‫سره خبره کوله‪ ،‬چې هلته ور لندې ليکلي شوي وو چې دا مونږه‬ ‫له پښتو نه ژباړه کړې ده‪ .‬ما سره پوسټرې شته د هغه وخت‬ ‫نوټونه هم شته په هغه پښتو ليکلې ده‪ .‬مطلب فارسي هم وه‪،‬‬ ‫خو پښتو په دغه وخت کښې ډېر زور واخيستو‪ .‬بل يې پښتو‬ ‫مرکه هم جوړه کړه‪ .‬په پښتو مرکه کښې ستاسو په برکت سره‬ ‫زمونږ د علقو خلک هم وو او په دې وخت کښې محمود طرزي‬


‫صاحب هم په دې باندې ډېر زور اچولو‪ ،‬چې پښتو يا افغاني دې‬ ‫د افغانستان سرکاري ژبه وګرځيږي‪ .‬پښتو ټولنه جوړه شوه‪،‬‬ ‫اکېډيمي جوړه شوه‪ .‬اکېډمۍ بيا د علومو په اکېډمۍ بدليږي‬ ‫شاته‪ ١٩٣٦ .‬کال کښې سردار هاشم خان په هغه وخت کښې‬ ‫وزير اعظم وو‪ ،‬د ظاهر شاه په بادشاهۍ کښې‪ .‬هغه وويل چې‬ ‫درې کالو کښې دې ټوله بېروکرېسي که هغه سيول وي که‬ ‫ملټري وي‪ ،‬هغه دې بايد پښتو زده کړي او ولې چې درې کاله‬ ‫پس به مونږه خپل کلتور ته متوجه شو‪ ،‬د خپل کتور نه به خبر شو‪ ،‬د‬ ‫خپل تاريخ نه به خبر شو‪ ،‬خو د هغې په ضد باندې دلته د کلکتې يو‬ ‫اخبار وو "حب المتين" نوم يې وو د فارسۍ اخبار وو‪ ،‬هغۀ ډېره‬ ‫زياته پروپېګنډه شروع کړه او بل د هاشم خان پر ضد باندې‬ ‫انګرېزانو شامي پير راپاڅولو‪ .‬بيا هغه وروسته په کټواز کښې‬ ‫بغاوت شروع شو‪ ،‬په مومندو کښې‪ ،‬په شينوارو کښې‪ .‬بيا هغه نه‬ ‫ن اساسي ‪ ١٩٦٤‬کښې په هغه کښې‬ ‫پس د ظاهر خان وال قانو ِ‬ ‫پښتو قامي او سرکاري ژبه وګرځېدله‪ .‬زمونږ د سوات والي‬ ‫صاحب ميا عبدالودود هغه په ‪ ١٩٣٧‬کال کښې پښتو سرکاري ژبه‬ ‫وګرځوله‪.‬‬

‫دې نه مخکې چې کوم ريکارډ مونږ وکتلو‪ ،‬ما سره د ‪Ph.d‬‬ ‫سټوډنټه وه چا چې په سوات باندې کار کولو‪ ،‬هغې هغه ريکارډ‬ ‫وکتلو‪ .‬دې نه مخکې ريکارډ ل په فارسي کښې دے‪ ،‬ل په اردو‬ ‫کښې دے‪ .‬په ‪ ١٩٣٧‬کال پښتو سرکاري او قامي ژبه د سوات د‬


‫رياست وګرځوله‪ .‬يو بل خط صاحبزاده عبدالقيوم خان په ‪١٩٣٥‬‬ ‫کال کښې ليکلے دے‪ ،‬په هغه کښې يې تجويز پېش کړے وو‪ ،‬چې‬ ‫پښتو دې سرکاري ژبه شي‪ ،‬خو کړې يې نۀ وه‪ ،‬خو ويلي يې وو‪.‬‬ ‫بيا ددې نه پس زمونږه د باچا خان مشر ورور ډاکټر خان‬ ‫صاحب حکومت چې راغلو د هغه يو وزير وو ميا جعفر شاه صاحب‬ ‫کاکاخېل‪ ،‬هغۀ په ‪ ١٩٣٧‬کال کښې پښتو په پرائمري کښې د‬ ‫نصاب ژبه وګرځوله‪ ،‬خو هلته هم يوه مسئله وه چې ډېر وکسانو‬ ‫خاص کر هندوانو او ځينې نورو ژبو ويونکو ورباندې اعتراض وکړو‪.‬‬ ‫هغو ته بيا دا اجازت ورکړو‪ ،‬چې که تاسو بيا خپله ژبه وايئ نو خير‬ ‫دے‪.‬‬ ‫دې نه پس په ‪ ١٩٨٤‬کال حکومت يو آرډر )حکم( وکړو چې په‬ ‫پښتو ويونکې علقې ددې صوبې پرته د کېنټ علقو لکه بنو‬ ‫کېنټ‪ ،‬کوهاټ کېنټ‪ ،‬نوښار کېنټ شو په دې کښې به پښتو‬ ‫ژبه پرائمري لېول کښې لزمي شي‪ ،‬خو په هغه وخت کښې په‬ ‫‪ ٢٢‬ضلعو کښې صرف په ‪ ٩‬ضلعو کښې پښتو شروع شوه او‬ ‫تراوسه پورې هغه پښتو ل شته‪ .‬هغه ضلعې صوابۍ‪ ،‬سوات‪،‬‬ ‫بونېر‪ ،‬اپر دير‪ ،‬لوئر دير‪ ،‬مردان‪ ،‬چارسده‪ ،‬شانګله او ملکنډ وې‪.‬‬ ‫دې کښې پښتو وه او اوس هم شته دے‪.‬‬ ‫زمونږه موجوده حکومت چې راغلو‪ ،‬زۀ به د ټېکسټ بک‬ ‫بورډ خبره وکړم‪ ،‬چې مونږ څۀ چل وکړو خو د دوے په مشورې سره‬ ‫مو کړي وو‪ ٢٠٠٨ .‬کښې مونږه راغلو دلته‪ ،‬مونږۀ د الف بې چارټ‬


‫چې تاسو کښې ډېرو ملګرو سره وي‪ ،‬دغه چارټ د باړه ګلۍ د‬ ‫سيمينار په نتيجه کښې لس ته راغلې پښتو کښې مو چاپ کړو‬ ‫او بيا مې په اګست مياشت کښې د سکولونو استادانو ته ټريننګ‬ ‫ورکړو‪ .‬په دې باندې ټريننګ ورکړے دے‪ ،‬مندوخېل صاحب ذک ِر خير‬ ‫هم کړے وو خو مقصد دا دے چې تۀ ورته وسېع ټريننګ ويلے شې‬ ‫نۀ وو خو په خپل وخت شوے دے څو ورځې‪.‬‬ ‫دې نه پس په ستمبر کښې مونږه لړو د سند دوره مو وکړه‪ .‬د‬ ‫سند دوره مو ځکه وکړله‪ ،‬چې تاسو ته به پته وي چې په پاکستان‬ ‫کښې په سند کښې شيونه په سندي ژبه کښې دي‪ ،‬خو هلته دا‬ ‫سرکاري ژبه هم ده خو هلته پرابلومونه )مسائل( مونږ وکتل داسې‬ ‫نۀ ده چې دلته د لرې نه چې مونږ ته څنګه ښکاري‪ ،‬چې دا خو‬ ‫ډېر مخکې دي او مونږه پښتانۀ ډېر شاته پاتې يو‪ .‬داسې نۀ ده‪،‬‬ ‫هلته ډېر پرابلمونه )مسائل( وو‪ ،‬په هغه باندې خبرې کېدلے شي‪،‬‬ ‫قيصه اوږده ده‪ .‬بيا داسې کار وشو چې په دغه سټېج باندې ماته‬ ‫ياديږي‪ ،‬چې د ايم ايم اې )‪ (MMA‬حکومت وو او دراني صاحب‬ ‫وزير اعلے وو‪ ،‬دلته نه يې اعلن وکړو چې پښتو به تر اتم جماعت‬ ‫پورې لزمي کوو‪ .‬ډاکټر اعظم اعظم يې ورته مشر کړو‪ ،‬کمېټۍ‬ ‫جوړه شوه خو کمېټۍ هغه شانې په کاغذونو کښې پاتې شوه‪.‬‬ ‫بيا چې ماشاء ا زمونږه حکومت راغلو دغه کښې بيا داسې کار‬ ‫وشو چې په ستمبر کښې د پښتو ژبې دپاره کمېټۍ جوړه شوه‬ ‫او زمونږه پروفېسر داور خان داود صاحب يې مشر شو او زۀ‬


‫ورسره شومه‪ .‬دلته ډېر کسان ملګري ناست دي‪ ،‬چې د هغې‬ ‫کمېټۍ غړي وو‪ .‬مونږه ورو ورو هغه ميټنګونه کول‪ ،‬اتوار په‬ ‫ورځ مونږ ميټنګ کړے دے او اخر کښې مونږه کېبنټ ته يووړو‪ .‬په‬ ‫کېبنټ کښې وزير اعلے صاحب ددې فيصله وکړه او د ميا صاحب‬ ‫)ميا افتخار( په مشرۍ کښې يې کمېټۍ جوړه کړه‪ .‬ميا صاحب‬ ‫دوے او مونږه بيا مشورې وکړلې‪ .‬دۀ به ډېر ټايم )وخت( راکولو‪،‬‬ ‫هر طرف ته مو جاج واخيستو‪ .‬دا کمېټۍ جوړه شوې د پښتو‬ ‫لپاره ده‪ ،‬خو چې مونږه هغه ټولو حالتو ته وکتل بيا مونږۀ مورنيو‬ ‫ژبو ته لړو‪ .‬بيا مونږه دا فيصله وکړه‪ ،‬چې پښتو‪ ،‬هندکو‪ ،‬سرايکي‪،‬‬ ‫کوهستاني او چترالي کوهار دغه ژبې مونږه مورنۍ ژبې ومنلې او‬ ‫دا مونږ به مرکه باندې وکړله‪ .‬دې باندې خپله هم بحث وشې‪ .‬ددې‬ ‫په عملي کولو باندې هم پوره بحث شوے دے‪.‬‬ ‫بل دې نه پس ‪ ٢٠٠٩‬کښې مونږ نه وفاقي حکومت خواست‬ ‫وکړو‪ ،‬چې تاسو که چرته زمونږ دپاره د پښتو نصاب جوړ کړئ‪ ،‬دا‬ ‫به ډېره ښه وي‪ .‬مونږه نصاب جوړ کړو‪ ،‬صرف دوے وويل چې دا‬ ‫به ددې صوبې دپاره نۀ وي‪ ،‬دا نصاب مونږ ته وفاقي حکومت‬ ‫اجازت راکړو‪ ،‬مونږ جوړ کړو کوټې ته مو واستولو‪ .‬هلته د ډېرو‬ ‫لسونو نه تېر شو‪ ،‬بيا هلته ورباندې ډېر پراسيس )عمل( وچلېدو‬ ‫او اخر ته دا منظور شو‪ .‬دا زۀ د اتلسم ترميم نه مخکې خبره کوم ۔‬ ‫د دې کوشش هم دې حکومت ته کريډټ )انعام( ځي‪.‬‬


‫دې نه پس په ‪ ٢٠١١‬کال په مۍ مياشت کښې د نصاب د‬

‫نصابي کتابونو او مېنټيننس آف سټېنډرډ ) ‪Maintanance of‬‬ ‫‪ (Standard‬دغه نوټيفيکېشن )اعلميه( حکومت وکړو‪ .‬زمونږۀ‬ ‫اسمبلۍ منظور کړو او تاسو ته د مبارکۍ وړ دا دے چې په څلور واړو‬ ‫صوبو کښې دا واحده صوبه ده‪ ،‬چې د چا نصاب خپل دے‪ ،‬کتاب يې‬ ‫خپل دے او ‪ Maintanance of Standard‬يې خپل دے‪ .‬بله‬ ‫خوشخبري دا ده‪ ،‬چې ددغه کال جنوري )‪ (٢٠١٢‬د پښتو او نورو‬ ‫ژبو نوټيفيکېشن تاسو ټول ملګرو ته مونږ ووېشلے‪ .‬ميا صاحب‬ ‫ته دا زما خواست دے‪ ،‬چې دا نوټيفيکېشن دې په وسيع پېمانه‬ ‫باندې خور )خپور( شي‪ .‬بله خوشخبري دا ده‪ ،‬چې تاسو ويل چې‬ ‫يوه اداره دې جوړه شي‪ ،‬د هغې هم نوټيفېکېشن شوے دے‪ .‬د‬ ‫نوټيفېکشن نوم دے‪:‬‬ ‫)‪The Khyber Pakhtunkhwa Promotion of regional‬‬ ‫‪(languages authority‬‬ ‫دا ايکټ پاس شو‪ .‬دا اداره به له خيره اوس جوړه شي‪ .‬دا‬ ‫کومه خبره چې راج ولي شاه صاحب وکړه چې دفتري ټکي‬ ‫جوړول شو ل بورډونه‪ ،‬ل نوي ټکي ل ترجمه‪ ،‬ل څۀ‪....‬‬ ‫اوس تاسو ته زما خواست د دے چې که څوک استادان يئ‪ ،‬لږ‬ ‫په دې نورو استادانو باندې زور راوړئ‪ .‬خلک پښتو ته په ښۀ نظر‬ ‫نۀ ګوري‪ ،‬عموما ډېر کسان داسې دي‪ ،‬چې ماته وايي مروت‬ ‫صاحب خلک په مخ ځي او تاسو په شا روان يئ‪ .‬مطلب يې دا دے‪،‬‬


‫چې خلک انګرېزي ته زور کوي‪ ،‬تاسو په شا روان يئ‪ .‬مونږه‬ ‫انګرېزي نۀ ده لرې کړه اردو مو نۀ ده لرې کړه‪ ،‬فارسي مو نۀ ده‬ ‫لرې کړې‪ ،‬هېڅ مو نۀ دي لرې کړي‪ ،‬مونږ پښتو مضمون له دې‬ ‫کاله په پښتو ويونکو ټولو علقو کښې له کې جي نه واخله کچي‬ ‫)اول( نه واخله تر شپږم جماعت پورې د لزمي مضمون په توګه‬ ‫باندې ويل کيږي‪ .‬کتابونه هم ورته لړل سکولونو ته‪ .‬يو پينځه شپږ‬ ‫ضلعو ته لړ دي‪ ،‬نورو ته روان دي او داسې يوه خوشخبري دا‬ ‫درکوم چې دا پرائيويټ سکولونو باندې هم لګو )نافذ( دے‪ .‬مونږ په‬ ‫دغه ډېر بحث کړے دے‪ .‬پښتو مونږ کمه کړې نۀ ده‪ ،‬چې څومره د‬ ‫انګرېزي‪ ،‬اردو ژبې نمبرې دي‪ ،‬په نهم کښې‪ ،‬لسم کښې‪،‬‬ ‫يوولسم کښې‪ ،‬دوولسم جماعته پورې تر دوولسم جماعته پورې به‬ ‫دا يو مضمون لزمي وي‪ .‬که څوک سائينس وايي‪ ،‬که څوک آرټس‬ ‫وايي‪ ،‬که څوک پرائيويټ سکول کښې دے که څۀ کښې دے‪.‬‬ ‫دلته يو ملګري د )‪ (A‬لېول او )‪ (O‬لېول خبره وکړه‪ ،‬هغه‬ ‫چونکې زمونږه کنټرول کښې نۀ دي‪ ،‬ميا صاحب او مونږ به ورته‬ ‫وګورو چې هغه مونږه څنګه کنټرول کولے شو‪ ،‬خو پرائيويټ‬ ‫سکولونه مونږ په کښې راوستي دي‪ .‬دې کښې به تاسو مونږ سره‬ ‫کومک کوئ که د سياسي پلېټ فارم نه يې راسره کوئ که د بلې‬ ‫لرې نه ۔ بلکې دا دې نور ملګري هم ناست دي‪ .‬مونږه خپلو‬ ‫ملګرو ته هم ويلي دي‪ ،‬کوټې والو ته ما خطونه ليکلي دي‪ ،‬هلته‬ ‫مې بورډ وال ته ويلي د‪ ،‬ټولو ته مې خواست کړے دے‪ ،‬چې تاسو لږ‬


‫مونږ سره کومک )مرسته( وکړئ‪ .‬کتابونه به خير دے زۀ درکړمه‪،‬‬ ‫تاسو په بلوچستان يا جنوبي پښتونخوا کښې پښتو شروع کړئ‪.‬‬ ‫ستاسو ډېره ډېره مننه‪ ،‬زه ستاسو نور وخت نۀ اخلم‪ ،‬خو يو‬ ‫شے درته ښيمه‪ ،‬چې کومه د اتلسم ترميم نه مخکې چونکې زمونږه‬ ‫واک نۀ وو خو بيا هم مونږه کوشش کړے دے‪ ،‬هغه کوشش تاسو ته‬ ‫يو يو ښيم‪ .‬مونږه د امن دپاره هم کار کړے دے‪ ،‬په کتابونو کښې‬ ‫به مخکې دلته د وزير اعلے يا ګورنر يو بيان راتلو‪ ،‬خو ما ورته وليکل‬ ‫چې ‪) We want Peace‬هم امن چاهتے هين( مونږۀ امن غواړو دا‬ ‫مونږه پښتو کښې‪ ،‬انګرېزي کښې او اردو کښې ليکلي دي‪.‬‬ ‫دې نه علوه دا وګورئ د خوشحال بابا تصوير ورسره‬ ‫وګورئ شاته په صفحې باندې دا باب خيبر دے‪ .‬دا شانې مخکې‬ ‫کتاب کښې د باچا خان ذکر چېرته نۀ وو‪ ،‬د خوشحال بابا ذکر به‬ ‫په کښې کم وو‪ ،‬حاجي صيب ترنګزے په کښې شته دے‪ ،‬پير‬ ‫روښان خو بالکل څوک پېژني نۀ‪ ،‬دې کښې ذکر شته اوس دا‬ ‫معاشرتي علوم کتاب دے‪ .‬که ستاسو کومک )مرسته( راسره شامله‬ ‫وي‪ ،‬که حکومت وي که نۀ وي‪ ،‬مونږه د خپله طرف نه کوشش کړے‬ ‫دے‪ ،‬بلکې زۀ دعوې سره ويلے شم چې مونږه چې درې کاله کوم‬ ‫کار کړے دے‪ ،‬هغه بېله خبره ده چې پروپېګنډه به مو دومره نۀ‬ ‫وي هغه زمونږه پبلسټي دومره نشته دے‪ ،‬خو چې دا څومره کار‬ ‫مونږه کړے دے‪ ،‬انشاء ا دومره به چا نۀ وي کړے ۔‬


‫حبيب ا رفيع‪:‬‬ ‫زۀ مخکې له دې چې د پښتو د پرمختګ يا وروسته پاتې کېدو‬ ‫په وجوهاتو وغږېږم ۔ يو څو لنډې خبرې د پښتو په قدامت کوم ۔‬ ‫د پښت کلمه يوه لرغونې کلمه ده ۔ تقريبا څلور نيم زره کاله‬ ‫وړاندې د ويدي او اويستايي سردونو په متن کښې راغلې ده او‬ ‫ددې کلمې نه څلور مهم ټکي راوتلي دي ۔ يوه پښتو ده چې‬ ‫پښتو يوه آريايي ژبه ده او د پښتو لغتونه ډېر لرغوني دي ۔ څو‬ ‫کاله وړاندې د امريکا په يوه کتابتون‪/‬کتاب پلورنځي کښې ما يو‬ ‫کتاب پيدا کړ چې يوۀ ايراني په جرمني کښې د کوم منبع نه په‬ ‫فارسي ژبه ليکلے وو‪ .‬ددې کتاب نوم وو ژړګون ‪ ،‬ژرګون او ماته دا‬ ‫نوم پښتو ښکاره شو‪ .‬کله مې چې واخيست او ومې لوست په‬ ‫دې کښې ژړګون او ژرګون دوه خداے ګوټي وو ۔ دا وړه‬ ‫استوره ده ‪ ،‬زړه استوره‪ .‬دوه خداے ګوټي دي چې ددې استورې‬ ‫نيم لغتونه په پښتو کښې دي‪ .‬دا خداے ګوټي وايي چې دوے د‬ ‫آدم او حوا نه مخکې دلته وو په هم دې منطقه کښې او کله چې‬ ‫ادم او حوا پيدا شو ۔ په دې کتاب کښې د ادم او هوا نومونه خوږه‬ ‫او خوږا راغلي دي‪ .‬په عين موجوده سيسټم باندې خوږه او خوږا‬ ‫چې مونږ ئې د خوږ يا خوګ په معنا استعمالوو ۔ نو يوه ژبه چې‬


‫دومره لرغونې وي چې په اسطورو کښې يې لغتونه وي ۔ درسته‬ ‫ده چې اسطورې واقعيت نۀ وي ۔ ليکن د ژبې د قدامت شاهدي‬ ‫ورکوي نو په دې اساس پښتو ډېره زړۀ ده ۔ نور لغتونه يې هم د‬ ‫سيمې يا د آريانا د منطقې په ټولو کتابونو کښې راغلي دي نو دا‬ ‫پښتو ډېره لرغونې او ډېره زړه ده‪.‬‬ ‫ددې نه بله کلمه چې راوتلې ده هغه پښتون دے‪ .‬پښتون هم‬ ‫يوازې د پښت قبيله نۀ ده بلکې له دې قبيلې سره په څنګ کښې‬ ‫چې نورې قبيلې اوسېدلې دي د هغو ژبه هم پښتو شوې ده‪ .‬په‬ ‫پښتو ژبه غږېدلي دي ۔ مثل ي ً د پښت د کلمې په څنګ کښې هم‬ ‫هغه څلور نيم زره کاله وړاندې د اپاريتي کلمه چې د افريدي په‬ ‫معنا شته‪ .‬د بړيڅا کلمه چې د بړيڅ په معنا ده هغه شته‪ .‬د اسپه زي‬ ‫کلمه چې د يوسف زي په معنا ده هغه شته‪ .‬د ورديکا کلمه چې د‬ ‫وردګ په معنا ده هغه شته ۔ نو په دې اساس د پښتو ژبه د ټولو‬ ‫قومونو ګډه ژبه ده او دا يو جغرافيايي ساحه کښې چې سره‬ ‫پراته وو د دوے ژبه پښتو وه‪.‬‬ ‫پښتون هم لرغونے دے د هغو نومونه هم ډېر زاړه دي ۔ په‬ ‫زړو آثارو کښې راغلے دے ۔ زمونږ د يو لوے مؤرخ ارواښاد کهزاد د‬ ‫وروستي ژوند يوه ډېره مهمه څېړنه ده ۔ په هغو کښې وايي‬ ‫دغه غرغښت او بېټني او سړبن دا د اسلمي دورې کسان نۀ‬ ‫دي بلکې دا درې نيم زره کاله وړاندې د زرتشت د دورې کسان‬ ‫دي‪ .‬غرغښت د ګرشاسپ په نامه په زړو آثارو کښې راغلے‪.‬‬


‫بېټنے او سړه بن هم ددې وخت دي‪ .‬دوے په هغې وخت کښې‬ ‫پاچايي درلوده او زرتشت هم د سپين تومان په نامه وو چې هغه‬ ‫هم پښتو کلمه ده‪.‬‬ ‫په دې ترتيب د پښتنو تشکل هم ډېر لرغونے دے‪ .‬ددې په څنګ‬ ‫کښې ډېر مهم شے چې کوم دے هغه پښتونولي ده‪ .‬پښتونولي‬ ‫نۀ يوازې دا چې د پښتو او پښتون د ساتلو ذريعه ده د دوے د‬ ‫ژوند قانون دے او دا په ونديدات چې د اويستا او زرتشتي وخت يو‬ ‫کتاب دے ۔ ددې بنيادونه په ونديدات کښې کښېښودل شوي دي‬ ‫ځکه په هغوے کښې د خلکو ژوند کولو لپاره لرې چارې او آئين‬ ‫جوړ شوے دے او پښتونولي د هم هغه ځاے نه راروانه ده او‬ ‫پښتني ټولنه يې ژوندۍ ساتلې ده‪ .‬په دې ټولنه کښې داسې‬ ‫وخت راغلے چې حکومت نۀ شته داسې وخت راغلے چې پردو يرغل‬ ‫کړے ليکن همدا پښتونولي ده چې دا قوم يې ساتلے او د دوے د‬ ‫ژوند اجتماعي روابط يې تنظيم کړي‪.‬‬ ‫څلورم ټکے چې وتلے دے د پښت نه هغه پښتونخوا ده ۔ چې‬ ‫دا يوناني مؤرخينو د پکتيکا يا پکتيا په نامه ليکلې ده او هغه وخت‬ ‫چې پښتانۀ د بلخ نه راغلل د هندوکش نه راواوښتل او د‬ ‫هندوکش په جنوب کښې مېشت شول ۔ په دې وخت کښې دغې‬ ‫سيمې ته پښتونخوا ويل شوې او تقريبا اووه سوه کاله وړاندې د‬ ‫هرات يو مؤرخ سيفي هروي دا منطقه معرفي کړې ده چې‬ ‫پښتونخوا د هرات نه رانيولې بيا تر بنو ‪ ،‬تر اټک پورې دغې‬


‫منطقې ته "پښتونخوا" ويل کېدۀ‪ .‬بيا راوروسته په نورو آثارو‬ ‫کښې مثل ي ً د اخون دروېزه په "مخزن" کښې کله چې دے فارسي‬ ‫متن ليکي هلته دے افغانستان ليکي او کله چې بيا د پښتو متن‬ ‫ليکي هلته پښتونخوا ليکي ۔يعنې پښتونخوا او افغانستان دوه‬ ‫متبادل لغتونه دي ۔ نو په دې اساس د پښت د کلمې نه دغه څلور‬ ‫مهم توکي راوتلي چې مونږ ته يې ساتل او پالل په کار دي‪.‬‬ ‫پښتو به وايو ‪ ،‬پښتون به دلته خپل واک لري ‪ ،‬پښتونولي به‬ ‫دوے د خپل قانون په حيث لري او په پښتونخوا کښې به ژوند کوي‬ ‫او له نېکه مرغه چې اوس اوس په دې سيمه کښې د پښتونخوا‬ ‫نوم رسمي شوے دے او دغه څلور رکنه پوره شوي دي‪.‬‬ ‫د پښتو د وروستې والي او پاتې والي په برخه کښې هم ډېر‬ ‫عوامل شته‪ .‬ما مخکې وويل چې دلته پښتانۀ پاچايان تېر شوي‬ ‫دي ليکن مشکل دا وو چې دوے په نورو ژبو کار کړے او خصوصا په‬ ‫اسلمي دوره کښې فارسي دلته حاکمه ژبه وه او زمونږ ټول‬ ‫پاچاهان چې راغلي دي په هغوے يې کار کړے دے‪ .‬غوريانو پښتو‬ ‫ته توجه کړې وه ۔ د غزنويانو په وخت کښې لکه چې مغموم‬ ‫صاحب اشاره ورته وکړه د پښتو د تورو لپاره کار شوے‪ .‬وايي چې‬ ‫حسن ميمندي جوړ کړي وو ليکن د هغو نمونې نۀ شته‪ .‬په څنګ‬ ‫کښې يې مهم کتاب د ابو علي ابن سينا دے چې زر کاله مخکې تېر‬ ‫شوے دے‪ .‬ددې کتاب نوم "مخارج الحروف" دے‪ .‬په دې کښې په‬ ‫غږونو باندې خبرې کوي د ژبو چې په دې کښې کله چې د پښتو‬


‫تورو ته راځي ۔ "ځ" ئې هم راوړې‪" ،‬څ" ئې هم راوړې ۔ يا ځيم و‬ ‫څيم دغه يې هم راوړي ۔ يعني په هغه وخت کښې دۀ ثبت کړي او‬ ‫ددې غږ يې ښودلے چې څنګه ادا کيږي‪ .‬د هغو نه راوروسته د‬ ‫هوتکيانو په دوره کښې خصوصا د ميرويس نيکه د زوے شاه‬ ‫حسين هوتک په دوره کښې فارسي رسمي ژبه وه د دربار ژبه‬ ‫وه او د ادب ژبه وه‪ .‬ادبي دربار په کښې جوړ شوے وو ۔ هره هفته‬ ‫به غونډې په کښې کېدلې او د هغو ريکارډ به اخيستل کېدۀ ۔ نو‬ ‫دا يو ډېر مهم کار وو‪ .‬منتها په افغانستان کښې دايم تېري‬ ‫شوي ‪ ،‬تجاوزونه شوي او پردي راغلي زمونږ هغه ټول کارونه‬ ‫چې شوي هغه وران شوي دي ۔ نو په دې اساس کله چې نادر‬ ‫افشار راغے نو دا حکومت ړنګ شو او له دې سره د پښتو پاچايي‬ ‫هم ړنګه شوه‪ .‬احمد شاه بابا چې راغے د هغه د دربار ژبه فارسي‬ ‫وه ۔ پښتو يې رسمي ژبه نۀ وه ليکن د پښتو لپاره يې د ږوب نه‬ ‫يې پير محمد کاکړ راغوښتے وو او هغه د پښتو لوے شاعر وو ۔‬ ‫ليکن هغوے د شاعرۍ ترڅنګ د پښتو لومړے درسي کتاب د‬ ‫"معرفت الفغاني" په نوم وليکۀ ۔ چې دې کتاب کښې دۀ د دربار‬ ‫هغه ټولې خبرې چې ضرورت وې ‪ ،‬فرمان واخله فرمان ورکړه‪.‬‬ ‫دغه خبرې يې ټولې ليکلې او دا يې د احمد شاه بابا زوے سليمان‬ ‫شاه ته ليکے وو او هغه د شاه ولي خان زوم وو چې هغه د‬ ‫اعليحضرت احمد شاه بابا صدراعظم وو او دا يې ددې لپاره ليکلے‬ ‫وو چې کله دے پاچا کيږي او د دۀ د پاچايۍ سره به پښتو رسمي‬


‫ژبه وي او ټول دربار به پښتو کيږي ليکن کورنيو شخړو چې تيمور‬ ‫شاه راغے او سليمان شاه يې د تخت نه لرې کړ ‪ ،‬فقط څو محدودې‬ ‫ورځې پاچا وو‪ ،‬هغه يې د تخت نه لرې کړو‪ .‬دغه پروګرام هم ختم‬ ‫شو‪.‬‬ ‫بيا وروسته بنيادي کار چې شوے هغه د امير شېر علي خان په‬ ‫وخت کښې وو‪ .‬امير شېر علي خان ته سيد جمال الدين افغاني‬ ‫يو د اصلحاتو پروګرام جوړ کړے وو ۔ په دې کښې د اخبار چاپول‬ ‫وو په ‪(١٨٧٨) ١٩٧٨‬ع کښې زمونږ هغه ټول څۀ چې وو له منځه‬ ‫ولړل او بيا په ‪١٩٠٣‬ع کال کښې په افغانستان کښې لومړنے‬ ‫اصلي مکتب جوړ شو ۔ د حبيبيې لېسه‪ ،‬او په دې کښې پښتو ژبه‬ ‫د درس ژبه وه ۔ يعني په پښتو ژبه يو مضمون وو او ددې لومړنے‬ ‫استاد مولوي صالح محمد خان وو چې هغه ډېره ساده پښتو‬ ‫ورته ليکلې‪ .‬درې کتابونه يې چاپ شوي ‪ ،‬زما سره شته ۔ ډېره‬ ‫ساده ‪ ،‬په ډېره ساده ژبۀ يې ليکلي حتے زاړۀ متنونه يې په ډېره‬ ‫خوږه ژبه ترجمه کړي‪ .‬مثل ي ً د مولنا جلل الدين بلخي مثنوي يې‬ ‫ماشومانو ته ټوټه ټوټه ‪ ،‬قيصه قيصه ترجمه کړې ليکن په‬ ‫ډېره روانه ژبه‪ .‬مثل ي ً مولنا وايي‪:‬‬ ‫بشنو از نے چون حکايت مي کند‬ ‫و از جـــدايي ها شکايت مي کند‬ ‫دۀ دا ډېره ساده او ډېره لنډه ژباړلې‪:‬‬ ‫دا لــــــه نله حکايت دے‬


‫له بېلتونه شکايت دے‬ ‫نو په دې ترتيب درسي ژبه شوه او راروانه وه‪.‬‬ ‫د اعليحضرت امان ا خان په وخت کښې پښتو مرکه جوړه‬ ‫شوه او غوښتل يې چې پښتو په علمي ډول د ټولو قومونو په‬ ‫نمائندګۍ جوړه شي‪ .‬په دې کښې يې د بېلبېلو قومونو‬ ‫نمائندګان راوستي وو‪ .‬ډاکټر صاحب مروت اشاره ورته وکړه ۔‬ ‫ددې ځاے نه هم خلک په کښې وو ۔ نو په دې اساس دې خلکو د‬ ‫پښتو لغتونه راټولولو او کوم لغتونه به چې په پښتو کښې نۀ وو‬ ‫هغه به يې جوړول‪ .‬دوے دوه کتابه چاپ کړي ‪ ،‬يوازينۍ پښتو او‬ ‫پښتو پښويه‪.‬‬ ‫ددې نه راروسته بيا د نادر خان په دوره کښې په ‪ ١٩٣٧‬کښې‬ ‫پښتو رسمي ژبه شوه او امر شوے وو چې ټول ښوونځي يا‬ ‫سکولونه دې په پښتو شي او په څو کلونو کښې دې پښتو د‬ ‫تعليم ژبه هم شي د دفتر ژبه دې هم شي ليکن دوے قدرونه نۀ‬ ‫ورته درلودل‪ ،‬استادان يې نۀ ورته درلودل ۔ کتابونه په ډېره سخته‬ ‫ژبۀ پښتو شول او ورته ويل شوي وو چې کوم لغت نۀ وي هغه‬ ‫به جوړوئ‪ .‬دغه منصوبه ناکامه شوه ۔ کتابونه چاپ شول ‪ ،‬معلم نۀ‬ ‫وو ‪ ،‬ښوونکے نۀ وو‪ .‬بالخره داسې يوه مرحله راغله چې دا‬ ‫کتابونه بېرته ټول شول ‪،‬وسوځول شول او د هغو نه وروسته يوه‬ ‫معقوله لر چې راووته هغه دا وه چې پښتو په پښتني سيمو‬ ‫کښې د درس ژبه وه او په نورو غېر پښتني سيمو کښې يو‬


‫مضمون وو‪ .‬همداسې فارسي په پښتني سيمو کښې د يوه‬ ‫مضمون په توګه وه او فارسي سيمو کښې د درس ژبه وه‪.‬‬ ‫په دې ترتيب هغه سيستم ل تراوسه په افغانستان کښې روان‬ ‫دے او زمونږ په نوي آئين کښې يوه ماده دا ده چې هر ماشوم په‬ ‫خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي او ددې دپاره د پوهنې وزارت کار‬ ‫کوي ۔ کتابونه ورته چاپوي او نصاب يې ورته جوړ کړے دے ۔ نو دا د‬ ‫هغې خوا په برخه کښې معلومات وو‪ .‬په دې برخه کښې ډاکټر‬ ‫صاحب مروت بشپړ معلومات ورکړل ۔ ډاکټر خان صاحب پښتو‬ ‫درسي ژبه کړې وه ‪ ،‬د هغوے نه راوروسته ډېرې هڅې وشوې او د‬ ‫پښتو لپاره چې ټولنې جوړې شوي دي ‪ ،‬خصوصا انجمن اصل ح‬ ‫افاغنه ۔ هغه سياسي ډله نۀ وه ‪ ،‬هغه د همدغې دپاره وه چې‬ ‫پښتو ژبه عامه شي ۔ پښتانۀ سم شي ‪ ،‬د علم دپاره آماده شي‬ ‫او دا ټولنه د علم په زور پرمخ ولړه شي‪.‬‬ ‫ستاسو له توجه نه مننه۔‬


‫مختار يوسفزے‪:‬‬ ‫صوبايي صدر پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ۔ خيبر‬ ‫پښتونخوا‬ ‫د ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پوهه فاونډېشن او د‬ ‫ثقافت د څانګې له خوا دلته په نشتر هال کښې د دې غونډې‬ ‫ډېرو درنو منتظمينو ۔ په سټېج ناستو مشرانو ۔ په تالر کښې‬ ‫ناستو خويندو وروڼو! مونږ خو بنيادي طور اورېدو له راغلي وو‬ ‫چې دلته ډېر لوے لوے عالمان راغلي دي ۔ د دوے خبرې‬ ‫واورو ۔ چونکې زۀ سياسي کارکن يم او سياسي خلک به هر څۀ‬ ‫داسې ګډوډ کړي اوسياسي کوي يې ۔ خو بهر حال زۀ تاسو را‬ ‫بللے يم ۔ عزيزانو! انسانانو چې تر اوسه پورې څونه برياليتوب تر‬ ‫لسه کړے دے يا يو څۀ څيزونه يې حاصل کړي دي ۔ په هغو‬


‫کښې تر ټولو مهم شے ژبه ده‪ .‬د ژبې نه بغير د ټولنې‬ ‫جوړښت ناممکن دے‪ .‬چې انسانان د خپل ژوند ساتلو ته د دوام‬ ‫ورکولو په خاطر کوم محنت کوي ‪ ،‬خواري کوي او د محنت او‬ ‫خوارۍ په دوران کښې چې د دوے د يو بل سره کوم تعلق‬ ‫جوړېږي ‪ ،‬کومه رابطه جوړېږي نو دا هم د ژبې په ذريعه‬ ‫جوړېږي‪ .‬وروڼو! ژبه که يو طرف يو سماجي ضرورت دے خو‬ ‫بلې غاړې ته ژبه بيا انسانان د ژبو په بنياد په مختلفو ټولنو باندې‬ ‫تقسيمېږي او د قومونو په وجود کښې راويستلو کښې ژبه يو‬ ‫ډېر مهم رول ادا کوي ۔ ژبه بيا د قوم پېژندنه ده ۔ ژبه او قوم د‬ ‫يو بل سره تړلي شوي څيزونه دي ۔ د يو بل نه نۀ شي جدا کېدے‬ ‫۔ کله چې يو قوم حاکميت ولري يو قوم اقتدار ولري يو قوم‬ ‫خپل سياسي واک او اختيار ولري د هغه قوم ژبه حاکمه ژبه‬ ‫ګرځي او هم مقتدره ژبه ګرځي‪ .‬که مونږ خپلې پښتو ژبې ته‬ ‫وګورو هم هغه وختونو کښې چې کله هم پښتانۀ په اقتدار‬ ‫کښې راغلي دي نو هر وخت دا کوشش شوے دے چې پښتو‬ ‫ژبه مخ په وړاندې بوځي د هغې دپاره خدمت وکړي او کله چې‬ ‫بيا پښتانۀ د بل تر اسارت لندې راغلي دي په هغه وخت کښې‬ ‫قوم محکوم شوے دے ۔ ژبه بيا محکومه شوې ده ۔ بيا چې کوم‬


‫تحريکونه را پورته شوي دي نو هم په دغه وخت کښې پښتو‬ ‫ژبې ترقي کړې ده‪ .‬که مونږ د خپلې ژبې تاريخ ته وګورو دلته‬ ‫ورته اشارې وشوې ‪ ،‬پښتو ژبې که دلته ترقي کړې ده نو دا يې‬ ‫د روښانيانو د نهضت‪ ،‬چې د مغلي استعمار سره په جګړه وو‪،‬‬ ‫په دې دوران کښې په پښتو ژبه کښې ډېر لوے‪ -‬لوے‬ ‫شاعران ‪ ،‬ډېر لوے لوے اديبان را پيدا شول ۔ لکه پخپله پير‬ ‫روښان ‪ ،‬بيا د هغه سره نورلکه ميرزاخان انصاري ‪ ،‬ارزاني‬ ‫خوېشکے ‪ ،‬واصل خان ‪ ،‬علي محمد مخلص او نور ۔ يعني دا‬ ‫رنګه پوهان او اديبان د روښاني تحريک په نتيجه کښې را پيدا‬ ‫شول ۔ بيا چې خوشحال بابا کله د افغانانو په ننګ باندې توره و‬ ‫تړله ‪ ،‬ميدان ته را ووتو نو د خوشحال بابا د دغه نهضت په نتيجه‬ ‫کښې بيا په درځنونو شاعران ‪ ،‬لوے لوے شاعران چې پخپله د دۀ‬ ‫زامن په کښې شامل وو ۔ عبدالقادرخان پکې شامل وو ‪ ،‬اشرف‬ ‫خان پکې شامل وو ‪ ،‬سکندرخان پکې شامل وو۔ بيا دا رحمان‬ ‫بابا او دا خلک هم را پيدا شول ۔ په دې زمانه کښې چې پښتو‬ ‫ژبه يې يو قسم تر ډېره وړاندې بوتله ۔ بدقسمتۍ نه بيا چې په‬ ‫دا وروستي وخت کښې چې کله دلته افغانستان مات شو‬ ‫انګرېزانو ترې دا برخه ونيوه نو دلته بيا پښتو ژبه ډېره شاته‬


‫لړه ۔ خو دلې چې بيا زمونږ د قومي آزادۍ تحريکونه را پيدا‬ ‫شول ‪،‬د باچاخان تحريک )خدايي خدمتګار( ‪ ،‬د ترنګزو حاجي‬ ‫صاحب ‪،‬د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي ۔ په دا دوران کښې‬ ‫بيا د پښتنو چې کوم ملي آزادي غوښتونکے غورځنګ وو په دې‬ ‫کښې بيا ډېر لوے لوے شاعران او اديبان را پيدا شول ۔ پخپله د‬ ‫باچاخان )پښتون( اخبار ‪ ،‬د خان شهيد )استقلل( اخبار او په دې‬ ‫کښې بيا ډېر لوے لوے شاعران چې پخپله په هغې کښې غني‬ ‫خان دے ‪ ،‬اجمل صاحب دے ‪،‬فدا بابا او نور ډېر دي ۔ مطلب دا‬ ‫چې ډېر لوے لوے شاعران او اديبان لکه ماسټر عبدالکريم‬ ‫‪،‬عبدالخالق خليق صاحب ‪ ،‬مهدي شاه باچا او دا رنګه په درځنونو‬ ‫په سوونو شاعران په دې تحريک کښې را پيدا شوي چې پښتو‬ ‫ژبې ته يې ډېر لوے خدمت وکړو ۔ البته په دې ملک کښې چې‬ ‫کوم دا محکومه پښتونخوا ورته مونږ وايو ‪ ،‬په دې کښې هم‬ ‫هغه وخت پښتو ژبه په ياد کښې راغلې ده چې دلته زمونږ‬ ‫خپل قومي تحريک لږ ډېر واک پيدا کړے دے ۔ لکه دلته اشاره‬ ‫وشوه د ډاکټر خان صاحب په حکومت کښې دا کوشش وشو‬ ‫چې پښتو دلته د لوست او د تعليم ژبه شي او څنګه چې د هغه‬ ‫حکومت ختم شو داسې بيا پښتو د منځه لړه‪ .‬بيا په دې را‬


‫وروستو ورځو کښې د فضل حق په وخت کښې يو کوشش‬ ‫وشو ‪ ،‬د پښتو دپاره هغه هم بيا د مرۍ نه ونيولے شو ۔ اوس‬ ‫ميا صاحب دوے يا زمونږ دا موجوده حکومت يو څۀ هلې ځلې‬ ‫کوي او په دې کښې څۀ په دې معنا قابل قدر دي ۔ په دې‬ ‫کښې پرمختګ شوے دے ۔ البته دا پرمختګ اوس هم نيمګړے دے‬ ‫او دا به هله مونږ پښتو ژبه خوندي کولے شو چې پښتو ژبه‬ ‫قومي ژبه وګرځولے شي او د دې وطن د هر اوسېدونکي‬ ‫تعليمي ژبه وګرځوله شي‪ .‬يو خو زۀ دا تجويز کوم لکه څنګه‬ ‫رفيع صاحب دلته خبره وکړه ۔ چې د افغانستان په پارسي‬ ‫ويونکو سيمو کښې پښتو يو مضمون ويلے کيږي او نور علوم‬ ‫چې کوم دي هغه په پارسي ويلے کيږي او په پښتو ويونکو سيمو‬ ‫کښې پارسي د يو مضمون په طور وي او دا رنګه نور علوم‬ ‫چې کوم دي هغه په پښتو ژبه وي ۔ زۀ خپل صوبايي حکومت‬ ‫ته دا تجويز کوم چې دا که مونږ داسې پرېکړه وکړو چې که په‬ ‫هندکو ويونکو علقو کښې مونږ پښتو بالکل ورکه کړو دا مونږ‬ ‫يو ډېر لوے تاوان وکړو ۔ يو ډېر لوے تقسيم به دلته را منځ ته‬ ‫شي نو په کار ده هغه اصول چې په افغانستان کښې دے هغه‬ ‫دلته هم منطبق شي ۔ يعنې پښتو ژبه په کار ده چې زمونږ د‬


‫وطن هر يو سړے ووايي او پښتو يو لزمي مضمون شي ۔ نور‬ ‫چې کوم علوم دي هغه دي پخپله ژبه کښې ورته ويلے کيږي ۔‬ ‫يعنې پښتو يو لزمي مضمون د قومي ژبې په حيثيت باندې د‬ ‫پښتونخوا هر يو اوسېدونکے په کار ده چې زده کړي او دغسې‬ ‫علوم چې کوم دي لکه څنګه چې افغانستان کښې مېډيکل او‬ ‫انجينيرنګ او نور سوشل ساينسز په پښتو ژبه دي ۔ په کار ده‬ ‫چې درجه په درجه مونږ دغه طرف ته سفر وکړو او پښتو د دې‬ ‫ځاے قامي او سرکاري ژبه وګرځي او دې سلسله کښې بيرته‬ ‫يعنې زمونږ دا خطرات او د خطرې توره هر وخت زمونږ په سر‬ ‫را ځړېږي ۔ دا خطره شته چې که دا حکومت له منځه ځي او بيا‬ ‫د يو بل چا حکومت راځي کېدے شي چې دا کومې خوارۍ او‬ ‫مروت صاحب چې کوم کتابونه چاپ کړي دي دا کتابونه خلک بيا‬ ‫وسېځي او له مينځه يې يوسي ۔ نو دې دپاره د قوم ډېر زورور‬ ‫يووالے په کار دے ۔ په دې سلسله کښې چې کله دلته د هر چا‬ ‫حکومت وي نو په کار ده چې دا کوم حاصلت شوي دي دا‬ ‫حاصلت مونږ ضايع کېدو ته ور نۀ کړو او د نورو حاصلتو دپاره‬ ‫په شريکه هلې ځلې وکړو‪ .‬ستاسو ډېره مهرباني ډېره مننه‪.‬‬


‫رحمت شاه سايل‪:‬‬ ‫زۀ چې دغه څومره خبرې وشوې‬ ‫دا تقريبا خپلې خبرې ګڼمه ۔ ډېرې خبرې کول نۀ غواړم‪.‬‬ ‫ډېره لرې خبره نۀ ده ‪ ،‬سنې ماته نۀ يادېږي ۔ اکثر رانه خپل سن‬ ‫هم هېر وي ۔ خو شل_دوه ويشت يا درويشت کاله مخکې ما د‬ ‫شاعرۍ دووم کتاب چاپ کړو او چاپ مې داسې کړو چې د خپلو‬ ‫ملګرو نه مې دوه دوه سوه درې درې سوه روپۍ وغوښتې ‪،‬‬ ‫قرض مې ترې وغوښتې او کتاب مې چاپ کړو‪ .‬د پېښور د‬ ‫کتابونو په لوے دوکان چې راغلم ۔ پنځوس کتابونه مې رااخيستي وو‬ ‫د پريس يو ملګرے راسره وو اسلم ارماني ۔ نو يونيورسټي بک‬ ‫ايجنسۍ ته راغلم ۔ دا اوس دوه دوکانه شوې دي هغه وخت دا يو‬ ‫وو ۔ ډېر لوے دوکان وو او تقريبا هغه وخت هم دوه چته دوکان وو‬ ‫۔ نو ماته دوکاندار وويل چې دا څۀ دي؟ ما ورته وويل چې دا د‬ ‫پښتو کتابونه دي ويل يې چې څۀ شے دے؟ د پښتو نظم دے که نثر‬ ‫دے‪ .‬مونږ ورته وويل چې دا نظم دے‪ .‬ويل يې چې ياره خفه کېږئ‬ ‫مۀ خو د پښتو کتاب راته ځاے تنګوي ۔ څوک يې اخلي نۀ ۔ نو خفه‬ ‫کېږئ مۀ دا واپس يوسئ‪.‬‬ ‫زما زړه يو درز نارې کړو ۔ ما ويل چې ما خو څو کاله په دې‬ ‫پښتونخوا کښې منډې ترړې ووهلې ۔ شاعري مې خلکو ته‬ ‫واوروله هغه خلکو خوښه کړه او دوکاندار وايي چې خفه کېږئ‬


‫مۀ ۔ بيا مې په قرض پيسې رااخيستې دي ۔ پينځه پينځه سوه ‪ ،‬دوه‬ ‫دوه سوه ‪ ،‬درې درې سوه ۔ چې مونږه وتلو نو راته يې وويل چې‬ ‫تاسو خفه کېږئ خبره واورئ نو مونږ واپس راغلو‪ .‬وايي چې خير‬ ‫دے يو لس کتابونه به ترې کښېږدو نو ما ورته وويل چې ډېره‬ ‫مهرباني خير دے دا به يوسو واپس ۔ هغه ملګرے راباندې زورور‬ ‫شو ۔ هغه ويل چې لس کتابونه به ترې کېدو خير دے‪ .‬چيټ )کاغذ(‬ ‫يې راکړو ۔ په خپله يې پرې کميشن وليکو او د لسو کتابونو چيټ يې‬ ‫راکړو‪ .‬زۀ ترې لړمه کلي ته او ملګرے مې درې څلور ورځې دلته‬ ‫ايسار وو چې هغه راغے نو کتابونه خرڅ شوي وو نو هغه ته يې‬ ‫سوال جواب وکړو چې دا کتابونه نور راوړئ ۔ هغه هلته راکوز شو‬ ‫درګۍ کښې کلي ته تلو ۔ ماله يې هغه پيسې راکړې ۔ ويل يې چې‬ ‫هغه وايي چې نور کتابونه راوړئ‪ .‬يقين وکړئ ما نور کتابونه يونۀ‬ ‫وړو‪ .‬يو خوا بل خوا مې ملګرو له ورکړه ۔ د چا پيسې راغلې د چا‬ ‫رانغلې ۔ خو هغه له مې هغه کتابونه ورنۀ کړل‪ .‬چې درېيم کتاب‬ ‫مې چاپ کوو نو هغه له راغلم ما ويل کتاب مې چاپ کړے دے ۔‬ ‫هغه د مټ نه ونيولم هغلته لرې يې بوتلم ۔ چائے يې راوغوښتۀ ‪،‬‬ ‫کښې يې نولم ماته يې وويل ددې کتاب خبره راسره وکړه‪ .‬ما ويل‬ ‫څۀ خبره؟ ويل يې دا ټول کتاب راکړه‪ .‬ما ويل که زما نه هغه خپل‬ ‫حقوق اخلي ۔ ما ورته وويل ټول کتاب خو نۀ درکوم‪ .‬ويل يې نۀ‬ ‫چې دا کوم دې چاپ کړي دي دا درنه غواړم‪ .‬ما ويل ښه‪ ،‬سره‬ ‫مو خبره وکړه ۔ پيسې يې نغدې راکړې هغه کتابونه يې کېښودل‪.‬‬


‫اوس صورتحال دا دے چې زما سوونه نۀ‪ ،‬زرګونه کتابونه د‬ ‫هغۀ سره پراتۀ دي هيڅ ځاے ورته نۀ تنګوي ۔ نو زما خپل خيال دا‬ ‫دے چې د پير روښان د تحريک خبره وشوه ۔ د خوشحال بابا د‬ ‫تحريک خبره وشوه ۔ د باچا خان د تحريک خبره وشوه ۔ واقعي‬ ‫هغه خلکو ډېر کارونه کړي دي او دغه ژړاګانې مونږه هم کړې‬ ‫دي‪ .‬ما د درده يو ځل شعر ليکلے وو او دا تاسو تحقيق ګڼئ که‬ ‫تخليق يې ګڼئ چې‪:‬‬ ‫منورين خو يا کتاب خوري يا کتاب وخواړۀ‬ ‫پښتو ژوندۍ ده په هغو چې پښتو نۀ پېژني‬ ‫او دا کيفيتي تبديلي هم په سړي کښې زر زر پيدا کيږي ۔ يو‬ ‫ځل مې داسې يو شعر هم ليکلے وو ۔ چې‪:‬‬ ‫ما سوچ په ځان کاوۀ چې زۀ شاعر ولې پيدا شوم‬ ‫بـــېدړده پښتنو تـــــه د نـــــغمو ضـــــــرورت څۀ وو ۔ دلته‬ ‫ميا صاحب ناست دے ‪ ،‬مروت صاحب ناست دے دا نور زمونږه د‬ ‫افغانستان نه مېلمانۀ راغلي دي ‪ ،‬د کوټې نه مېلمانۀ راغلي‬ ‫دي ‪ ،‬ددې ځاے کسان دي ۔ اياز مندوخېل د مورنو ژبو د ورځې په‬ ‫نسبت دا کسان راغوښتي دي ۔ دا عام کسان نۀ دي ۔ دا د پښتو‬ ‫سره او د پښتون د ژوند سره ډېر قريب او نژدې خلک دي‪ .‬زما په‬ ‫خيال مونږه ددې دپاره ډېره ژړا کړې ده ‪ ،‬ډېر ويرونه مو کړي دي‬ ‫۔ هر يو ليکوال ‪ ،‬هر يو شاعر ‪ ،‬هر يو اديب د خپل بچي د خولې نه‬ ‫نوړۍ راشکولې ده او دغه پښتو يې پرې دې ځاے ته رارسولې ده‪.‬‬


‫پښتنو خپلو پښتنو ته رايې ورکړې دي دلته يې راوستي دي ‪،‬‬ ‫حکومت کښې يې کښېنولي دي ۔ پښتونخوا پښتونخوا شوه‪.‬‬ ‫ماته ياد دي په باړه ګلۍ کښې چې کوم سيمينار وو د ليکدود په‬ ‫حواله ‪ ،‬زمونږه څو کسان وو په دې خبره مو زور راوړو ۔ غالبا‬ ‫اقبال حسين افګار هم په هغې کښې وو او مونږه ويل چې ددې‬ ‫صوبې نوم دې "پښتونخوا" شي‪ .‬مونږۀ قرارداد پېش کوو په‬ ‫هغه تقريب کښې ۔ مخالفتونه يې هم کېدۀ په خپلو پښتنو کښې‬ ‫يې کېدۀ ۔ خو هغوے ته ګناه هم نۀ وه‪ .‬نن ددې صوبې نوم هم‬ ‫پښتونخوا شوے دے ۔ مونږه غواړو چې دا ژبه دې د سکول ژبه‬ ‫شي‪ ،‬دا دې د کالج ژبه شي ‪ ،‬دا دې د دفتر ژبه شي‪ ،‬دا دې د قانون‬ ‫ژبه شي‪.‬‬ ‫دلته يو ملګري خبره وکړه چې دا څنګه خبره ده چې زۀ بله‬ ‫ژبه ښيمه نو خپله ژبه به په کښې نۀ شم استعمالولے بيا به‬ ‫څنګه کيږي‪ .‬مونږه خو ل دا غم ژاړۀ چې "بهائي آج آ‪ ،‬کل جا" ددې‬ ‫په ځاے که تۀ ماشوم ته ووايې چې نن راشه ‪ ،‬سبا لړ شه نو زما‬ ‫په خيال خبره به ډېره اسانه وي‪" .‬جهيل کسے کهتے هين" که ته‬ ‫ورته ووايې چې "ډنډ څۀ ته وايي" په آسانه پرې پوهېدے شي‪.‬‬ ‫مونږه ل دا خبره ژړله نو اوس چې پردۍ ژبه ورته ښيي نو په‬ ‫خپله کښې به يې ورته نۀ ښيې نو په څۀ کښې به يې ورته‬ ‫ښايې؟ او څنګه به يې زده کوي؟ نو زما په خيال مونږه دا ژبه‬ ‫غواړو ځکه چي د قانون ژبه داسې ده چې مقدمه زما ده ‪ ،‬زۀ پرې‬


‫نۀ پوهېږم‪ .‬دا څۀ شے دے‪ .‬زما په خيال دا ژبه د قانون ژبه کول‬ ‫غواړي ۔ دا د ميډيکل ژبه کول غواړي ۔ دا د انجينرنګ ژبه کول‬ ‫غواړي او دا څۀ مشکله خبره نۀ ده او دا مونږه څۀ سوالونه نۀ کوو‪.‬‬ ‫زما په خيال دا خاوره زمونږه ده ددې کلچر ددې روايات زمونږه‬ ‫دي‪ .‬دا قام زمونږه دے ۔ مونږه ددې قام خلک يو ۔ دا ژبه زمونږه ده‬ ‫۔ زمونږه زرګونه کاله زندګي ده په دې خاورې باندې نو زما په‬ ‫خيال دا به قومي ژبه وي ۔ دا لکه څنګه مختار يوسفزي وويل چې‬ ‫دا به قومي ژبه وي‪ .‬قانونونه چې جوړ شوې دي ۔ د خلکو د‬ ‫کلچرونو‪ ،‬د خلکو د رويو يې خيال ساتلے دے‪ .‬هغه جوړ شوي دي نو‬ ‫بايد چې مونږه دا ټول هر څۀ را اسان کړو‪ .‬خلکو ته يې رااسان‬ ‫کړو ۔ چې زما مقدمه ده چې زۀ پرې پوه شم ۔‬ ‫مونږه وايو چې دوه‪ ،‬درې ‪ ،‬څلور نۀ‪ ،‬شل شل ژبې زده کړې دا‬ ‫ډېر زيات د کمال خبره ده‪ .‬نننۍ دنيا نننۍ دنيا ده ۔ مونږه به په شا‬ ‫نۀ ځو ۔ په مخکې به ځو ۔ خو يوه خبره ده دا هر څۀ مونږه د خپلې‬ ‫ژبې په بنياد زده کولے شو ۔ نو زما په خيال زمونږه حکومت هغه‬ ‫طرف ته روان دے‪ .‬ما غلي غوندې د ميا صاحب نه تپوس وکړوچي‬ ‫تاسو ډېر لوے کار وکړو خو دا ده چې ددې )پښتو( دپاره به استاد‬ ‫وي که به نۀ وي ۔ نو هغه ويل چې دا غم هم کوو او زما د ټولو‬ ‫نه لويه خبره چې کومه ده هغه دا ده چې زۀ په دې اور کښې‬ ‫سوے يمه ۔ ما وخت په وخت کتلي دي ۔ د هر مضمون دپاره په کالج‬ ‫کښې او په سکول کښې استاد وو ۔ که نۀ وو صرف د پښتو‬


‫دپاره نۀ وو او هر نوے کالج چې به جوړېدو ۔ هغلته به نۀ وو ۔ نو‬ ‫زما په خيال چې دا کوم سازشونه به کېدۀ ۔ څنګه څنګه به کېدۀ‪.‬‬ ‫د هغې دپاره هم بندوبست په کار دے او بنياد ورله دوے را جوړ که‬ ‫)کړو(‪ .‬دغه بنياد دغومره مستحکم کول غواړي چې آينده څوک‬ ‫سازشونه هم ونۀ کړي او مونږه دې خپل قام له داخپله ژبه ورکړو‪.‬‬ ‫دا په وروستو تلۀ نۀ دي ۔ دا زما په خيال ډېر اوږد بحث غواړي‬ ‫۔ بيا صحيح که ژوند وو په دې به وخت په وخت خبرې کوو او مننه‬ ‫کوو مونږه د اياز مندوخېل صاحب او ددې خلکو چې دوے دلته‬ ‫راغله‪ .‬په دې يې خبرې وکړې ۔ دغه زمونږه عالمان دي ۔ دغه‬ ‫زمونږه فاضلن دي ۔ هغوے تاسو ته ډېرې ګټورې خبرې وکړې‪.‬‬ ‫همېش خليل صاحب وويل ۔ چې موسيقي ورکيږي ۔ يا ځينې ټکي‬ ‫متروک کيږي ۔ يا ژبې ته نور ټکي راننوځي زما په خيال دا هم‬ ‫ماته درسته رويه نۀ ښکاري‪ .‬دې ته به راننوځي هم ‪،‬دې کښې به‬ ‫ټکي هم متروک کيږي ۔ ولې دا ده چې که مونږه په خپله ژبه غور‬ ‫وکړو ۔ غم يې وکړو ۔ فکر پرې وکړو ‪ ،‬نو زما په خيال زمونږه ژبه‬ ‫نن هم موجوده ده ۔ هر څۀ په کښې دي او ډېره زياته غني ژبه‬ ‫ده‪ .‬پرون به مونږه ورته اشر غوبل ويلو ۔ نن اشر غوبل نۀ شته ۔‬ ‫تاسو اشر هم پېژنئ ۔ غوبل هم پېژنئ‪ .‬غوبل به مونږه په غويانو‬ ‫باندې کوو ۔ تاسو وګورئ ددې سره څومره لويه ژبه څومره بل‬ ‫ټکي وو او څومره بل ژبه وه په کښې‪:‬‬ ‫د لېونۍ د پلر غوبل دے‬


‫ناکام زما دے چې رمباز به تاوومه‬ ‫زما په خيال چې غوبل لړو ۔ اشر خو اوس هم موجود دے خو‬ ‫غوبل لړو ځکه چې ټېکټر )ترېکټر( راغلو‪ .‬غوبل به داسې نۀ‬ ‫وو لکه سړے چې ښادي کوي ۔ خوېندې خورلڼې به خلکو‬ ‫راوستې کور ته ۔ ډوډۍ ګانې به يې کړې وې ۔ ګاونډيان به يې‬ ‫راوستل په هغوے به يې ډوډۍ خوړه ۔ غوبل به داسې يو شے وو‪.‬‬ ‫ښه يوه به وه ۔ کولبه به وه‪ ،‬په هغه کښې بل نومونه وو ۔ دا‬ ‫سپرخے دے ‪ ،‬دا پاله ده ‪ ،‬دا تير دے ۔‪،‬دا جغ دے ۔ دا سر بانډې ده ۔ دا‬ ‫ټول شيزونه )څيزونه( راغلۀ لړل‪ .‬زما په خيال د يو څيز تخليق او‬ ‫ايجاد دا هم په ژبه کښې وسعت پيدا کوي ۔ دا ژبه پيدا کوي‪ .‬يو سړ‬ ‫ےدے ۔ مثل ما منګے جوړ کړے دے ‪ ،‬منګے نوم مې ورله ايښے دے ۔‬ ‫يو سړے دے کلشنکوف يې جوړ کړے دے ۔ د هغه نوم کلشنکوف‬ ‫دے ‪ ،‬نو هغه به پرې خپل نوم خامخا ږدي ۔ نو زما په خيال مونږه‬ ‫چې آزادي غواړو ‪ ،‬دا ترقي غواړو ‪ ،‬ددې دپاره يې غواړو چې‬ ‫مونږه به ايجادات کوو او خپله ژبه به‪ ...‬او بيا دا ده چې څۀ ټکي به‬ ‫متروک کيږي ۔ څۀ ټکي به دې ته رادننه کيږي ۔ خو زمونږه ژبه چې‬ ‫کومه ده ۔ هغه نن هم غني ده ‪ ،‬پرون هم غني وه ‪،‬سبا له به هم‬ ‫غني وي که خېر وي او داسې هېڅ خبره نۀ شته ۔‬ ‫نو ستاسو ډېره مننه تاسو زما دې ماتو ګوډو خبرو ته هم‬ ‫غوږ کښېښودۀ ۔ زۀ خو شاعر يم ‪ ،‬د کتاب نه يا د اخبار نه څۀ‬ ‫شے ويلے شمه ۔ دغسې راته نۀ يادېږي‪ .‬ډېره مننه‪.‬‬


‫دا څو شعرونه دي او زما په خيال شعرونه به په کښې هم‬ ‫ووايو ۔ ځکه لږه تازګي به پيدا شي‪:‬‬ ‫وطن چې خپل نۀ وي آسمان پردے وي نور پردے وي‬ ‫نور او اسمان چې د چا خپل نۀ وي سحر پردے وي‬ ‫ځان د سړي نه وي پردے ‪ ،‬سړے د ځان نه پردے‬ ‫مازيګري پردي پردي وي ‪ ،‬مازيګر پردے وي‬ ‫دا چې مو سر او تندے ونۀ لګي در په در يو‬ ‫څنګه به ولګي چې سرپردے وي در پردے وي‬ ‫خوب په کښې څنګه وکړي خوب به په کښې څۀ وويني‬ ‫د چا چې کټ لکه د شپې د مسافر پردے وي‬ ‫مونږ لېوني خلک د څۀ عجب مسلک خلک يو‬ ‫دړد پې زمونږ په زړۀ تيرېږي او پرهر پردے وي‬ ‫د څۀ عجب آسمان د لندې زندګي تېروو‬ ‫روژې زمونږه په نصيب کښې وي اختر پردے وي‬ ‫وصال د نورو وي د هجر زهر مونږه ګوټو‬ ‫دلداري مونږ ته راپه برخه وي دلبر پردے وي‬ ‫مينه خو لوبه وي په خپل سر د بازۍ تړلو‬ ‫د مينې خيال به په کښې څۀ ځاے شي چې سر پردے‬ ‫وي‬ ‫پښتانۀ وايي که غر لوے وي په سر لره لري‬ ‫لر به پرې څنګه ځان له جوړه کړو چې غر پردے وي‬


‫چې وي پردۍ دذ هنونو د تخليق سرچينې‬ ‫په خپلو لسو خپلو ګوتو کښې هنر پردے وي‬ ‫خيال که يې لوړ وي د هستۍ مورال يې نۀ لوړېږي‬ ‫د چا چې ذهن آزاد نۀ وي نو جوهر پردے وي‬ ‫سړے به وغزوي پښې د خپل څادره سره‬ ‫خو پښې خو خپلې کېدے نۀ شي چې څادر پردے وي‪.‬‬


‫سعدا جان برق‪:‬‬ ‫د دې دومره لويو لويو شاعرانو ‪ ،‬اديبانو ‪ ،‬ليکوالو او دانشورانو‬ ‫نه پس به زۀ څۀ ووايم ۔ هسې چې دلته ناست وم نو ما باندې يو‬ ‫دوه شعرونه نازل شول ۔ هغه پردي دي زما خپل نۀ دي يو خو د‬ ‫اردو دے چې‪:‬‬ ‫بل گردش فلک کے چين ديتی هے که انشاء‬ ‫غنيمت هے که هم صورت يهاں دو چار بيټهے هيں‬ ‫او بل دے چې‪:‬‬ ‫د پښتو داسې کــــارونه دي اخـــــونه‬ ‫لـکه يو چې بل ته را و باسي غاښونه‬ ‫داسې چل دے تاسو هم واورېدل مونږ هم واورېدل بلکې‬ ‫نورو تقريباتو کښې هم مونږ ډېر اورو چې پښتو غرقه شوه ‪،‬‬ ‫ډوبه شوه او پښتون هم ورپسې لړو سر يې وخوړو او بس اخري‬ ‫ده ‪ ،‬نور هيڅ هم مونږ سره پاتې نۀ دي ۔ حالنکې زما دا خيال دے‬ ‫چې داسې نۀ ده‪ .‬مونږ باندې هسې دا مايوسي خوره شوې ده ۔‬ ‫پته نۀ شته څۀ چل دے او د کوم ځاے نه ده ۔ خو دومره ل دا پښتو‬ ‫کمزورې هم نۀ ده ۔ دومره ل په مصيبتونو کښې ګيره هم نۀ ده ۔‬ ‫ډېره ښه روانه ده ‪ ،‬په ترقۍ روانه ده ‪ ،‬ډېر ښۀ حالت دي ۔ د‬ ‫احساس کمترۍ دا دومره خبرې په ذهن سورول نۀ دي په کار ۔‬ ‫چې څوک کوي او چا کارونه کول نو په دې حالتو کښې يې هم‬


‫وکړل‪ .‬بله کيسه را ياده شوه ‪ ،‬زمونږ د کلي يو څو ډمان د دې راج‬ ‫ولي شاه دوے علقې ته تلي وو ۔ هلته پرې باران شو نو هغه‬ ‫داسې بې روزګاره شانتې وو ۔ اخر هغه د کور مالک غريب به‬ ‫ورله روټۍ را ويسته نو يوه ورځ دوے د کور مالک ته د ښودلو‬ ‫دپاره وايي چې ياره خدايه پاکه بس دا باران اودرېږي نۀ ‪،‬ګنې‬ ‫مونږ به تللي وو ۔ نو هغه د کور مالک هم ښۀ تنګ وو ۔ نو ورته‬ ‫يې وويل چې هغه څوک تلو نو هغه په شار ولګېدو‪ .‬پښتو ته چې‬ ‫چا څۀ کول او څوک څۀ کوي ‪ ،‬هيڅ حالت خراب نۀ دي ۔ زۀ خپل‬ ‫ځاني اکثره خلکو ته دا خبره کوم چې پښتو زما کور دے او اردو زما‬ ‫پټے دے ۔ زۀ يې په پټي کښې ګټمه او په کور يې لګوم‪ .‬د دې‬ ‫دا مطلب نۀ دے چې ګنې هر څۀ ښۀ دي ۔ مسئلې شته او هغه‬ ‫تقريبا د پاکستان هم د دنياهم ټولو دغسې ژبو ته شته ۔ بلکې اردو‬ ‫ته هم دغه مسئله ده چې کتاب په کښې نۀ خرڅيږي ۔ بلکې د سره‬ ‫کتاب اوس د کمپيوټر په زمانه کښې د کتاب هغه اهميت پاتې نۀ‬ ‫شو چې کوم وو ۔ نو داسې څۀ حالت شته دي ۔ نشر و اشاعت دا‬ ‫ټول څيزونه شته دي خو هغې دپاره بيا دغسې دا څنګ چې اياز‬ ‫صاحب دا خلک را غونډ کړو يا داسې خپل محفلونه په هغې کښې‬ ‫را غونډ کړے شي ۔ په هغه کښې خبرې اترې پرې باندې وشي ۔ يو‬ ‫بل سره خلک خيالت ګډ وډ کړي ۔ يو که نۀ پوهېږي بل يې پوه‬ ‫کړي ۔ نو هغې دپاره بيا دغسې محفلونو کښې لرې چارې را وځي‬ ‫۔ لکه څنګه چې نن دلته هم مونږ ته ډېرې داسې خبرې معلومې‬


‫شوې او ډېرې خبرې به معلومېږي او داسې لرې چارې خلکو‬ ‫زمونږه مشرانو وښودلې چې د هغې دپاره که سړے کار وکړي نو‬ ‫نور هم ښۀ کېداے شي ۔ نو څۀ لږې ډېرې ستونځې مسئلې شته‬ ‫دي خو هغې نه مايوسه کېدل نۀ دي په کار ۔ پښتو ښه بشپړه په‬ ‫ترقۍ روانه ده ډېر ښۀ کار په کښې کيږي ډېر ښۀ ښۀ‬ ‫کتابونه په کښې چاپ کيږي ډېره لويه د علم ذخيره په کښې‬ ‫زياتيږي ۔ نو څۀ دومره د مايوسۍ خبره نۀ ده چې مونږ دي ورته‬ ‫کښېنو او په ژړا دې شو ‪ ،‬ډېر ښۀ روان يو خو د دې دا مطلب‬ ‫نۀ دے کار به ورله کول په کار وي لکه څنګه چې داسې محفلونه‬ ‫را جمع شي په هغۀ کښې به دا خبرې اترې کوو او چې کومې‬ ‫مسئلې دي د هغې دپاره به لرې چارې لټوو ۔ زمونږ مشران‬ ‫شته ‪ ،‬زمونږه هر قسم خلک شته دي ۔ څوک به رهنمايي کوي ‪،‬‬ ‫څوک به راسره په کښې مدد کوي ۔ لکه څنګه چې ډاکټر فضل‬ ‫رحيم مروت دوے ډېر ښۀ کار روان کړو ۔ اول دا شے نۀ وو ۔ ورو‬ ‫ورو به دا سکولونو ته لړه شي ‪ ،‬داسې به ورو ورو ورپسې روانه‬ ‫شي ۔ کېداے شي چې د کالج تر سطحې پورې و رسي نو د‬ ‫مايوسۍ څۀ خبره نۀ شته ۔ بس زما دومره قدرې خبره وه ډېره‬ ‫مهرباني‪.‬‬


‫اکبر سيال‬ ‫چونکې ميا صاحب ناست دے ۔ ميا صاحب په صوبايي کابينه‬ ‫کښې يو مهم غړے دے ۔ ګو چې دے په حکومت کښې ترجمان دے‬ ‫۔ خو مونږ يې خپل ترجمان او وکيل هم مقرروو او د دوے په‬ ‫وساطت دغه قراردادونه د صوبې حکومت ته لېږو او دا خواست او‬ ‫طمعه هم لرو چې مياصاحب به زمونږ د دغو هڅو ۔ د دې‬ ‫قراردادونو بهرپور)پوره( حمايت وکړي او دا به عملي کړي‪ .‬مختصر‬ ‫شان دغسې يو خبره کوم چې دا وخت په دنيا کښې اووه اربه‬ ‫انسانان دي او په کښې په زرګونو ژبې ويلې کيږي ۔ په دغو‬ ‫زرګونو ژبو کښې شپږ ژبې داسې دي چې هغې ته د سپېس )‬ ‫‪ (Space‬ژبې ويلے شي ۔ يعني د خل ژبې ۔ د سپوږمۍ ژبې يا د‬ ‫اسمان ژبې ۔ چې په هغوے کښې انګرېزي ۔ روسي ۔ فرينچ ۔‬ ‫عربي او يوه ژبه نيمه بله هم ده ۔ خو شپږمه ژبه په کښې پښتو‬ ‫ده‪ .‬ډاکټر نجيب ا شهيد چې په افغانستان کښې حکمران وو ۔ د‬ ‫هغۀ په دوره کښې روسيان چې کله سپوږمۍ ته ختل ۔ نو يو‬ ‫پښتون ساينسدان عبدالحد مومند يې هم د ځان سره بيولے وو ۔ دا‬ ‫تصديق شوې خبره ده ۔ وشوه دا چې مومند صاحب د کوره ورک‬ ‫شو د هغۀ مور ډېره زياته غمګينه او پرېشانه شوه او ډاکټر‬ ‫نجيب صاحب ته يې ويل چې زما بچے دې څۀ کړو ۔ هغۀ د روسانو‬


‫سره خبره وکړه او ورته يې و ويل ياره تاسو چې هر څۀ کوئ خو‬ ‫چې مور يې د خپل بچې سره خبرې وکړي ۔ نو د ټليفون په ذريعه‬ ‫يې د سپوږمۍ د ځمکې تر منځ د عبدالحد مومند مور د خپل زوے‬ ‫سره خبرې وکړې او دغه شان پښتو ژبه د خل ژبه شوه نو پښتو‬ ‫ته دا يو ډېر لوے اهميت او افاديت حاصل دے‪.‬‬ ‫ملګرو! يو اطلع تاسو سره دا هم شريکوم ۔ د پښتو د‬ ‫خورونې په حواله بل خبرې دلته وشوې ۔ زۀ د تېر يو کال نه په اې‬ ‫وي ټي خيبر باندې د پښتو ژبې د ليک لوست کار کوم ۔ خيبر څۀ‬ ‫کوي د هغې سره زما هيڅ کار نۀ شته خو زۀ په کښې څۀ کوم‬ ‫مهمه خبره ده‪ .‬په دغه تېر کال کښې کم از کم ما د پښتو ژبې په‬ ‫زرګونو ټکي وليکل او هغه مې دنيا ته پېش کړل ۔ نو مونږ هم د‬ ‫پښتو ژبې دپاره دغه يو وړوکے غوندې کار کړے دے‪.‬‬ ‫دا ملګري د دغه ټيليويژن نه دغه غوښتنه هم کوي چي‬ ‫هغوے په ټيليويژن باندې معياري پښتو پېش کړي ۔ بل يو مهم‬ ‫قرارداد مشره دا دے دلته چا خبره وکړه چې موجوده حکومت چې‬ ‫د ژبې دپاره کوم اقدامات وکړل يقينا مونږ د دې اقداماتو ستاينه کوو‬ ‫۔ خو سبا هسې نۀ چې بيا چا خبره وکړه چې دغه خبرې په شا نۀ‬ ‫شي ۔ نو ګرانه مشره تاسو کولے شئ چې په دې صوبه کښې د‬ ‫پښتو ژبې په سوونو او زرګونو آسامۍ )نوکرۍ( په سکولونو او‬ ‫کالجونو او پوهنتونونو کښې تاسو اعلن کړئ نو يو طرف به دا د‬ ‫پښتو ژبې د ضمانت خبره شي او بل طرف ته به د دې وطن‬


‫ځوانانو ته روزګار هم په لس ورشي چې سبا هيڅوک نۀ شي‬ ‫کولے چې پښتو ژبه د سکول نه ۔ د کالج نه د يونيورسټۍ نه‬ ‫وباسي ۔ ځکه چې د هغې په شا به په سوونو او په زرګونو خلکو‬ ‫نوکرۍ وي ۔ تاسو کولے شئ ۔ پرون به تاسو بجټ په پينځه شپږ‬ ‫اربه کښې پېش کوو ۔ نن يې په اتيا ۔ لس اتيا اربه کښې پېش‬ ‫کوئ ۔ نو کولے شئ چې يو پينځه شپږ اربه په دغه مد کښې تاسو‬ ‫وباسئ او په لويه پيمانه دغه پوسټونه )نوکرۍ( تاسو ايډورټايز‬ ‫)اشتهاري( کړئ او خلک به په کښې په نوکرو شي نو دا به يو ستر‬ ‫کار وي‪.‬‬ ‫ګرانه مشره! يو مهم قرارداد دا دے په دې پښتونخوا کښې‬ ‫خصوصا د پښتو ژبې د ادب د روزنې او پالنې دپاره چې زمونږ د‬ ‫پښتو ژبې ادبي ټولنې او جرګې کوم رول )برخه( ادا کوي‬ ‫همدغه جرګې او دغه ټولنې هم دغه خلک دي چې دا ژبه دا‬ ‫کلتور يې ژوندے ساتلے دے‪ .‬دا تاريخ يې ژوندے ساتلے دے او ان تر دې‬ ‫چې دغه ادبي جرګې او ټولنې هغه چې کښېني نو هغه په‬ ‫خپل تاريخ خبره کوي ۔ هغه په خپل کلچر خبره کوي ۔ هغه‬ ‫په خپله ژبه خبره کوي ۔ که نن هر ځاے کښې په کور ۔ دوکان ۔ په‬ ‫ټي وي ۔ په چت چې څوک کښېني نو د عرب نېشنلزم بحث‬ ‫کيږي خو ادبي جرګې او ټولنې چې کښېني نو هغه په خپل‬ ‫ژوند ۔ په خپل کلتور او په خپل تاريخ خبره کوي‪ .‬زۀ ګران مشر ته‬ ‫وايم ۔ دا زمونږ خواست دے چې دغه ادبي ټولنې چې يو مشر‬


‫ورته اشاره وکړه ۔ چې کم از کم درې سوه ادبي جرګې يا ټولنې‬ ‫په دغه صوبه کښې موجودې دي‪ .‬د دغو ادبي جرګو او ټولنو‬ ‫مالي مرسته او اعانت په کار دے چې هغوے د دې جوګه شي چې‬ ‫په پښتو ژبه کښې کتابونه چاپ کړي ۔ مجلې چاپ کړي ۔ اخبارونه‬ ‫چاپ کړي ۔ يو مهم قرارداد مشره دا دا دے ۔ دا تاسو کولے شئ‪ .‬دا‬ ‫ستاسو د حکومت په وس کښې ده چې د دې صوبې هر سکول ۔‬ ‫هر کالج او هر دفتر ته د پښتو ژبې يوه رساله او د پښتو ژبې يو‬ ‫اخبار را مقرر شي او هغه هغوے ته ځي‪ .‬دغه شان مونږ عمومي‬ ‫طور دا هم يو اپيل کوو چې دا ټول پښتانۀ دې په خپلو خبرو‬ ‫کښې په پښتو کښې د پښتو توري او ټکي استعمالوي او د‬ ‫پردو تورو په ځاے دې کوشش وکړي چې خپل توري په کار راولي‪.‬‬ ‫د دې سېمينار آرګنايزر ښاغلے اياز مندوخېل ته هم يو جهان‬ ‫مننه وايو ځکه دا پوهه فاونډېشن کښې دے کار کوي ۔ مونږ‬ ‫ورسره د ملګرو په طور کار کړے دے او کوو يې ۔ نو دا څومره چې‬ ‫پرون او نن دا سرګرمي وشوه ۔ دا اياز مندوخېل په خپل اکي يو‬ ‫سر کړې ده او مونږ د هغۀ ستاينه کوو‪.‬‬


‫ميا افتخار حسېن‪:‬‬ ‫ما له خو دې محفل ډېر خوند په دې راکړو چې دا سيمينار د‬ ‫سنجيدګۍ نه ډک دے‪ ،‬خپله خبره په کښې کيږي او هر سړے په هغې‬ ‫باندې خپل د خيالتو اظهار کوي او سړے په يو بل باندې پوهيږي‪ .‬مونږ‬ ‫ډېر محفلونه اټنډ ‪ Attend‬کړي دي او ډېر زيات خلک په کښې وي‪،‬‬ ‫خو مغزو ته دې ټکے نۀ کوزيږي او دلته دا کم خلک دي خو ماحول‬ ‫داسې دے چې مغزو ته ټکي کوزيږي نو په دې باندې د خوشحالۍ اظهار‬ ‫کوم چې زۀ نن يو داسې ځاے کښې ناست يم چې ما په کښې خپله زده‬ ‫کړه هم وکړه‪ .‬که مونږ کښې هم څه کمے بېشے وي‪ ،‬هغه به هم‬ ‫وباسو او زۀ د منتظمينو ډېر زيات مشکور يم چې هغوے د مورنيو ژبو په‬ ‫حواله دلته دا پروګرام ټاکلے دے‪ .‬چونکې زمونږ د پښتو سره سره د‬ ‫حکومت خپل څۀ مجبورۍ وي نو يو څو خبرې به زۀ تاسو سره ضرور‬ ‫کوم چې )دا پښتو به څنګه ترقي کوي( دوه درې خبرې داسې دي چې‬ ‫سړے وايي دا پښتو غير خلکو ډېره خرابه کړې ده که پښتنو په خپله‬ ‫ډېره خرابه کړې ده‪ .‬يو بهرنے دشمن وي او يو د کور دشمن وي‪ ،‬اوس‬ ‫که پښتو ما له بهرنے سړے خرابوي خو ټهيک ده‪ ،‬هغه به يې لره کښې‬ ‫روکاوټ )خنډ( ګڼي‪ ،‬خو پښتنو پښتو ته څومره خيال کړے دے دا تجزيه‬ ‫خو په کار ده چې هر سړے په خپله وکړي ځکه چې په خبرو او عمل‬ ‫کښې ډېر فرق وي‪ .‬که زه رښتينې خبرې کوم نو پکار ده چې ټولې‬ ‫هغه رښتيا خبرې وشي‪ ،‬چې په افغانستان کښې حقيقت معنو کښې‬ ‫زما په دې لوے کور کښې پښتو پښتو واے‪ ،‬ماته به د خبرو ضرورت وو؟‬


‫چې واک‪ ،‬دست چې کوم دے خو ما سره په دغه يوځاے کښې وو‪ ،‬چې‬ ‫زۀ يې د تور او سپين مالک وم‪ .‬چرته په حکومت کښې شراکت او چرته‬ ‫خپل حکومت‪ .‬دې کښې د ځمکې آسمان فرق وي او ماته ياد شي‪ ،‬چې‬ ‫زه افغانستان ته په ‪ ١٩٨٧‬کښې تللے وم او په هغه ځاے کښې يو هم‬ ‫دغه رنګ غونډه وه‪ .‬ډېر مشران په کښې ناست وو‪ ،‬اجمل صاحب دې‬ ‫خدائے وبخښي هغه هم په کښې وو‪ .‬افراسياب خټک صاحب هم وو‬ ‫او د هغه ځاے زمونږ مشران هم وو‪ .‬تاسو سوچ وکړئ‪ ،‬چې په هغه ځاے‬ ‫کښې ما صرف د پښتو چې زما ماته ګوډه پښتو وه ‪،‬علمي خبره ما‬ ‫سره نۀ وه‪ ،‬هلته ډېر عالمان وو‪ ،‬ما صرف د پښتو د عشق او مينې‬ ‫خبرې وکړې‪ ،‬چې پښتو ژبه او پښتون قوم څهۀ ته وايي؟ تاسو په خداے‬ ‫يقين کوئ چې د هغه ځاے مشرانو زما لسونه ښکلول چې دې ځاے‬ ‫کښې خو د پښتو خبره مسئله ده‪ ،‬نو کوم ځاے نه ګيله کوئ؟ تش په‬ ‫کتابونو باندې چې ډېر کتابونه يې چاپ کړل‪ ،‬يا يې د سرکار ژبه‬ ‫وګرځوله‪ ،‬چې زما کومو خلکو د سرکار ژبه پښتو ګرځولې وه او پښتو‬ ‫نه وايي‪ ،‬چې کومو خلکو ګرځولې وي او هغلته کتابونه په هغه ژبه‬ ‫کښې نۀ وي‪ ،‬په کار دے چې د هغه ځاے نه حقيقتونه راشروع شي‪ ،‬چرته‬ ‫چې زه د آزاد وطن مالک يم او ټول اختيار زما دے او د پښتو ډېر‬ ‫خدمت يې کړے دے چې نن ټول تعليم په پښتو کښې په هغه ځاے‬ ‫کښې موجود دے خو د هغې نه باوجود که پښتون هم په اقتدار سور‬ ‫دے‪ ،‬نو د هغه د کور ژبه پښتو نۀ ده‪ .‬ما خپل ځاني هلته پښتانه په بله‬ ‫ژبه کښې ليدلي دي‪ ،‬دواړه پښتانۀ دي خپلو کښې خبرې کوي په بله‬ ‫ژبه کښې يې کوي‪ .‬نو زۀ به په پاکستان کښې د اردو نه څه ګيله کوم‬ ‫چې ماته به خلک پېغور وکړي او دا داسې حقيقتونه دي‪ ،‬که زۀ يې نۀ‬


‫منم او يوځاے يې خلکو له ستن وروهم او په بل ځاے کښې يې نۀ منم نو‬ ‫دا سر ته نۀ رسي‪.‬‬ ‫پښتو ده نو په هر ځاے کښې پښتو ده او چې هر چا ورسره زياتے‬ ‫کړے دے نو هغلته زياتے به منو او چې چا يې خدمت کړے دے هغه خدمت‬ ‫به منو‪ .‬دا زما په زړۀ باندې د ډېر وخت نه وه‪ ،‬ما پرون هم خبره کوله‬ ‫چې پښتو سره چې پښتنو څومره بد کړي دي‪ ،‬دومره ورسره نورو‬ ‫خلکو نۀ دي کړي او ددې دليل دا دے چې په خپلو کښې مو اتفاق نۀ‬ ‫شته‪ .‬تر دې وخته د پښتو په امل باندې مونږ متفق نۀ يو‪ .‬زما په دې کم‬ ‫عمر کښې درې ځل املء بدله شوه‪ ،‬د ټولو نه زوړ قوم‪ ،‬زړه ژبه‪ ،‬تر‬ ‫دې وخته په امل باندې متفق نۀ يو او هر سړے راځي وايي دغه فيصله‬ ‫چې شوې ده دا به منئ‪.‬‬ ‫نن تاسو سټال ته لړ شئ نو چې د افغانستان د پښتو کتاب پروت‬ ‫دے او زما د پښتو کتاب پروت دے‪ ،‬د ځمکې آسمان فرق دے په کښې ۔‬ ‫ولې نۀ يو کيږي او ولې نۀ اسانيږي؟ دا زما د عالمانو نه مطالبه ده چې‬ ‫مونږ ته خو يو آسانه ژبه راکړئ‪.‬‬ ‫زۀ نن د سلېبس خبره کوم ماته خو دې آسانه ژبه راکړې او دا څۀ‬ ‫داسې فخريه خبره نۀ ده‪ ،‬چې زما ژبه به خامخا ګرانه وي او خامخا به‬ ‫ددې شکل بدل وي‪ .‬که دا ډېره آسانه شي نو دا نوره هم ډېره ښه‬ ‫خبره ده‪ ،‬خو چې مقصد زما د پښتو د ژبې وي او ماته چې مور څۀ‬ ‫ښودلي وي‪ ،‬هغه ټهيک)سمه( ده‪ .‬اوس زۀ به د مور هغه ښودلي‬ ‫ټکي دا لږ غلط وو دا لږ ټهيک وو‪ ،‬بس دا زما د مور د غېږ ژبه ده‪ ،‬مو‬ ‫راته څنګه ښودلې ده هم هغه رنګ ده‪.‬‬ ‫تاسو به ماته د حکومت په نظر ګورئ‪ ،‬زۀ په هغه حساب خبره کوم‬


‫چې دلته زمونږ څۀ مجبورۍ وې؟‪ .‬د ټولو نه اول لکه تاسو نن ددې خيبر‬ ‫پښتونخوا په دې خاوره ناست يې‪ ،‬دا نوم چې ما په دې آئين کښې بدل‬ ‫کړے دے‪ ،‬چې پنجابے راسره ملګرے نۀ وو‪ ،‬دا نۀ بدلېدو‪ .‬که حقيقت يې‬ ‫څوک مني وبه مني که نۀ مني نۀ به يې مني‪ .‬دا ما تش په پښتنو باندې‬ ‫نۀ شو بدلولے ‪ .‬زما په اسمبلۍ کښې دا اکثريت نۀ وو‪ ،‬ما به د حکمت نه‬ ‫کار اخيستو‪ .‬ما به په دې کښې سندهے ملګرے کولو‪ ،‬په دې کښې به مې‬ ‫ځان سره پنجابے ملګرے کولو‪ ،‬په دې کښې به ما ځان سره بلوچے‬ ‫ملګرے کولو‪ ،‬نو پس له هغې دلته به ما په دې آئين کښې يو ترميم‬ ‫راوستۀ‪ .‬که داسې مې نۀ کول‪ ،‬نو درې شپېته کاله مو وژړل او باقي به‬ ‫هم ژړېدو‪.‬‬ ‫چې کله دا مشري ماته حواله شوه‪ ،‬چې تاسو د ژبو په حواله باندې‬ ‫خبره وکړئ‪ ،‬مروت صاحب ددې ذکر وکړو‪ ،‬مونږ ته احساس دے چې‬ ‫مونږه څومره په تسلسل سره هغه اجلسونه کړي دي‪ .‬ددې صوبې د‬ ‫نورو ژبو خلک مطمئن کول‪ ،‬اسمبلۍ نه به يې پاس کوې کنه اسمبلۍ ته‬ ‫به ځې‪ ،‬بيا به هغه دې علقو ته خوروې‪ .‬دې باندې دا ټول خلک متفق‬ ‫کول دا داسې ګران کار دے‪ ،‬لکه د اوسپنو نينې چيچې‪.‬‬ ‫دلته خو تاسو او مونږ هغه ناست يو‪ ،‬خبره هم په کښې آسانه ده‬ ‫او کول هم آسان دي‪ ،‬خو چې کوم ميدان کښې دا کار په عمل کښې‬ ‫کول دي‪ ،‬د هغه ځاے مشکلت چې سړے ځان ته مخې ته کښېږدي‪ ،‬نو‬ ‫مونږ دومره خواري وکړه چې مونږ دلته سرائيکي ويلو وال هم پرې متفق‬ ‫کړۀ‪ ،‬د هندکو ويلو وال هم پرې متفق کړو او د هغې نه پس مونږه د‬ ‫پښتو ژبې سره د مورنۍ ژبې په شکل باندې ميدان ته راغلو‪ ،‬چې مونږه‬ ‫د مورنۍ ژبې خبره کله کوله‪ ،‬نو مونږ ته پته ده چې زۀ په دغه وخت‬


‫کښې څومره مخکې قدم اخيستے شم‪.‬‬ ‫نو نن مورنۍ ژبه چې کوم دے په دې خيبر پښتونخوا کښې‬ ‫راويستل‪ ،‬دا ډېر ګران کار وو‪ ،‬دا په هغه وخت کښې نۀ وو شوے چې‬ ‫کوم وخت کښې دا تحريک ډېر په زور شور سره وو او زه ل دې غمونو‬ ‫وهلے نۀ وم‪ ،‬چې دا اوس کوم غم په ما ل تراوسه روان دے‪ ،‬هغه وخت‬ ‫ل زما وجود سالم وو‪ .‬ل د پښتو مينه ډېره تازه وه‪ .‬هغه وخت کښې‬ ‫هغه فيصله نۀ وه شوې‪ ،‬چې کومه فيصله مونږه وکړه‪ .‬دا فيصله يو‬ ‫سندهـ کړې ده او د سندهـ نه پس مونږ کړې ده‪ .‬بلې صوبې ل نۀ وه‬ ‫کړې‪ ،‬چې مورنۍ ژبه کښې به بنيادي تعليم ورکړے کيږي او تر دولسم‬ ‫پورې به مورنۍ ژبه لزمي وي‪.‬‬ ‫دا قدم اخيستل او کاميابي موندل دا په مياشتو مياشتو شوي دي‪ .‬دا‬ ‫داسې نۀ ده‪ ،‬چې بس خبره وشوه او مونږ سره خلګو ومنل او هغه چې‬ ‫کله مونږ د کتاب شکل ته وړه او بيا مو سکولونو ته خوروله‪ ،‬نو يقينا په‬ ‫هغې کښې پينځه شپږ کاله چې کوم تېر شوي‪ ،‬نو مونږ سره بېخي‬ ‫بنياد نۀ وو‪ .‬اتلسم ترميم ل پاس نۀ وو‪ ،‬د سلېبس هغومره اختيار ماته نۀ‬ ‫وو‪ ،‬زه به اوس سلېبس ‪ Revisit‬کوم‪ ،‬دا ستاسو دا غونډه به مونږ ته‬ ‫ډېره ګټه کوي‪ ،‬چې کوم کوم تجاويز دي‪ ،‬نو دا په راتلونکي سلېبس‬ ‫کښې مونږ شاملولے شو‪ .‬دا اوسنے سلېبس چې تاسو وينئ‪ ،‬دا نيم غلم‬ ‫سلېبس دے‪ .‬دا بيخي هغه آزاد سلېبس نۀ دے‪ ،‬خو مونږ ډېر په حکمت‬ ‫دا کار کړے دے‪ .‬زمونږ داسې بدقسمتي ده‪ ،‬چې کومه خبره کوو بيا زر‬ ‫اخبار کښې راشي‪ ،‬پرون مو کومه خبره کړې وه‪ ،‬هغه نن په اخبار‬ ‫کښې ده او هغه يو مشکل دے‪ ،‬ځکه چې دوے په کښې هغه خبره‬ ‫راوباسي‪ ،‬چې بېخي مونږ ته نقصان رسوي او چې نۀ يې کوې پوهېدل‬


‫پرې ګران شي‪ .‬اوس دا په عجيبه پوزيشن کښې يو‪ ،‬چې دا بار بار مونږ‬ ‫د حکمت خبره کوو‪ .‬د حکمت خبره دا ده چې دشمنان پيدا نۀ کړو او‬ ‫مخکې لړ شو‪ ،‬ګنې دلته دشمنان کمزوري نۀ دي او د هغوے په منځ‬ ‫کښې قدم ايښودل او په خلکو ځان منل دا ډېر ګران کار دے‪.‬‬ ‫مونږه د اپوزيشن عادت يو‪ ،‬د حکومت عادت نۀ يو‪ .‬دا ډېر آسان کار‬ ‫دے چې دا يې ونۀ کړه‪ ،‬دا يې ونۀ کړه او ګورو به ورسره خو چې ورته‬ ‫وايې دا کار وکړه‪ ،‬دا ډېر ګران کار دے‪ .‬وايي يوماشوم تصوير جوړ کړے‬ ‫وو او لګولے يې وو ورسره يې لندې ليکلي وو‪ ،‬چې دې کښې څۀ غلط‬ ‫دي‪ ،‬نو دپاسه پرې ټک مارک )‪ (Tick Mark‬کوئ‪ .‬کرښه پرې راکاږئ‪،‬‬ ‫نو يو يو راځي تصوير ګوري‪ ،‬څوک وايي سترګه يې کږه ده‪ ،‬څوک وايي‬ ‫پوزه يې کږه ده‪ ،‬څوک وايي شونډه يې ښه نۀ ده‪ ،‬څوک وايي زنه يې‬ ‫ښه نۀ ده‪ ،‬نو چې هغه ماشوم راغلو هغه تصوير ټول کرښې کرښې‬ ‫وو‪ ،‬تصوير نۀ ښکارېدو‪ ،‬هغه په ژړا شو‪ ،‬پلر ورته وويل چې بچيه‬ ‫ولې؟ ويل يې زما خو شته تصوير غايب شو‪ .‬هغه ورته ويل چې بچيه بل‬ ‫تصوير جوړ کړه او ورته وليکه‪ ،‬چې څۀ په کښې غلط دي‪ ،‬هغه ټهيک‬ ‫کړه‪ ،‬نو ټول خلک راتلۀ او تېرېدل او ويل يې هر څۀ ټيهک دي‪ ،‬ځکه‬ ‫چې سترګه که غلطه ده‪ ،‬نو جوړوي به يې څوک؟ لهذا د درد د لحاظه‪ ،‬د‬ ‫مينې د لحاظه مونږ په دې سيمه چې څومره ژبې دي‪ ،‬چې د خپلې ترقي‬ ‫غواړې د نورو ژبو حيثيت به هغسې تسليموې‪ .‬مونږ تنګ نظره ‪ ،‬قام‬ ‫پرسته خلک نۀ يو‪ .‬مونږ شاونسټان نۀ يو‪ ،‬مونږ د مينې خلک يو‪ ،‬مونږ د‬ ‫محبت خلک يو‪ .‬مونږه دا وايو‪ ،‬مونږ د هيچا مخالفت نۀ کوو‪ ،‬خو د خپلې‬ ‫ژبې وکالت کوو او په دې وکالت کښې مونږ ددې ټول حکمت په نظر‬ ‫کښې وساتو‪.‬‬


‫زۀ چې نن په کوم چوکاټ کښې پروت يم او دلته د سياست کوم خُرخ‬ ‫دے او کوم صورتحال ته مخامخ يم‪ ،‬زۀ خو نن هم ځان ډېر خوش‬ ‫قسمته ګڼم چې نن مونږ د سوچ او فکر خبرې کوو‪ ،‬ګنې دا درې نيم‬ ‫کاله خو مونږ د دهشتګردۍ نه او د بمونو نه بله خبره نۀ ده کړې‪ .‬تۀ چې‬ ‫نن دومره په آرام ناست يې‪ ،‬دا که اوس چا وويل چې يو واسکټ وال را‬ ‫روان دے‪ ،‬بيا دې دلته څوک ټينګ شي‪.‬‬ ‫دا صورتحال دے‪ ،‬چې نن زۀ ددې نورو خبرو نه وزګار شوم‪ ،‬نو ددې‬ ‫راسره خيال شو‪ ،‬ګنې چې زۀ په دې پوه يم چې په جماعت کښې يې‬ ‫راله سل والزول‪ ،‬دې ته چېرته فکر راګرځي‪ ،‬چې زۀ خبر شم چې په‬ ‫سکول کښې يې راله بچي والوزول‪ ،‬دلته چېرته فکر راګرځي چې زما‬ ‫د سکول جينکۍ په بمونو الوزولې کيږي چرته فکر راګرځي‪ .‬ما سره په‬ ‫هسپتال کښې د زخميانو ښودو ځاے نۀ وي‪ .‬د ځاے کېدو ځاے نۀ وي‪ ،‬ما‬ ‫سره د مړو د ښخولو دپاره کفنونه کم شي‪ .‬تابوتونه راسره کم شو‪،‬‬ ‫چرته داسې خبرو ته نظر ځي‪ .‬د هغې نه باوجود خداے واحد ل شريک دے‬ ‫چې مونږ غفلت نۀ دے کړے‪ ،‬ځکه چې يو درد لرو او دا څيزونه په درد‬ ‫کيږي‪ .‬دا په مينه کيږي او په دې خُبنياد باندې مونږ خپل کوششونه کړي دي‪.‬‬ ‫نيمګړي ضروري دي‪ ،‬کمے په کښې ضرور دے‪ ،‬خو د هغه کمي احساس‬ ‫چې تاسو مونږ له راکوئ‪ .‬زه ستاسو مشکور يم ځکه د قوم وګړي چې‬ ‫خلک اقتدار ته ورسوي او ساعت په ساعت ورته يادداشت نۀ کوي‪ ،‬نو دې‬ ‫کښې هم غفلت پيدا کيږي چې تاسو نن کومه يادګېرنه کوئ‪ ،‬زه يې د‬ ‫زړۀ نه قبلوم هم او زۀ ستاسو ډېر زيات مشکور هم يم او چې چا ډېر‬ ‫ښۀ تنقيد کړے دے او تېز تنقيد يې کړے دے‪ ،‬د هغه د هغې نه هم زيات‬ ‫مشکور يم ځکه وايي چې غوايه له ستن ورکوي نو دے په کبله باندې نېغ‬


‫ځي‪ .‬دا ستاسو خبرې زمونږه رهنمايي کوي او ستاسو ددې خبرو نه به‬ ‫مونږ رهنمايي اخلو‪ .‬که په هغې کښې هم بيا کمے بېشے وي‪ ،‬خداے دې‬ ‫وکړي ځکه چې تاسو به په دې هم پوهېږئ‪ ،‬چې د سياست نه او د‬ ‫حکومت نه طمع کوې‪ ،‬نو ددې حکومت هم تاسو ته اندازه ده‪ ،‬چې دا‬ ‫حکومت راغلے دے‪ ،‬وايي نن دے که سبا دے‪ ،‬مال د زرغون شاه دے‪ .‬روان‬ ‫دے چې کله زلزلې دي‪ ،‬کار ډېر ګران وي‪ .‬مونږ چا سموت )‪(Smooth‬‬ ‫پرېيښي نۀ يو‪ .‬هر چا کار ته پرېيښي نۀ يوو‪ ،‬څۀ د دهشتګردۍ په‬ ‫حواله باندې او څۀ د ملکي صورتحال په بنياد‪ ،‬نو دا حقيقتونه چې نظر‬ ‫کښې وساتي سړے نو بيا ورته خبره او مزل ډېر آسان شي‪ .‬د مجبور‬ ‫تحت زۀ نن د اتلسم ترميم خبره کوم‪ .‬د صوبايي خودمختارۍ خبره کوم‬ ‫که ما پرې د پاکستان ټولې سياسي پارټۍ متفق کړې نۀ واے او ما پرې‬ ‫دا ټول قومونه د ځان سره ملګري کړي نۀ واے‪ ،‬چې زمونږه او ستاسو‬ ‫دا خيال وو چې صوبايي خودمختاري ځکه نۀ ميلويږي چې پنجاب د ټولو‬ ‫نه لوے قوم او پاکستان هم هغه سره دے‪ ،‬نو سوال نۀ پيدا کيږي چې‬ ‫صوبايي خودمختاري ميلو شي‪.‬‬ ‫نن پنجاب شته‪ ،‬نن هم هغه اسبملي ده او د هغې نه زياته صوبايي‬ ‫خودمختاري ميلو شوه‪ ،‬چې کومه به زمونږه ډيمانډ )غوښتنه( وه‪.‬‬ ‫قومونو ته د خپلو وسايلو خپل اختيار ميلو شو‪ ،‬که چرته مونږ ددې حکمت‬ ‫نه کار نۀ اخيستے‪ ،‬نو باچا خان او د باچا خان ملګري درګړي درګړي‬ ‫لړل‪ .‬ولي خان او د ولي خان ملګري درګړې درګړې لړل او داسې‬ ‫زمونږ ټول مشران چې کوم دي‪ ،‬ارماني لړل‪.‬‬ ‫لهذا زۀ نن د پاکستان په چوکاټ کښې ولړ ددې ځاے د اسمبلۍ د يو‬ ‫غړي په حيث تاسو ته ولړ يم‪ ،‬چې مونږ دلته يو حلف هم اوچتوو‪ ،‬نو‬


‫ټولې خبرې به سره مکس)ګډ( کوو نۀ‪ ،‬بلکې لږه ډېره لر به هغه چا‬ ‫له ورکوو چې کوم خلک په فيلډ )ميدان( کښې سره د مجبورو مخکې‬ ‫قدمونه اخلي‪ ،‬چې هغوے ته لږ نظر وکړو او هغوے ته ملتړ ورکړو‪ .‬لره‬ ‫هم ورته ښيوو او ورسره د هغوے مجبورۍ په نظر کښې ساتو‪ .‬دا زما‬ ‫يو ګزارش وو‪.‬‬ ‫بل ستاسو يو څو خبرې دي‪ ،‬چې هغې باندې به زۀ يو دوه درې‬ ‫خبرې داسې وکړم‪ .‬وايي چې استادانو انکار وکړو د پښتو ښودلو نه‪ ،‬دا‬ ‫ممکن نۀ ده چې د پښتو استاد وي او هغه به د پښتو نه انکار کوي‪ ،‬دا‬ ‫چې دوے کومې خبرې ته اشاره کوي‪ ،‬چې زۀ دا ملګري پوه کړم‪ .‬د‬ ‫بدقسمتۍ نه زمونږه د پښتو نېغ په نېغه استادان نۀ شته دے‪ .‬زه غېر‬ ‫پښتون يعنې غېر پښتون نۀ خو پښتو سبجيکټ )مضمون( يې نۀ دي‬ ‫او زۀ ورته وايم‪ ،‬چې پښتو وښايه نو هغه باندې بيا داسې قدغن نۀ‬ ‫شي کېدے‪ ،‬چې هغه راغلے په بله ژبه کښې وي او زۀ ورته د بلې ژبې‬ ‫زور ښيم‪ .‬ما ورته يو حل راوښکے )راايستے( دے‪ .‬ما نه مراد زما نۀ‬ ‫حکومت مونږ‪ .‬مونږ ورله يو حل راوښکے )راايستے( دے چې په دې دوران‬ ‫کښې چې ترڅو د پښتو استادان نېغ په نېغه نۀ وي بهرتي شوي‪ ،‬نو‬ ‫چې ملګرو استادانو له پښتو ورځي‪ ،‬هغوے ته صرف مونږ د درېوو‬ ‫مياشتو ايمرجنسي ټرېننګ ورکوو‪ ،‬چې هغوے ته تۀ د سبق ښودلو د‬ ‫پښتو هغه طور طريقه وښودلې شي‪ ،‬نو هغې دپاره مونږ اوس فوري‬ ‫بندوبست کړے دے‪ ،‬چې زر تر زره هغوے ته په ايمرجنسي کښې د درېوو‬ ‫مياشتو ټريننګ ورکړو‪ .‬ټولو سکولونو ته هغه استادان لړ شي او پښتو‬ ‫وښيي‪ .‬د هغه غوندې سل به هم پښتو ښيي‪.‬‬ ‫دا مې تاسو سره لوظ دے‪ ،‬دا پښتانۀ مياګانو ته داسې ډېر په‬


‫دروند نظر ګوري هم نۀ وايي دا ډېر نرم خلک دے‪ ،‬خو زۀ تاسو ته دا د‬ ‫پښتو سپېڅلي الفاظو کښې وايم‪ ،‬چې زۀ به ورله د پښتو ټريننګ‬ ‫ورکوم او دے به سکول ته لېږم او دے به د پښتو نه انکار کوي‪ .‬دے به‬ ‫مانه استادي څنګه کوي؟‬ ‫لهذا بالکل ستاسو دا خبره حق بجانب ده او دا کمے مونږه محسوو‪،‬‬ ‫تش کتاب خو ښودنه نۀ کوي‪ .‬استاد به ورته ښودنه کوي او چې استاد‬ ‫وي نو کتاب به وي‪ .‬دلته ما سره دوه ظلمه شوي دي‪ :‬کتاب هم رانه ورک‬ ‫شوے دے‪ ،‬استاد هم رانه ورک شوے دے‪ .‬مخکې به چې کالج جوړېدو‪ ،‬نو‬ ‫په کالج کښې به د پښتو ليکچرر پوسټ خامخا وو‪ ،‬مينځ کښې ګېپ )‬ ‫‪ (Gap‬راغلو او هغه پوسټونه په کښې ختم شول‪ ،‬چې کتاب او استاد‬ ‫دواړه د مينځه لړل‪ .‬دا دواړه وجود ته راوستل ډېر ګران کار وو‪ .‬مونږ‬ ‫کوشش وکړو‪ ،‬کتاب مو راوستو او استاد ورله ټرېن )‪ (Train‬کوو‪ .‬دا‬ ‫دواړه کارونه مونږ کوو۔ زۀ تاسو اعتماد کښې اخلم ملګري‪ ،‬مونږ ته‬ ‫وويلي شول چې دا خو به ډېر زيات استادان بهرتي کيږي‪ ،‬نو دا فنانشل‬ ‫پرابلم دے نو دا به بيا ډېر اوږد کار وي‪ ،‬نو مونږ ورله تجويز دا ورکړو چې‬ ‫مونږ تاسو نه پېسه نۀ غواړو‪ .‬مونږ ددې سرکار د حکومت ددې خزانې نه‬ ‫نوره پېسه نۀ غواړو‪ ،‬ځکه چې بجټ پېش شوے وو او بل بجټ چې‬ ‫راځي‪ ،‬نو وايي‪:‬‬ ‫د زړۀ په باغ مې ږلۍ وشوه‬ ‫بويه چې بيا بهار راځي سپړي ګلونه‬ ‫نو مونږ ويل "ماموته‪ ،‬بيا دې موته" که انتظار کوو‪ ،‬خداے خبر بيا به‬ ‫څۀ وي نو مونږ ورته دا وويل چې مونږ تاسو نه پېسه نۀ غواړو‪ .‬تاسو نه‬ ‫مراد چې زۀ خپله د حکومت حصه يمه‪ ،‬خو چې کله پېسه مو په کښې‬


‫‪ Involve‬کوله‪ ،‬نو په دې باندې يو نيم دوه کاله نور لګېدۀ‪ .‬ما ورته ويل‪،‬‬ ‫چې د پيسې ضرورت نۀ شته‪ ،‬مونږ سره پښتانۀ استادان شته او په‬ ‫پښتو مئين استادان شته‪ .‬زه ورته درې مياشتې ټريننګ ورکوم‪،‬ستا به‬ ‫پرې پېسه هم نۀ لګي او دې سلېبس مطابق کتابونه چې کوم دے‪،‬‬ ‫نېغ په نېغه وړل غواړي او سږ کال يې چاپ کول غواړي او سږ کال يې‬ ‫وړل غواړي‪ .‬مونږ په دې کښې کامياب شو‪ ،‬چې سږ کال مو چاپ کړه او‬ ‫سږ مونږ تعليمي ادارو ته ولېږل او که خداے کړے خېر وي دا ارمان به‬ ‫مو خداے پوره کړي‪ ،‬چې د کالج د پښتو ليکچرر او په سکول کښې د‬ ‫پښتو استادان انشاء ا ددې تابيا مو کړې ده‪ ،‬زر تر زره به تاسو دا‬ ‫خوشخبري هم واورئ‪ ،‬چې په دې سکولونو کښې به د پښتو استادان‬ ‫بهرتي کيږي‪ .‬تاسو د روزګار خبره وکړه‪ ،‬سره د روزګار به پښتو خلکو‬ ‫ته لړه شي‪.‬‬ ‫دوے وايي چې يو اخبار دے چې اوس هم د سرحد ليکل کوي‪ ،‬نو‬ ‫څومره په مشکل حالتو کښې مونږه اوسو‪ ،‬ټولې قومي اسمبلۍ د‬ ‫صوبايي اسمبلۍ د قرارداد په شکل کښې ما له نوم راکړو خو يو ځاے‬ ‫کښې تحريک شروع شو چې ما له بله صوبه راکړئ‪ .‬چا شروع کړو؟‬ ‫هغې نه مخکې هم هزاره وه‪ ،‬اوس هم هزاره ده‪ ،‬چې ددې نوم سرحد‬ ‫وو نو هم هزاره وه او چې خيبر پښتونخوا شوه‪ ،‬نو هم هزاره وه‪ .‬چا‬ ‫رااوچت کړل‪ ،‬جلسو جلوسونو ته خبره څنګه لړه او مرګونو ته خبره‬ ‫څنګه لړه‪ .‬ارادتا دا خبره خلکو ريورس )‪ (Reverse‬کول غوښتل ۔‬ ‫مونږه هلته هم د حکمت نه کار واخيستو‪ .‬ډېر په صبر تحمل سره مونږ‬ ‫دوه دوه نيم کاله سرکاري توګه باندې هزارې ته تلو هم نۀ چې اشتعال‬ ‫پيدا نۀ شي‪ ،‬چې دشمن په کښې کامياب نۀ شي او داسې يو وخت‬


‫راغلو‪ ،‬چې د هزارې خلک په خپله راغلل‪ .‬مونږ چې کوم دے وکيلنو له‬ ‫هم لړو‪ ،‬مونږ استادانو له هم لړو‪ ،‬مونږ په هزاره کښې نېغ په نېغه‬ ‫خپلې جلسې هم وکړې‪ .‬زه په خپله هري پور‪ ،‬اېبټ آباد ته تللے يم او د‬ ‫ټولو نه مې لويې جلسې په هغه ځاے کښې کړي دي‪ .‬د هغه مشکل نه‬ ‫پس نو تاسو سوچ وکړئ چې که زۀ نن بېخي داسې کلکې کلکې خبرې‬ ‫کوم‪ ،‬نو دا چې کومه کاميابي مو مونتې ده‪ ،‬دا راته ګرانيږي‪ .‬په دمه دمه‬ ‫او په صبر تحمل به دا قدمونه اخلو‪.‬‬ ‫نن هم که څوک سرحد وايي‪ ،‬دا آئيني جرم دے‪ .‬ددې په لحاظ باندې‬ ‫بالکل مونږه قدم اوچتولے شو‪ ،‬خو دا يو نيم سړے په دې باندې چې چرته‬ ‫اشتعال پيدا نۀ شي‪ ،‬چرته مشکل جوړ نۀ شي‪ ،‬دشمنان راته تابيا ونۀ‬ ‫کړي‪ ،‬لږ ډېر حکمت نه به کار اخلو خو دا شک تاسو چرې هم مۀ کوئ‪،‬‬ ‫چې ګنې د پښتو د ژبې يا زما د صوبې د نوم دشمن به وي او زۀ به يې‬ ‫برداشت کوم‪ ،‬دا ممکن نۀ ده خو ددې دپاره به يو طريقه کار راوباسو او‬ ‫بالکل چې غير آئيني اقدام څوک هم کوي‪ ،‬مونږ به د هغوى خلف قدم‬ ‫اوچتوو بحيث د حکومت‪.‬‬ ‫ملګرو دا يو تجويز ورکړے دے‪ ،‬چې د ادبي تنظيمونو د راغونډېدو‬ ‫ځاے نۀ شته د نورو خلکو دپاره شته‪ .‬زۀ خو دلته يو هال جوړوم‪ ،‬اوس‬ ‫دلته يو بل کار روان دے‪ ،‬که چرته ملګرو ته چانس )موقع( ميلو شوه‪،‬‬ ‫داسې هغه دېوالونه وګورئ او هغه هم حاجي عديل صاحب څه پيسې‬ ‫د سنېټر په حيث راکړي دي او څۀ مې له خپلو سنېټرانو د نورو نه‬ ‫اخيستي دي او څۀ د حکومت خپلې پيسې ورسره ما شريکې کړي دي او‬ ‫همداسې يو هال دغلته جوړم او په هغه کښې زما هم دغه رنګه خبره‬ ‫خپل نظر کښې ده‪ ،‬چې دفترې جوړې کړم‪ ،‬خو ټولنه به هم راته ښيي‬


‫چې چاته به يې حواله کوم‪ ،‬ځکه چې دا خبره ډېره ګرانه ده چې "ټلۍ‬ ‫به پيشو ته څوک تړي"‪ .‬که تاسو ‪ Activities‬کوئ‪ ،‬ددې نه علوه چې دا‬ ‫نشترهال دے‪ ،‬هغه به زما ددغه ‪ Activities‬دپاره مخصوص وې‪ ،‬زۀ به د‬ ‫اديبانو‪ ،‬شاعرانو د ليکوالنودپاره په هغه کښې هم يوه کمره کوم‪ ،‬چې‬ ‫د هغوے دپاره نۀ شته‪ .‬د لېبر وال سره مې يوه وعده وه‪ ،‬چې د لېبر‬ ‫وال له به بېله په هغه کښې زه ځان ته کمره کوم‪ ،‬چې هغوے د لېبر )‬ ‫‪ (Activities‬په هغه کښې کوي‪.‬‬ ‫دوے وايي چې تاسو بعضو بعضو خلکو له پيسې ورکړې او ادبي‬ ‫ټولنې جرګې او د ثقافت سره تړلي خلکو له مو څۀ ورنۀ کړه‪ .‬ګرانو‬ ‫ملګرو‪ ،‬خپل خپل فيلډ دے‪ ،‬اول خو د ثقافت ډيپارټمنټ سره پيسې نۀ‬ ‫وې‪ ،‬دا هم زۀ تاسو سره مشکل شيئر ‪ Share‬کوم‪ ،‬اخبار والو ته او ميډيا‬ ‫وال ته نۀ وايم‪ ،‬دلته زما نه مخکې کلچر ډيپارټمنټ چې وو عاقل شاه‬ ‫صاحب هغه ډېر زيات خدمت کړے دے‪ ،‬هغه سره ټوارزم ‪ Tourism‬وو‬ ‫که زۀ ستاسو لږ وخت زيات واخلم‪ ،‬سوالونه په ما زيات شوي دي‪ ،‬نو زۀ‬ ‫د منتظيمونو نه بخښنه غواړم‪ .‬د هغه سره د ټوارزم ډيپارټمنټ وو‬ ‫هغه چې څومره ‪ Activities‬هم کول‪ ،‬د ټوارزم په مد کښې يې کړي‬ ‫دي‪ .‬که کلچر ‪ Activitis‬يې کړي دي‪ ،‬هم د ټوارزم نه يې کړي دي‪ .‬د‬ ‫ثقافت درې کروړه روپۍ وې‪ ،‬هغې کښې يې يوه پېسه هم خرچ شوې‬ ‫نۀ وه‪ .‬که زه غلطېږم نۀ‪ ،‬يو کروړ وې يا درې وې‪ ،‬نو ما چې دې ځل له‬ ‫بجت غوښتو نو ما ته هغوى وايي چې تا خو هغه تېرې پيسې نۀ وې‬ ‫خرچ کړې‪ ،‬نورې څۀ له غواړې‪ ،‬نو ما ورسره حساب وکو چې ټوارزم‬ ‫کوم ‪ Activities‬کړي دي‪ ،‬تاسو ترې نه کلچر نفي کړئ بيا د هغه‬ ‫‪ Activities‬پېمانه وګورئ‪ ،‬خو چونکې د ټوارزم نه پيسې خرچ کول‬


‫آسان دي او د ثقافت نه پېسې خرچ کول ګران دي‪ ،‬ځکه چې د هغوے‬ ‫پرائيويټ خپل اډټ ‪ Audit‬دے او دلته سرکاري آډټ دے‪ ،‬نو په دې بنياد‬ ‫باندې د هغې نه پيسې خرچ کول ګران دي‪ ،‬نو ثقافت له ما په وړومبي‬ ‫ځل پيسې واخيستې‪.‬‬ ‫ګرانو ملګرو‪ ،‬دوے د ثقافت سره د تړلو خلکو خبره وکړه‪ ،‬اديبانو له‬ ‫دلته په دې نشترهال کښې زه نومونه نۀ اخلم‪ ،‬زه به نور هم دا کوشش‬ ‫کوم ما سره چې شته لږې کومې پيسې دي‪ ،‬نو ما هغوے ته د وس‬ ‫مطابق د هغوے بالکل مدد کړے دے‪ .‬ما د سندرغاړو مدد کړے دے‪ ،‬ما د‬ ‫ليکوالو مدد کړے دے او ما خپل کوشش کړے دے‪ ،‬چې زۀ د صوبې د ټولو‬ ‫خلکو په داسې طريقه مدد وکړم‪ ،‬چې څوک ورته ګوته ونۀ نيسي‪ ،‬په دې‬ ‫ځاے کښې په دې هال کښې ددې صوبې نه اويا کسان ما راغوښتي‬ ‫وو‪ .‬ما ورله ددې ځاے نه پيسې ورکړې وې او ما چې شروع کړې ده‪ ،‬زۀ‬ ‫خپل تعليمي ادارو ته د ثقافت سبجېکټ )مضمون( دننه کوم‪ .‬مونږ يو‬ ‫‪) Decision‬فيصله( اخيستے دے‪ ،‬چې څنګه نور سبجېکټ خلک ښيي‪ ،‬نو‬ ‫داسې به ثقافت هم ښيي‪.‬‬ ‫نو ثقافت کښې ډېر اړخونه دي‪ ،‬يو په کښې موسيقي هم ده‪ ،‬نو‬ ‫دا ارمان به دې هم پوره شي چې بيا خيال محمد استاد په سکول کښې‬ ‫تاته سندرې ښيي‪.‬‬ ‫زۀ چې کله راغلم‪ ،‬نو دهشتګردو دا خلک ډېر تنګ کړي وو‪ ،‬نو ما‬ ‫ويل چې دوے سره حساب کوې‪ ،‬نو وړومبۍ به دا خبره کوې‪ ،‬نو ما‬ ‫وړومبے خيال محمد استاد ته لس لکه روپۍ چې په پاکستان کښې به‬ ‫تراوسه پورې مهدي حسن له هم چا لس لکه روپۍ نۀ وي ورکړې‪ ،‬ما‬ ‫دلته خيال محمد له لس لکه روپۍ په دې خدماتو باندې ورکړې‪ .‬ګلزار‬


‫چې د هغه پښه ماته شوه‪ ،‬مونږ ورله پينځه لکه روپۍ ورکړې‪ .‬که‬ ‫ستاسو ياد شي هغه ګلزار چې دلته يې په پريس کلب کښې پروګرام‬ ‫کولو‪ ،‬نو خلک پرې راغلۀ او ويې وهلو‪ .‬داسې صورتحال وو‪.‬‬ ‫زما د ثقافت سره چې د چا تعلق وو‪ ،‬هغه خلک چا پرې ښوه نۀ او‬ ‫مونږ ورله دومره ځاے پيدا کړو‪ ،‬چې نن د خداے په فضل سره هغه‬ ‫‪ Activities‬هم کيږي‪ .‬زۀ په هغه تفصيل کښې نۀ ځم‪ ،‬خو بيا ما په دې‬ ‫بجټ کښې پيسې ايښې دي‪ .‬ما خپل ډيپارټمنټ ته ويلي دي‪ ،‬چې تاسو‬ ‫دا ټول ملګري چې کوم کوم اړخونه دي‪ ،‬دې کښې خپل خپل ملګري‬ ‫راغونډ کړئ‪ ،‬چې کوم خلک خدمات يې شته دے‪ ،‬د ادب په خُبنياد چې هغوے‬ ‫سپورټ )مرسته( کړو‪ .‬دا يوه خبره تاسو وکړه چې ټولنې ۔ بالکل زۀ‬ ‫ډيپارټمنټ ته ستاسو په وړاندې دا هدايات ورکوم‪ ،‬چې دلته زمونږه‬ ‫څومره ټولنې دي‪ ،‬د هغوے په مونږ حق دے‪ .‬د ضرورت مطابق کال په‬ ‫کال چې د هغوے د کوم ‪ Activities‬خبره وي‪ ،‬د هغې يو طريقه کار وي‪،‬‬ ‫زۀ خپل ډپارټمنټ ته وايم چې دې ټولو ټولنو سره دې خپلې رابطې‬ ‫هم وکړي او د دوے د کال ‪ Activities‬چې کوم ضروريات دي‪ ،‬د هغې‬ ‫مطابق چې کم از کم يو يو پروګرام زۀ د کلچر ډيپارټمنټ نه ددې ټولو‬ ‫ټولنو وکړم‪ ،‬چې دا خبره سرته ورسي‪ ،‬چې مونږه ټولنې په ايماندارۍ‬ ‫سپورټ کوو‪.‬‬ ‫څۀ خبرې خو داسې دي‪ ،‬چې ستاسو د قراردادونو په حواله ما د‬ ‫استادانو د بهرتۍ خبره وکړه‪ ،‬ستاسو د قرارداد خبره وه‪ .‬سيال صاحب‬ ‫دلته ډېر په مينه محبت خبره وکړه او بيا تاسو له يې چې دعوت درکړو‪،‬‬ ‫نو ورکې نور هم شامل شوئ‪ .‬د ادبي جرګو د ټولنو خبره هم د‬ ‫قرارداد حصه وه‪ .‬هر سکول‪ ،‬هر کالج او هر دفتر ته اخبار رساله ممکن‬


‫ده‪ ،‬د اخبار مشکل شته‪ .‬زه دا کولے شم چې سرکاري دفترونو ته به د‬ ‫پښتو اخبار ځي او دا به هم ورته وايم‪ ،‬چې که چا له نۀ ورځي‪ ،‬نو زده‬ ‫دې يې کړي او چې چا له ورځي‪ ،‬نو هغه دې يې وايي‪ .‬په سرکاري دفترو‬ ‫کښې ډېرو له پښتو ورځي نۀ‪ ،‬نو اول به ورته ښودل هم غواړي‪ .‬دا‬ ‫ستاسو بالکل جائزه خبره ده او دا په سر سترګو‪.‬‬ ‫بل راج ولي شاه ويل‪ ،‬چې ډاکټرانو ته د پښتو د اندامونو نومونه‬ ‫وښيئ‪ .‬مونږ يو ځل دې ډاکټرانو ته ويلي وو‪ ،‬چې نسخه په پښتو‬ ‫کښې وليکئ‪ ،‬اول به ئې ليکلے نۀ شوه‪ ،‬چې به يې وليکله نو بيا پرې‬ ‫مريض نۀ پوهېدو او مريض به چې دکاندار ته يووړه‪ ،‬دکاندار پرې نۀ‬ ‫پوهېدو‪ ،‬ځکه چې د ډاکټر په خط پوهېدل هم ډېر ګران وي نو يو‬ ‫بل مشکل شو‪ .‬خو دا خبره بالکل ټهيک ده‪ ،‬چې کم از کم دومره انتظام‬ ‫ضرور په کار دے‪ ،‬چې که زما د داسې علقو نه خلک راځي چې هغه په‬ ‫انګلش پوهيږي نۀ او په پښتو کښې چې وايي‪ ،‬نو هغه ډاکټر پرې نۀ‬ ‫پوهېږي‪ .‬په هسپتال کښې دا بندوبست ضرور په کار دے چې هلته به يو‬ ‫داکټر دوه داسې وي‪ ،‬چې د پښتو د اندامونو نومونه به ورځي‪ ،‬نو چې‬ ‫کوم ډاکټر سره د کوم مريض واسطه وي‪ ،‬دے به ورله کومک له ځي‪.‬‬ ‫دے دا فلنکے شے يادوي‪ ،‬ټولو ډاکټرانو ته خو ښودل ګران دي‪ ،‬خو په‬ ‫هسپتال کښې دومره بندوبست ورله د يو کس دوه کولے شو‪ ،‬چې هغه‬ ‫به د موقعې سره علج او معالجې دپاره په کار راځي‪.‬‬ ‫زه بخښنه غواړم‪ ،‬که داسې يو خبره نيمه وي چې تاسو کړې وي او‬ ‫زما نه هېره شوې وي‪.‬‬ ‫بل پرائيوټ سکولونه تا سو ياد کړل ‪،‬په دې لړۍ کښې مونږ تړلي‬ ‫دي‪ ،‬هغه ددې نه بهر نۀ دي‪ .‬مونږه پښتانۀ خبره کوو چې مور په‬


‫سېځنۍ کښې کلک تړلے وي‪ ،‬هغه سړے ټول عمر غيرتي وي‪ ،‬خو چې‬ ‫کوم ترې سست پاتې وي‪ ،‬هغه خو دوباره نۀ شي تړلے کنه‪ .‬بقايا به کلک‬ ‫تړي‪ ،‬نو اوس چې کوم سست پاتې شوي دي‪ ،‬هغه خو پاتې دي‪ ،‬بقايا به‬ ‫کلک تړو‪ .‬پرائيويټ سکولونو دپاره دا لزم ده‪ ،‬چې څنګه په سرکاري‬ ‫سکولونو کښې پښتو ښودلې کيږي‪ ،‬هم دغه رنګ به په پرائيويټ‬ ‫کښې هم ښودلې کېږي او چې نۀ ښودلې کيږي د پرائيويټ سکول‬ ‫اجازت به ورله نۀ ورکوو او چې خفه کېږئ نۀ نو بيا به يې ځکه ښيي‬ ‫چې يو پښتو نۀ ښيي او ټول سکول يې بنديږي‪ .‬دے خو به يې په سر‬ ‫کښې ښيي‪ .‬د بدقسمتۍ نه اوس خو سبق ښودل کاروبار شوے دے‪ ،‬نو‬ ‫چې زما پښتو په کښې نۀ وي‪ ،‬هغه کاروبار به څنګه چليږي؟‪ .‬لهذا دا‬ ‫لزمه ده‪ ،‬ددې دپاره مونږ خپل قدمونه اوچت کړي دي‪ .‬ګران کار ضرور‬ ‫دے‪ ،‬ځکه چې بې مهاره اوښ دے‪ ،‬قابو کول يې ډېر ګران د‪ .‬پرائيويټ‬ ‫سکولونه اول ته پښتو ته وتړه دومره لوے د هغوے اتحاد او اتفاق دے‪.‬‬ ‫هغوے چې خپلو کښې راغونډ شي او تۀ ورته مخامخ کښېنې نو بيا پته‬ ‫لګي چې دا خو د سرکاري سکولونو نه ډېر )‪ (PowerFull‬خلک دے‪ .‬د‬ ‫هغوے سره خبره کول چې ګنې دے به اوس دا ټول نظام بدل کړي‪،‬‬ ‫داسې نۀ کيږي‪ .‬خو دا ضرور ده چې زمونږ دا نظر کښې وه چې زۀ‬ ‫پرائيوېټ سکول ته پښتو بوځم او زۀ دې ځاے کښې پښتو ښيم‪ ،‬نو‬ ‫زۀ دې طرف ته روان يم‪ ،‬چې زۀ به نصاب يو کوم‪ .‬زه دا بېل بېل‬ ‫نصاب نۀ منم‪ ،‬چې په پرائيويټ سکول کښې چې څوک سبق وايي هغه‬ ‫به افسر وي او چې سرکاري سکول کښې څوک وايي‪ ،‬نو دے به نوکر‬ ‫وي‪.‬‬ ‫داسې نۀ ده‪ ،‬بلکې دا فرق به مونږه ختموو‪ .‬دا زمونږه فکري خبرې‬


‫دي‪ ،‬دا زمونږه نظرياتي خبرې دي‪ ،‬خو چې کوم مشکل تاته پېښ دے‪ ،‬د‬ ‫هغه وخت سره مشکل حل کول ددې دپاره طريقه کار په کار دے‪.‬‬ ‫زمونږه هم دا مرام او دا مقصد دے‪ ،‬دا زمونږه د تحريک او زمونږه دا‬ ‫خپل سوچ دے‪ ،‬چې مونږ به تفاوت ختموو‪ .‬د خان او د غريب ترمېنځه دا‬ ‫ډبل نصاب ‪ ،‬دا ډبل سټينډرډ )معيار( به ختموو او نېغ په نېغه به يو‬ ‫‪) Standard‬معيار( وي که د غريب زوے قابل وي دے به بره په کرسۍ‬ ‫ناست وي‪ ،‬چې د خان زوے نالئق وي‪ ،‬دے بۀ لندې ورته په ځمکه ناست‬ ‫وي‪ .‬دې سيسټم ته مونږه روان يو‪ ،‬خو دا ټولې خبرې په يو ځاے نۀ‬ ‫کيږي‪.‬‬ ‫ګرانو ملګرو‪ ،‬تاسو د خټک صاحب )افراسياب خټک( د قرارداد په‬ ‫حواله خبره وکړه چې دلته دې پښتو قومي ژبه شي‪ .‬مونږ خو د پخوا نه‬ ‫ددې نظر خلک يو او افراسياب خټک صاحب په سينټ کښې پېش کړے‬ ‫دې‪ ،‬خو هم زمونږ نظر دے‪ ،‬ځکه يې په هغه ځاے کښې پېش کړے دے او‬ ‫چې چرته چرته زمونږه په رښتيا باندې وس رسي‪ ،‬نو هم دغه رنګه‬ ‫قدمونه به ږدو‪ .‬تاسو ټولو ملګرو نه زۀ يو مدد به غواړم‪ ،‬چې ستاسو په‬ ‫نظر کښې به حکومت مضبوط وي‪ .‬حکومت مضبوط نۀ وي‪ ،‬حکومت‬ ‫ډېر عارضي وي لکه دلته وويلے شو ډېر ښه وويلے شو‪ ،‬چې نن به دا‬ ‫حکومت هلې ځلې وکړي‪ ،‬سبا به بل حکومت راشي‪ ،‬هيڅ به نۀ وي‪ ،‬نو دا‬ ‫زمونږ بدقسمتے ضرور دے‪ ،‬چې د سرکار په سطح مونږ ته دومره کومک‬ ‫نۀ دے چرته ميلو شوے‪ ،‬خو په کار دا ده چې مونږه ځانونه مضبوط کړو‪.‬‬ ‫لکه په خپل ځان باندې ‪) Depend‬انحصار( کوو او واقعي چې په پښتو‬ ‫ژبه کښې زور شته‪ .‬د پښتو په سکالرانو کښې زور شته‪ .‬د پښتو په‬ ‫پښتو ويلو کښې زور شته‪ ،‬په پښتو کښې زور شته‪ ،‬ځکه ټولې دنيا‬


‫پښتو ختمول غوښتۀ خو پښتو ختمه نۀ شوه‪ .‬د مخکې نه هم زياته‬ ‫مضبوطه شوه او مخکې لړه‪ .‬زۀ خو د بدې ورځې وټوکېدم‪ ،‬خلکو چې‬ ‫حلل کړمه نو زيات شومه‪ .‬دا چې وايي پښتو زياته شوه‪ ،‬ولې زياته‬ ‫شوه‪ .‬د دنيا ضرورت شوه‪ ،‬نو زياته شوه‪ .‬که په دې ځاے کښې درېيم‬ ‫نړېوال جنګ نۀ وے نو دا خو د رېډيو ژبه نۀ کېده‪ .‬دا خو بيا د اخبار ژبه‬ ‫نۀ کېده‪ ،‬هغوے خو ځکه د رېډيو‪ ،‬د اخبار ژبه کړه چې ما پرې وژني‪.‬‬ ‫هغه د خپل ضرورت مطابق د پښتو اهميت ځان ته ګڼلے دے‪ ،‬خو زما په‬ ‫بده ورځ کښې پښتو ترقي کړې ده‪.‬‬ ‫بورا به خداے په ګلو موړ کړي‬ ‫مالياره ستا نيمګړے نيت مې ژړوينه‬ ‫زه ددې عالمانو د زړۀ د کومې نه شکريه ادا کوم‪ ،‬چې په ډېر‬ ‫سخت وخت کښې دوےد پښتو ژبې خدمت کړے دے‪ .‬زه د اولسي خلکو‬ ‫شکريه ادا کوم چې په ډېر سخت وخت کښې يې د پښتو ژبې خدمت‬ ‫کړے دے‪ .‬نن په پاکستان کښې چې فلمونه ښودلې کيږي‪ ،‬نو د پښتو‬ ‫فلمونه زيات دي او اعتراض هم پرې زيات دے‪ ،‬چې دا داسې دے‪ ،‬دا‬ ‫داسې دے‪.‬‬ ‫مونږه هغې له هم يو شکل ورکوو‪ ،‬د اتلسم ترميم نه پس سنسر‬ ‫بورډ به صوبو ته راځي‪ ،‬نو که تراوسه پښتو کږه وه که نېغه ده خو‬ ‫هغه فلمونو د پښتو خدمت کړے دے‪ .‬که د چا خوښه وه که نۀ وه‪ ،‬خو‬ ‫خلک به ورله تلۀ ضرور‪ ،‬نو که درې ټکي يې کاږه زده کول‪ ،‬نو دوه خو‬ ‫يې نېغ هم زده ول‪ .‬هسې خو هيڅ هم نۀ وو او هغه انډسټري وه او‬ ‫د ګټې ذريعه شوه نو پښتو ته پردي خلک هم راغلل‪ ،‬چې زما په‬ ‫ثقافت يې غلط اثر کړے دے‪.‬‬


‫دغه رنګه ‪ CD‬سي ډي چې کوم دے‪ ،‬هغه به زۀ کنټرول )قابو(‬ ‫کوم‪ ،‬د هغې دپاره هم سنسر بورډ دے‪ ،‬خو ددې سره سره دغه خلک‬ ‫هم سپورټ کول غواړي‪ .‬دلته مونږ د رحمان بابا ذکر وکړو‪ ،‬د خوشحال‬ ‫بابا ذکر مو وکړو‪ ،‬د نورو مشرانو ذکر کوو‪ ،‬نو ورسره ورسره زۀ د هغو‬ ‫خلکو ذکر هم کوم چې کوم په دغه دنيا کښې يې وخت تېر کړے دے‪ .‬د‬ ‫ګلوکارۍ د سندرغاړو په بنياد ما دلته باچا زرين جان سره مالي مدد کړے‬ ‫دے‪ .‬هدايت ا سندرغاړے دے‪ ،‬هغ سره مې مالي مدد کړے دے‪ .‬احمد ګل‬ ‫دے له هغه سره مې مالي مدد کړے دے‪ ،‬دغسې بدرمنير دے‪ ،‬دلته چې کله‬ ‫د افغانستان نه خلک راغلۀ نو زما غوندې ساده خلکو به ويل چې يو‬ ‫بدرمنير راله راکړي‪ ،‬روس راته هډو څه شے نۀ دے‪ ،‬ځکه چې هغه د بل‬ ‫بچے غر ته به اړم شو‪ ،‬نو غر به نۀ وو هغه به وو‪ .‬د يو ضرورت مطابق ما‬ ‫دلته د بدرمنير ورځ لمانځلې ده‪ .‬دا هم د خلکو په سترګو کښې اغزے‬ ‫وو‪ ،‬چې دوے خپل فنکار دومره په عزت ولې لمانځي؟ دا په دې خُبنياد چې‬ ‫دا د دهشتګردۍ په مخ باندې هم څپېړه ده‪ .‬کوم خلک چې زما ثقافت‬ ‫ختموي‪ ،‬د هغوے په مخ هم څپېړه ده‪ .‬زۀ وايم چې بدرمنير ددې خاورې‬ ‫پيداوار وو او زۀ به ورله عزت ورکوم او زۀ به يې احترام کوم‪ .‬نو پس له‬ ‫هغه بۀ يې نور خلک احترام کوي او دغه رنګه ياسمين خان‪ ،‬چې زۀ به‬ ‫لنډو ورځو کښې د هغې ورځ لمانځم‪ ،‬په څلور ويشتم تاسو ټول ملګري‬ ‫په هغې کښې ‪) Invite‬دعوت( يئ‪ .‬دا دلته ناست خلک چې راشئ او لږ‬ ‫يې وګورئ‪ .‬مونږ هغه کښې ورسره ورسره چې کوم پېغام ورکول‬ ‫غواړو‪ ،‬هغه به تاسو اندازه ولګوئ‪ ،‬چې مونږ د څۀ دپاره دا کول غواړو‪.‬‬ ‫د هغوے هم خدمات دي‪ ،‬خو ما ويل تش په مړو نۀ کېږي‪ ،‬ژوندي هم‬ ‫ورسره يادول غواړي‪ ،‬نو طارق شاه زمونږ هغو ورځو کښې ژوندے وو‪،‬‬


‫ما ورله دلته کښې پروګرام وکړو او دې ځاے کښې مو پيسې ګو چې‬ ‫هغه ډېرې کمې وې‪ ،‬ما ورله راغونډې کړې او د هغه ټبر له او لور له‬ ‫مې ورکړې او اوس يې هم راسره يو دوه لکه روپۍ پاتې دي‪ .‬نو په‬ ‫څلوريشتم تاريخ به هغه دوه لکه روپۍ ورکوم‪.‬‬ ‫ګرانو ملګرو‪ ،‬زه به دليپ کمار هم ياد کړم‪ ،‬چې ستاسو زړۀ به لږه‬ ‫هوا هم وخوري‪ .‬دليپ کمار چې نن سبا غريب ډېر په سخته کښې دے‪،‬‬ ‫بيمار دے‪ ،‬دا کريډټ سائره بانو ته ځي‪ ،‬هغې ډېر په ښه طريقه ساتلے دے‪.‬‬ ‫د هغۀ دلته يو کور دے او هغه کور ما په سرکاري توګه بيه کړے دے‪ .‬د کلچر‬ ‫ډيپارټمنټ د طرف نه په درې کروړه روپۍ او هغه کور به زۀ اخلم‪ ،‬ددې‬ ‫دپاره چې زۀ خلکو ته وښيم چې په ټول هندوستان چې څوک راج کوي او‬ ‫د فلمي دنيا بې تاجه بادشاه وو‪ ،‬هغه ددې خړې پښتونخوا د پېښور‬ ‫اوسېدونکے وو‪ ،‬چې نن په ټولو باندې راج کوي او هغه دليپ چې يوسف‬ ‫خان يې نوم وو‪ Typical ،‬د پښتنو نوم دے‪ ،‬يوسف خان او قدرت ته ګوره‬ ‫سائره بانو يې ورکړې ده‪ ،‬د شېر بانو په ځاے‪ .‬هغه يوسف خان چې د هغه‬ ‫د بچپن نه واخله تر دې وخته پورې‪ ،‬چې څومره يادونه دي‪ ،‬هغه به په دې‬ ‫کور کښې زۀ هم دغلته ځاے کوم او دنيا چې د هغه کتو له راځي‪ ،‬ورسره‬ ‫به زما د پښتنو ثقافت هم ګوري‪ .‬زما دلته دا خلک به يې هم ګوري او دې‬ ‫کښې يو ‪) Attraction‬کشش( وي‪ ،‬خو زۀ يواځې د دليپ خبره نۀ کوم‪ ،‬د‬ ‫راج کپور خبره هم کوم‪ .‬داسې نۀ چې تش مسلمان ‪،‬چې په دې خاوره‬ ‫هندو هم پيدا دے‪ ،‬نو زۀ د هغه ثقافت به محفوظ کوم‪ .‬ما د راج کپور کور‪،‬‬ ‫راج کپور لږ مالداره وو‪ ،‬د هغه دا کور ډېر لوے دے‪ .‬داسې محل غوندې دے‪.‬‬ ‫د دليپ کور لږ ورکوټے دے‪ ،‬نو ارزان وو او ددۀ دا ډېر لوے دے‪ .‬هغه له به‬ ‫بندوبست کوم او ډېر په ښۀ ځاے کښې دے او ډېر ښکلے کور دے‪ ،‬که‬


‫چېرته تاسو کتل غواړئ نو د هغه د کتو دپاره چې دې وخت کښې هم‬ ‫وګورئ‪ ،‬تاسو به اندازه ولګوئ چې د هغوے رهن سهن د هغه وخت‬ ‫څنګه وو‪ .‬که خداے کړے خېر وي‪ ،‬نو چې کله د دليپ کور اخلم‪ ،‬نو دليپ او د‬ ‫دليپ ټبر به راولم‪ .‬د شاه رخ په کور کښې خپل خلک اوسي‪ ،‬هغه په امن‬ ‫دے‪ ،‬شاه رخ دې خداے لري‪ ،‬هغه چې کوم دے ‪ My Name is Khan‬فلم‬ ‫چې هغه کوم جوړ کړے دے‪ ،‬نو ما په لندن کښې کتو‪ ،‬تاسو په خداے يقين‬ ‫وکړئ د سړي زړۀ غټ شي چې که هر څه وو‪ ،‬خو ددې خاورې ټچ )مينه(‬ ‫په کښې وو‪ .‬هغه دا تاثر ورکړے دے‪ ،‬چې پښتون دهشتګرد نۀ دے‪ ،‬مونږ‬ ‫دومره خدمت به يا کړے وي يا به نۀ وي کړے‪ ،‬چې په يو فلم باندې شاه رخ‬ ‫کوم خدمت کړے دے چې هغه دنيا ته ښودلي دي چې پښتون دهشتګرد‬ ‫نۀ دے‪ ،‬هغه پرامن سړے دے او د دنيا سره مينه کوي‪ .‬دغه مشن زمونږ د‬ ‫ټولو شريک دے‪ .‬ددې خاورې بچے دے‪ ،‬ځکه په کښې دا غېرت او ټچ‬ ‫)خوند( شته دے‪.‬‬ ‫ګرانو ملګرو‪ ،‬تاسو ددې کوششونو په حقله د اياز ذکر وکړو‪ ،‬د ډي‬ ‫سي او صاحب‪ .‬زۀ ارادتا د هغه نوم نۀ اخلم‪ ،‬خو تاسو بار بار اخلئ‪ ،‬ځکه‬ ‫چې په بلوچستان کښې داسې خلک‪ ،‬چې کار کوي دومره مشکل ورته‬ ‫نۀ وي‪ ،‬خو زمونږ په صوبه کښې چې داسې خلک کار کوي‪ ،‬نو لږ مشکل‬ ‫وي ورته‪ .‬نو مونږ داسې خلک لږ اړخ ته ساتو چې کار کوي او فرنټ )مخ(‬ ‫ته نۀ وي‪ ،‬ځکه چې بيا رانه داسې خلک ضائع کيږي او زمونږ په علقو‬ ‫کښې د داسې خلکو مخالفت زيات وي‪ .‬بيا د هغې نه هغوے سروس‬ ‫)نوکري( نۀ شي کولے‪ ،‬نو ډېر داسې محتاط قدمونه ږدو نو په دې وجه‬ ‫ما پرون هم هلته ذکر نۀ وو کړے خو چونکې دلته يې ذک ِر خېر وشو‪ ،‬زه‬ ‫د هغۀ او د هغه سره د کلچر ډيپارټمنټ دلته زما ملګري ناست دي‪ ،‬د‬


‫هغوے د ټولو شکريه ادا کوم‪.‬‬ ‫که چېرې ستاسو او زما ترمينځه داسې يو څو خبرې شوې وي‪ ،‬چې‬ ‫ګنې د چا په طبيعت درنې لګېدلې وي‪ ،‬زۀ ترې بخښنه غواړم‪ .‬زۀ تاسو‬ ‫سره دا يوه وعده ضرور کوم‪ ،‬چې يو خو د يو بل په نيت به شک نۀ کوو او‬ ‫دا خپل پښتانۀ به مونږ په خپله ځان درنوو‪ .‬مونږ به د يو بل قدر په خپله‬ ‫جدا او په فاصله کښې يو‪،‬‬ ‫باندې کوو او مونږ به نظرياتي طور د يو بل نه خُ‬ ‫خو د قوم په حيث مونږ د يو بل نه جدا نۀ يو‪ .‬مونږ ټول د يوې خاورې‪ ،‬د يو‬ ‫وينې‪ ،‬د يو ثقافت وارثان يو‪ ،‬مونږ ټولو له د يو بل احترام په کار دے‪ .‬اول په‬ ‫جمع د هغه مشرانو چې زمونږ نه تلي دي‪ ،‬بيا هغه مشران چې مونږ کښې‬ ‫موجود دي او چې کوم زمونږ کشران دي‪ ،‬دا ټول په کار دے چې مونږ د يو‬ ‫قوم په حيث باندې سوچ کوو‪ .‬نظرياتي اختلف به په خپل ځاے وي‪ ،‬خو چې‬ ‫قومي سوچ په کښې راځي‪ ،‬نو هغې کښې بيا اختلف نۀ شته‪.‬‬ ‫تاسو د يو ټي وي خبره وکړه‪ ،‬نو ښۀ ده چې اکبر سيال صاحب‬ ‫خبره وکړه چې هغه به رښتينې پښتو خلکو ته ښيي‪ .‬زۀ يواځې هغه‬ ‫ټي وي نۀ يادوم‪ ،‬هغه خو پښتو ټي وي دے‪ ،‬خو ټول ټي وي ګان‬ ‫دې نو هغه به د پښتو عزت ښيي‪ .‬په پښتو پورې به خندا نۀ کوي‪ ،‬دا نۀ‬ ‫چې د هغه په ډرامه کښې به تش د نسوار وال پښتون وي‪ .‬د غېرت‬ ‫علمت پښتون دے‪ ،‬نو يوازې هغه د پښتو ټي وي نۀ‪ ،‬بلکې ټول ټي‬ ‫وي ګان او فلمونو ته مونږ ددې ځاے نه دا خبره کوو‪ ،‬چې د پښتون د‬ ‫شان مطابق به پښتون ښيي ۔د خپلو پېسو او ګټې دپاره به هغه‬ ‫رنګه پښتون نۀ ښيي‪ ،‬چې ستاسو پرې مقصد پوره کيږي‪ .‬دې يو څو‬ ‫ماتو ګوډو الفاظو سره ستاسو ددې ټولو مشرانو د زړۀ له کومي نه‬ ‫شکريه ادا کوم او زۀ د خپلو خوېندو چې دلته حاضرې دي‪ ،‬د هغوے‬


‫شکريه ادا کوم‪ .‬زۀ د خپلو کشرانو شکريه ادا کوم او ستاسو د ټولو‬ ‫حاضرينو شريکه ادا کوم‪ ،‬چې زما دا ماتې ګوډې خبرې مو د نورو خلکو‬ ‫نه زيات په صبر په تحمل سره واورېدې‪.‬‬ ‫زۀ اکثر يو شعر وايم او هغه خلکو ته ګوټه شوے هم دے‪ ،‬خو وايم‬ ‫يې ځکه چې د پښتو سره تړلے دے او تاسو وايئ چې شاعر ورسره وايئ‪،‬‬ ‫نو دا د رشيد باجوړي دے‪ ،‬چې وايي‪:‬‬ ‫"مۀ مې لمبوئ خلکه مۀ مې ښخوئ خلکه"‬ ‫او هغه غريب چې ماته ښودلو‪ ،‬نو ماته يې ويلو چې زما نوم به په‬ ‫کښې اخلې‪ ،‬خو هغه کړۍ مانه اکثره هېره شي‪ ،‬نو ځکه په سر کښې‬ ‫مې درته وويل‪:‬‬ ‫زۀ يم پښتون زما په سر شمله کږه وتړئ‬ ‫پس له مرګه چې مې زنه په خاسه وتړئ‬ ‫دا مې د پلر نيکه يادګار دے چې ژوندے پاتې شي‬ ‫خازې د قبر ته مې توره او نېزه وتړئ‬ ‫که په ژوندون مې پوره نۀ شو دا ارمان دے زما‬ ‫د انقلب جنډه زما په جنازه وتړئ‪.‬‬

پښتو  
Read more
Read more
Similar to
Popular now
Just for you